CRI Online

له امريکا څخه د شي جين پينګ ليدنه د چين او امريکا ترمنځ د کولتوري همکارۍ او تبادلې لپاره خوځنده ځواک برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2012-02-29 15:03:52

د فبرورۍ په ١٨ نېټه له امريکا څخه د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ ٥ ورځنۍ ليدنه پای ته ورسېده. د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو د ده ليدنې فعاله ستاينه وکړه، په تېره بيا ښاغلي شي جين پينګ د چين او امريکا ترمنځ د کولتور او ښوونې تبادلې ته ډېره پاملرنه کوي. له امريکا څخه د شي جين پينګ د ليدنې په بهير کې چين او امريکا د نړيوال سوداګريز سازمان د فلم په اړه مسئلو د حل لپاره د ياددشت په هکله موافقې ته رسېدلی او د چين تصديو او د خوب کارونو په نامه د فلمونو د جوړولو شرکت سره تړون هم لاسليک کړی. له دې څخه څرګندېږي چې د سات تېري او تفريحي په چارو کې د چين او امريکا ترمنځ همکاری په رسمي توګه پيل شوی چې نه يوازې له اوږدې مودې راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز کسر د حل، بلکې نړۍ ته د چيني کولتور د خپرېدو او د لوېديځ او ختيځ کولتور ترمنځ د تبادلې لپاره ډېر ګټور دی.

د امريکا د ولسمشر مرستيال جوبايډن د روانې مياشتې د ١٧ نېټې په شپه اعلان وکړ چې چين او امريکا په همدې ورځ امريکا ته د چين د فلمي بازار د نور هم ورخلاصي په اړه مهم موافقه ليک تر لاسه کړ چې له دې امله به په امريکا کې د فلمونو د صادراتو په اړه کاري فرصتونه زيات شي او په چين کې د امريکا د فلمونو د جوړوونکو حقونه او ګټې به نورې هم وساتل شي.

په همدې ورځ د امريکا د خوب کارونو په نامه کارتوني شرکت د چينايانو د کولتوري چارو د پانګونې صندق په ګډون له يو شمېر څانګو سره موافقه ليکونه لاسليک کړل. د خوب کارونو په نامه شرکت به د شانګهای د ختيځ د مطبوعاتو ډلې شرکت او د شانګهای د ګډې پانګونې له شرکت سره يو ځای د چين په شانګهای ښار کې د شانګهای د ختيځ د خوب کارونو په نامه د فلم او تلويزيون تخنيکي شرکت جوړ کړي. په پيل کې به د ٣٣٠ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګې ولګول شي. د نوموړو موافقه ليکونو لاسليکول د چين د کولتور او سات تېری بازارونو د نورهم ورخلاصۍ يوه نښه ده .

د خبر له مخې، اوس د چين د فلمي بازار ستر دی او په چټک ډول پرمختګ کوي. په تېر کال کې په چين کې د فلمونو د پلورلو عايدات ٢ مليارډ او سل مليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. د امريکا د سوداګرۍ استازي رون کريک وويل د امريکا د فلم کاري دفترونو او د ځانګړي فلمي جوړوونکو په اند چيني بازار په نړۍ کې ډېر مهم دی، خو د چين ګمرکي ماليات او په نړيوال سوداګريز سازمان کې د امريکا په وړاندې د ننګونو له امله په چين کې د فلم په برخه کې د امريکا عايدات ټيټ شوی او د نوموړی موافقه ليک له لارې به دغه حالات ښه شي.

د اټکل له مخې، د چين او امريکا ترمنځ د فلمي بازارونو د ورخلاصۍ له امله به لومړی په دغه برخه کې سوداګريزه اندازه زياته شي. له اوږدې مودې راهيسې د چين سوداګريزه لانجه ستر سوداګريز کسر دی، چيني بازار ته د امريکا فلمونو د ننوتلو له لارې به د امريکا صادرات په ښکاره توګه زيات شي.

خو امريکا يوازنۍ ګټه اخيستونکی نه دی. له دې مخکې چين د دوولسم پنځه کلن پلان د کولتوري اصلاحاتو د پرمختګ پروګرام خپور کړ چې د کولتوري چارو تصدۍ به د راجلبولو او بهر ته د ننوتلو له لارې د خپل کولتور نرم ځواک پياوړی کړي او دا د کولتور له لارې د غښتلي چين د جوړېدو د ستراتيژۍ يوه مهمه برخه ده.د چين او امريکا ترمنځ د فلمي چارو د همکارۍ له لارې به هم د نړيوالو بازارونو د مقرراتو د منلې لپاره ګټور وي او په دې برخه کې چين هم ګټه اخيستونکی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای