CRI Online

د کولتوري نظام اصلاحات به د چيني کولتور د نړيوالې خپرونې لپاره ګټور وي

cri     (GMT+08:00) 2011-11-01 15:00:10

په دې وروستيو ورځو کې د چين د کمونېست ګوند د اوولسمې دورې مرکزي کميټې په شپږمه عمومي غونډه کې د کولتوري نظام اصلاحات د چيني کولتور د نړيوال کېدو او بهر ته د خپرونې يو مهم تدبير په توګه ټاکل شوی دي. د څو قطبۍ نړۍ د جوړېدا او د اقتصاد د نړيوال کېدو په وړاندې کولتور د عمومي دولتي قوت د سيالۍ په برخه کې لامهم رول لوبولی دی، دغه راز په نړۍ کې د چيني کولتور د اغېزې پياوړتيا ورځ په ورځ يو بيړنۍ شوې ده.

په دې وروستيو کلونو کې د کولتوري نظام اصلاحات ګام په ګام پياوړی شوی دی چې د چيني کولتور د نړيوالې خپرونې لپاره ډېر ګټور دي. د بېلګې په توګه ، د چين او روسيې ترمنځ د کولتور کال، د چين او جاپان ترمنځ د کولتور او سپورټ کال ، د چين او هند ترمنځ د دوستۍ کال ، د چين او ايټاليا کال، د چين او د کوريا جمهوريت ترمنځ د کولتور کال او د چين احساسات او د کوريا جمهوريت ته د سفر په ګډون يو لړ کولتوري تبليغاتي فعاليتونه په وار سره تر سره شوي دي چې د چيني کولتور بېلا بېلې برخې بهر ته ښکاره شوې دي. بر سېره پر دې، يو لړ غوره چيني کولتوري پروګرامونه هم په بريالۍ توګه په بهرنيو هېوادونو کې ښودل شوي دي.د کانفسيوس انسټيټوټ د چيني کولتور د خپرونې ميدان په توګه د چين د تاريخ، فلسفې او ښوونې په ګډون پوهنې نړۍ ته خپرې کړی چې د ختيځ او لوېديځ کولتور ترمنځ د يو ځای کېدو لپاره يې غښتلی خدمتونه کړي دي.

خو د چين د کولتوري چارې پيمانې کوچنۍ دي او د سيالۍ توان يې قوی نه دی، له اوږدې مودې راهيسې د کولتوري خدمتي سوداګرۍ ستر کسر موجود دی چې دغه حالت د اقتصادي او کولتوري سرچينو د لوی هېواد په توګه د چين له مقام سره سمون نه خوري. د بېلګې په توګه د چاپ په چارې کې د چين ، اروپا او امريکا ترمنځ د کتابونو د وارداتو او صادراتو سوداګريز کسر له سلو څخه اوښتی دی. د فلمونو او تلويزيوني پروګرامونو په چارو کې له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پورې چين ٤٣٣٢ فلمونه وارد کړي ، خو د صادراتي فلمونو شمېر يې ډېر لږ و. د کولتوري نظام د اصلاحاتو کارونو د پياوړتيا ،د هغو کولتوري تصديو د روزنې چې د نړيوالې سيالۍ توان به ولري او بهر ته د کولتوري تصديو ، توليداتو او خدمتونو د صارداتو له لارې به په لا ښه توګه د چين او نړۍ ترمنځ کولتوري تبادلې پياوړی کړي شي.

بر سېره پر دې، اوس بهر ته د چيني کولتوري توليداتو اکثريت په دوديز کولتور پورې اړه لری ، په تېره بيا د اوسنی چين د پرمختيايي بڼې په استازيتوب د کتابونو ، اوپيراګانو ، سندرو او نڅاوو او د فلمونو شمېر ډېر لږ دي، نو بايد د معاصر او مشهور چيني کولتور د خپرونې کارونه پياوړی شي. د دغو حالاتو په وړاندې چې د نړيوالې کولتوري سوداګری برابره او پرمختللې نه ده، بايد په هر اړخيزه توګه د کولتوري تبادلې محتويات انتخاب شي چې په کې نه يوازې دوديز کولتور، بلکې معاصر کولتور هم شامل شي.

اوس د اقتصاد او کولتور ترمنځ اړيکې ورځ په ورځ نژدی کېږي،نو د کولتوري نظام د اصلاحاتو له لارې به د کولتوري پرمختګ د نوي والي خوځنده ځواک لاغښتلی شي چې د اقتصادي پرمختګ د کيفيت او ګټې د لوړتيا او د ګردې کرې د دواملرونکی پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي شي. خو د کولتوري نظام د اصلاحاتو بهير پيچلی او سخت دی او تر اوسه پورې لاهم يو شمېر مسئلې په مخکې دي، نو بايد د تيوري او عمل له لحاظه د اصلاحاتو د بريالۍ لار ولټول شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای