CRI Online

د کولتوري نظام اصلاحات د چيني ټولنې د دوامدار پرمختګ لپاره ګټور دی

cri     (GMT+08:00) 2011-11-17 10:15:07

په دې وروستيو ورځو کې د چين د کمونېست ګوند د ١٧مې دورې مرکزې کميټې ٦مې عمومي غونډې د کولتوري نظام د اصلاحاتو د پياوړتيا غوښتنه وړاندې کړی.

د کولتوري چارو د ابادۍ او د کولتوري نظام د اصلاحاتو مشخص محتويات له عامو افکارو، ادبياتو، اوپيراګانو، تلويزيون، راډيو، فلمونو، موسيقۍ او نڅاوو څخه عبارت دي. خو د خلکو پر بنسټ د کولتوري چارو د ابادۍ او د کولتوري نظام د اصلاحاتو کليدي محتويات د انسانانو په ځانی عقيدې، نظريې، ارمان او ارزښتونو پورې اړه لری چې دا په نړۍ کې د هر هېواد او ملت لپاره يو شان دی.

چين ٥ زره کلن متمدن تاريخ او د کرکترونو په وسيله د ليکلو څه د پاسه ٣ زره کلن تاريخ لري. د چين د کولتوري چارو د ابادۍ په بهير کې د خلکو د ځانی عقيدې، نظريې، ارمان او ارزښتونو د ابادۍ کارونه هم کليدي مقام نيسي. چين د ٥٦ قومونو په شمول د څه د پاسه يو مليارډ او ٣ سوه مليونه تنو له خوا جوړېږي. دغه راز د کولتوري چارو د ابادۍ په برخه کې د کولتور د منلو مسئله رامنځته شوې ده، يعنې د کومې نظريې له خوا خلک سره يو ځای کېږي. اوس مهال چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په موده کې دی او په څو ساحو کې نظامونه د ستر بدلون په حال کې دي. د تېرې پيړۍ د نهمې لسيزې له منځنۍ مودې څخه د استخدام ، کورونو، طب او د زړو کسانو د پالنې د نظامونو اصلاحات تر سره شوي البته دغو اصلاحاتو د خلکو پر نظريو او عقيدو اغېزې کړې دي. اوس په چين کې د پرمختک ښه فرصتونه راغلي او د جوړښتونو د بدلون له امله رامنځته شوی ټولنيز ننګونه موجود دي.

خو څرنګه د کولتوري نظام د اصلاحاتو او د کولتوري چارو د ابادۍ له لارې د عقيدې پرمختګ وموندل او د کولتور په اړه ګډې نظريې تر لاسه شي او اوسنې ټولنيز توپيرونه له منځه يووړل شي ؟ لومړی، په يو هېواد کې يووالی ډېر اهميت لري . دوهم، د ټولنې واحده موخه بايد وټاکل شي. درېيم ، ټول ټولنه د موخې د تر سره کولو لارې چارې ومني. که نوموړی ٣ غوښتنې پوره شي، دغه ټولنه به واحده، ثابته او همغږی وي. چين اوس په نوموړو ٣ برخو کې لاهم له سترو مسئلو سره مخامخ دی چې بايد د کولتوري چارو ابادۍ او د کولتوري نظام د اصلاحاتو له لارې حل شي.

اوس په چين کې د عمل او نظريو په ساحو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي، دوديزې نظريې د ټولنې د بنسټيزو چارو واحد دندې نشی بشپړولی . د ټولنې د تعريف ،ټولنيزې عقيدې او نظريې او د ارزښتونو د ابادۍ په بهير کې د کولتوري نظام اصلاحات سترې ټولنيزې دندې پر غاړه لري. اوس مهال د کولتوري چارو په ابادۍ کې بايد د لوړې سويې برياليتوبونه تر لاسه شي چې له دولتي حالاتو سره سمون وخوري او په اسانه توګه د خلکو له خوا د منلو وړ وي.

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو راهيسې په چين کې د نظام او موخې، نظام او نظريې ترمنځ توپيرونه رامنځته شوي دي. موږ بازاري نظام تر سره کړی چې په نتيجه کې اقتصاد مو چټک پرمختګ موندلی دی، خو د نظام بدلون له امله د ټولنيزو نظامونو د بشپړولو په برخه کې مسئلې رامنځته شوی دی. نو د کولتوري نظام اصلاحات او د کولتوري چارو ابادۍ بايد د نوي والي نظام او د کولتوري کارکوونکو او د ټولو هېوادوالو د کوښښونو له لارې تر سره شي.

د کولتوري نظام اصلاحات او د کولتوري چارو د ابادۍ اهميت ډېر ستر دی چې د خلکو پر بنسټ د عقيدې ، نظريې، ارزښتونو او د کولتوري چارو د ابادۍ له لارې به په پايله کې د پرمختيايي او همغږۍ چيني ټولنه رامنځته شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای