CRI Online

د خوب کارونو په نامه د امريکا د فلمونو شرکت په چين کې خپله څانګه جوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2012-02-21 20:27:23

د خبر له مخې، له امريکا څخه د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د ليدنې په وخت کې د خوب کارونو په نامه د امريکا د کارتون شرکت او د چينايانو د کولتوري چارو د پانګونې له صندق سره موافقه ليک لاسليک کړ چې د شانګهای د دونګ فانګ د مطبوعاتو ډلې شرکت او د شانګهای د ګډې پانګونې له شرکت سره يو ځای د چين په شانګهای کې د ختيځ د خوب کارونو په نامه د فلم او تلويزيون تخنيکي شرکت جوړ کړي. د اړوندو پوهانو په اند دغه پروژه په راتلونکی کې د چين د کولتوري چارو د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري چې د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د کولتوري اصلاحاتو لپاره لاپراخ بنسټ جوړ کړي.

د خوب کارونو په نامه شرکت په نړيوال فلمي بازار کې ، په تېره بيا د کارتوني فلمونو په برخه کې ستره اغېزه او نوم لري. د شرېک او د کونګ فو پنډا په نامه فلمونو د ټکټونو د پلورلو اندازې په نړۍ کې ډېرې زياتې دي. د چين د کولتوري چارو کارپوه او د چينګهوا پوهنتون د مطبوعاتو او خپرونې انسټيټوټ د دايمي چارو مرستيال يي هونګ نوموړی پروژۍ ته ډېره پاملرنه کوي. هغه وويل دغه پروژه به د نړيوالو تجربو د راجلبولو او د چيني توليداتو د صادرولو لپاره فعال رول ولري.(اواز ١)

له دې امله چې له اوږدې مودې راهيسې د نظريو او کولتوري دودونو په برخو کې توپيرونه شته، د چين کولتوري شرکتونو او بازارونو له بهرنيو هېوادونو سره همکاری کړی ، موږ د تګلارو په برخه کې يو شمېر محدوديتونه لرو.

د خوب کارونو په نامه شرکت به د هېواد د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د کولتوري اصلاحاتو د پرمختګ پلان تر خپرولو وروسته په کولتوري چارو کې د همکارۍ لومړنۍ نړيواله پروژه وي چې د نړيوالې ټولنې د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلې دي. په رسمي توګه د دغې پروژې له خپرولو مخکې د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې او فاينانشل ټايمز په ګډون د لوېديځ خبري رسنيو دغه خبر خپور کړ. ښاغلي ين هونګ وويل(اواز ٢)

چين به په راتلونکي کې د کولتوري چارو د پرمختګ په بهير کې لاپراخې تګلارې پلې کړي، دغه پروژه يوه نوې نښه ده چې نوی اهميت لري.

د خوب کارونو په نامه د شرکت له جوړېدو څخه څرګنديږي چې د چين کولتور له بهر سره تبادلې پياوړې کړي او د چين او د بهرنيو هېوادونو ترمنځ متقابلې پانګونې هم ګام په ګام زياتيږي.

په دې وروستيو ورځو کې د چين د مطبوعاتو او چاپ عمومي ادارې مشر ليو بين جيه خبري رسنيو ته د ٢٠١٢ کال د مطبوعاتو او چاپ د اصلاحاتو د پرمختګ عمده کارونه خپاره کړي. هغه وويل

(اواز ٣)

د تګلارو له لارې به په هېواد کې زموږ د خبري رسنيو او د چاپي تصديو ملاتړ وشي، نه يوازې ولسي يا شخصي شرکتونه به بهر کې پانګه واچوي او فابريکې به جوړې کړي چې بهر ته چيني کولتور خپور کړي.

د چينګهوا پوهنتون کارپوه ين هونګ په اند له دې څخه څرګنديږي چې د کولتوري چارو د راتلونکي پرمختګ په بهير کې به چين لاپراخې تګلارې پلې کړي او نړۍ ته به چيني کولتور معرفي کړي.

د چين د دوولسم پنځه کلن پلان د کولتوري اصلاحاتو د پرمختګ پروګرام تر خپرېدو وروسته د کولتوري چارو د وارداتو او صادراتو واقعي عملونه پيل شوي او دا هم له کولتوري چارو څخه د غښتلي چين د جوړېدو په بهير کې مهم محتويات دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای