CRI Online

د مسکو ښاريان د تاريخي ځايونو د ساتلو لپاره کوښښ کوي

cri     (GMT+08:00) 2012-02-14 15:09:25

مسکو يو لرغونی ښار دی چې څه نا څه زر کلن تاريخ لري او په کې زيات شمېر مشهور تاريخي ځايونه پراته دي. نن ورځ د روسيې د سياسي او اقتصادي مرکز په توګه د مسکو ښاريان دغه شعار وړاندې کوی چې له خپل ښار څخه يو نړيوال پولي بازار جوړ شي. دغه راز د ښار د پرمختګ او د تاريخي ځايونو د ساتنې ترمنځ متوازنې پراختيا د مسکو خلکو د بحث وړ يوه مهمه مسئله ده .د لرغونې اثارو د ساتنې په اړه د روسيې د معمارانو ټولنې غړې مېرمن ارينا زايکا وويل د اقتصادي ګټې په پرتله د تاريخي ځايونو د ساتنې کارونه ډېر مهم دي.

(اواز ١)

تاريخي ځايونه د هر ښار يوه ستره برخه ده. نو بايد د دغو تاريخي ځايونو او د شاوخوا سيمو د تاريخي چاپيريال د ساتنې لپاره کوښښ وکړو. اوس مهال يو مهم کار د تاريخي ځايونو ټاکنه ده او يو نظام ته اړتيا لري چې دغه تاريخي ځايونه دې د کولتوري اثارو د هېواد د ساتونکو پروژو په ليسټ کې وټاکل شي.

د مېرمن زايکا په قول نوموړی ليسټ د پخوانی شوروی اتحاد په موده کې جوړ شوی چې د تاريخي اثارو د ټاکنې او د هېواد، سيمې او ښار په کچې يې ويشل کېږي چې د کولتوري اثارو د ساتنې څانګې له خوا اداری او ورځنی لګښت يې د مرکزي او سيمه ييزو حکومتونو له خوا لګېږي . په دې وروستيو کلونو کې د تاريخي اثارو د ساتلو په برخه کې د روسيې حکومت لګښت څه نا څه لس مليارډ امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. له دی امله چې تر اوږدې مودې راهيسې زياتېدونکي تاريخي ځايونه ترميمولو ته اړتيا لري، نو د بيا رغونې پانګې يې ورځ په ورځ زياتېږي او دا د روسيې حکومت په وړاندې يو سخت کار دی. زيات شمېر خلک وړانديز کوی چې د غښتلې ډلې او شخصيتونو په ځواکونو نوموړی تاريخي ځايونه وساتل شي.

د مسکو حکومت د کولتوري اثارو د مديريت مشر اليکزندر کيبويسکي د سي ار ای راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل نوموړی وړانديز معقول دی چې له يوې خوا د تاريخي ځايونو د ساتنې په اړه د ټولنې او خلکو جذبات به پيدا شي او له بلې خوا د تاريخي اثارو د ساتنې څانګې د پانګو د کمولی مسئلې به هم حل شي. خو د کيبويسکي په اند د دغه تدبير رول د ډېر لوبولو لپاره يو لړ بشپړو تګلارو ته لاهم اړتيا لري.

(اواز ٢)

زما په اند کيدای شي چې د پخوانی شوروی اتحاد له تجربو څخه په استفادې سره د تاريخي ځايونو د ساتنې سيمې جوړې شي. خو د موزيمونو په شان د ساتنې سيمې نه دي، بلکې يو ميکانيزم دی.

ښاغلي کيبويسکي زياته کړه اوس د مسکو په مرکز کې د يو شمېر لرغونو ودانيو د ساتلو کارونه پيل شوي دي . که څه هم له دغو ودانيو څخه د لوړپوړيو رستورنټونو او هوټلونو په توګه جوړ شوي، خو د باندينی تاريخي څېرې يې لاهم ساتل شوې دي. د مسکو حکومت د دې لپاره يوه ځانګړی کميټه جوړه کړه چې د دغو ودانيو د بيا ابادۍ او ترميمولو پروژو د څېړنې او منظورۍ کارونه تر سره کړي.

نن ورځ د مسکو حکومت نه يوازې د لرغونو ودانيو د ساتنې کارونو ته پاملرنه کوي،د کيبويسکي په مشرۍ د تاريخي اثارو ساتوونکي هم ښوونځيو ته ننوتلی دی چې ځوانانو ته د تاريخي ځايونو د ساتنې نظريې تبليغوی. ښاغلي کيبويسکي خبريال ته وويل په راتلونکي کې به د مسکو د تاريخي اثارو د ساتنې څانکې په مکرر ډول له بېلا بېلو ټولنو سره تبادله وکړي چې د تاريخي اثارو د ساتنې په اړه تبليغاتي عملونه تر سره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای