CRI Online

د چين د کولتوري نظام نوی والی د هېواد د نرم قوت د پياوړتيا لپاره ګټه لري

cri     (GMT+08:00) 2012-01-10 13:33:24

په ٢٠١١ کال کې د چين کولتوري چارې په چټک ډول پرمختګ کړی دی. په تېر اکتوبر کې د چين د کمونېست ګوند د ١٧مې دورې مرکزي کميټې په شپږمه غونډه کې د کولتوري نظام د اصلاحاتو او د سوسياليزم کولتوري پرمختګ او سمسورتيا د پياوړتيا په اړه د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې پرېکړې تصويب شوې چې د چين د کولتوري نظام د نوي والي د پياوړتيا او د هېواد د نرم ځواک د نورهم لوړتيا لپاره ګټور دی. په ٢٠١١ کال کې د چين د کولتوري نظام د اصلاحاتو له امله د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې ډول ډول کولتوري فعاليتونه تر سره شوي دي.

د تېر دسمبر په ٢١ نېټه د چين د تايوان تنګي دواړو غاړو د ٤ ځايونو د چيني اوپيراګانو هنر يو بل ته د نقلولو او پرمختګ فورم په بېجينګ کې تر سره شو. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيال او د چين د کولتوري او هنري چارو د ګډې ټولنې مشر سون جيا جنګ د نوموړی فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل عصري چارې په پر له پسې توګه پرمختګ کړی، مادي ژوند په پر له پسې توګه غني او د خلکو د معنوي غوښتنې هم ورځ په ورځ زياتې شوی.

(اواز ١)

د سوسياليزم کولتوري چارې پوره پرمختګ ، د خلکو معنوي غوښتنې پوره کول، په تېره بيا د دوديز ملي کولتور ساتنه او پرمختګ د کولتوري ابادۍ او د هېواد پرمختګ په بهير کې يوه مهمه برخه ده. د هېواد د مجموعي ځواک د پياوړتيا له امله د دوديز کولتور د ساتنې کارونه د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.

نه يوازې حکومت د دوديز کولتور ساتنې ته په درنه سترګه ګوري، بلکی بېلا بېلو ځايونه هم د دوديز کولتور نوي والي ته پاملرنه کوي.

د اسيا خبري رسنيو ٩م فورم يعنې د اسيايي ښارونو درېيم فورم په تېر نومبر کې په چنګ دو ښار کې تر سره شو. د چين د شن جن د نړيوالو کولتوري چارو نندارتون او معاملې غونډه په تېر مې کې په شن جن کې تر سره شو. د بېلا بېلو کولتوري فورمونو او نندارتونونو د جوړېدو له امله د چين او نړۍ ترمنځ کولتوري تبادلې پياوړی شوی. د چين د سوداګرۍ د تشويقولو کميټې د سرمنشي مرستيال يو شياو دونګ د شن جن د نړيوالو کولتوري چارو په نندارتون کې وويل

(اواز ٢)

اوس د کولتوري چارو په اړه نندارتونونه او فعاليتونه ډېر زيات دي. د بېلګې په توګه ،د چاپ، مطبوعاتو او فلمونو په اړه نندارتونونه.

د چين په دوولسم پنځه کلن پلان کې ويل کېږي چې بايد عامه کولتوري او خدمتي سيسټمونه بشپړ شي او کولتوري چارې د هېواد د اقتصادي پرمختګ عمده چارې وګرځي. د شمېرنې ملي ادارې له شمېرنې سره سم، په ٢٠١٠ کال کې د چين د کولتور او اړوندو چارو د حقوقي شخصيتونو يونټونو د زياتوالي ارزښت له زر مليارډ يوانو څخه اوښتی چې د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې ٢ اعشاريه ٧٥ سلنه نيولی وه.

چين به د کولتوري نظام د اصلاحاتو بهير چټک کړي او د کولتوري سرچينو د ويشلو په برخه کې د بازار فعال رول ولوبوي چې د کولتوري چارو د سمسورتيا او پرمختګ لپاره غښتلی خوځنده ځواک برابر کړي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې ګوندي ښوونځی کارپوه شين مينګ وويل

(اواز ٣)

د نظامونو ضمانت مهم رول لري. له څو کلونو راهيسې د سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو نظامونو اصلاحات يو لړ پرمختګونه تر لاسه کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای