CRI Online

کولتوري اختراع نړۍ ته د چيني کولتور د ننوتلې لپاره لازياتې لارې برابرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2012-03-15 20:32:09

د چين صدراعظم ون جيا باو د روان کال په حکومتي کاري رپوټ کې وويل بايد د کولتور د پرمختګ او سمسورتيا بهير چټک شي چې کولتوري چارې به د ملي اقتصاد عمده چارې وګرځي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس جيا چينګ لين د ٢٠١٢ کال د دغي کميټې کارونو د ترتيبولو په وخت کې بهر ته د کولتور د ننوتلو په اړه ستراتيژيک پلان تائيد کړ. د چين د دوو سترو غونډو په موده کې استازيو د کولتوري نظام د اصلاحاتو او بهر ته د چيني کولتور د ننوتلو په اړه فعال وړانديزونه کړي دي، له دې څخه څرګندېږي چې د چين پرېکړه جوړوونکي د کولتوري نظام اصلاحاتو ته ډېره پاملرنه کوي چې د چيني کولتور د اختراع او پرمختګ او بهر ته د چيني کولتور د ننوتلو لپاره ښه فرصتونه برابر کړي.

د چين د اصلاحاتو تګلارې له پلي کېدو راهيسې د کولتوري توليداتو ډولونه او شمېر په پر له پسې توګه سمسور شوی دی. خو د اوسنی نړيوال کولتور په چوکاټ کې د چين کولتور لومړنی ستره اغېزه نه لري او لامل يې د کولتوري اختراعي ځواک کمزورتيا ده، نو بايد د نظام له لحاظه د کولتوري اختراع وهڅول شي او د کولتور توليدي توان ازاد شي. د بېجينګ پوهنتون د کولتوري چارو انسټيټوټ غړي کارپوه شياو ينګ وويل د نظام د اصلاحاتو له لارې به د چين کولتوري چارې خلاص بازار ته ننوځي چې د اختراعي توان د پر له پسې رامنځته کېدو لپاره به ګټور وي.

(اواز ١)

زموږ د دوديز کولتوري توليدي نظام په واقعي توګه متحدې او د پلاني اقتصادي توليدي لارې چارې دي .د کولتوري نظام تر اصلاحاتو وروسته کولتوري توليدات په واقعي توګه خلاص بازار ته ننوتلی دی.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي او د فنګ هوانګ تلويزيون د شرکت مشر ليو چانګ له د روان کال په وړانديز کې هيله څرګنده کړه چې د شخصي کولتوري تصديو ملاتړ زيات شي .ځکه چې د شخصي تصديو اختراعي توان لاغښتلی دی. له دې څخه څرګندېږي چې د کولتوري نظام د اصلاحاتو په وړاندې کولتوري اختراع د چين د کولتوري پرمختګ په بيهر کې د مهم ټکي مسئلې په توګه وګرځي.

په عين وخت کې د کولتوري نظام اصلاحات هم بهر ته د چيني کولتور د ننوتلو لپاره ښه چاپيريال برابر کړی. د کولتوري نظام اصلاحاتو د پياوړتيا په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په پرېکړه ليک کې ويل شوی چې بايد نړۍ ته د چيني کولتور د ننوتنې ، د نړيوال تمدن په خبرو اترو کې د پراخ ګډون ، په کولتوري برخه کې د متقابلې تبادلې او په نړۍ کې د چيني کولتور اغېزې د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي. د کارپوه شياو ينګ په اند د چيني کولتور په وړاندې نه يوازې چيني بازار، بلکې لازيات نړيوال کولتوري بازارونه دي. د کولتوري نظام اصلاحات او ورخلاصون نړيوال بازارونو ته د چيني کولتور د ننوتلو لپاره لازياتې لارې برابرې کړي.(اواز ٢)

د نړيوال کېدو په زمانې کې بهر ته زموږ د کولتور د ننوتلو دروازه بايد ونه تړي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې زيات شمېر غړيو وويل اوس په نړۍ کې د چيني کولتور په اړه پېژندنې او نظريې هر اړخيزې نه دي. زيات وګړي د چيني کولتور د يادونې په وخت کې يوازې د کونفسيوس په اړه معلومات لري چې د اوسنی چيني کولتور په اړه پوره معلومات نه لري. دچين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي او د ادبي او هنري ګډې ټولنې مرستيال فنګ جي څای وويل په فعاله توګه اختراعي توان پياوړتيا، کولتوري تبادلې ته پاملرنه کول او بهر ته د چيني کولتور ننوتل د مهم ټکي مسئلې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای