CRI Online

د بيجينګ اوپيرا پرمختګ او نوښت

cri     (GMT+08:00) 2012-04-20 10:28:49

له ١٧٩٠ کال څخه تر اوسه پورې چې بېجينګ ته د هوی بان هنري ډله ورسېده، د بېجينګ اوپېرا څه د پاسه ٢٠٠ کلنه لار وهلې ده. په ٢٠٠ کلونو کې د بېجينګ اوپېرا په چټک ډول پرمختګ کړی چې ګام په ګام خپل سبک رامنځته شوی او په ٢٠ پيړۍ کې يې د ملي کولتور د جوهر په توګه بلل شوې ده. خو اوس د نورو دوديزو هنرونو په شان د بېجينګ اوپېرا پرمختګ له ننګونو سره مخامخ دي چې لازياتې پاملرنې او هڅونې ته اړتيا لري.د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به موږ په ګډ د بېجينګ اوپېرا د پرمختګ او نوښت بهير ته پاملرنه وکړو.

په دې وروستيو ورځو کې د ٢٠١١ کال د تايوان تنګي د دواړو غاړو په شمول د ٤ ځايونو د چيني اوپيراګانو د هنر د خپرونې او پرمختګ په فورم کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميتې مرستيال ، د چين د ادبي او هنري ګډې ټولنې مشر او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په اړه د بېجينګ او کون چوی اوپيراګانو د فتر مدير سون جيا جنګ د چين د دوديزو اوپيراګانو په وړاندې د ستونزو د يادونې په وخت کې داسې وويل

(اواز ١)

اوس د چين د اوپيراګانو پرمختګ له سترو ننګونو سره مخامخ دی، د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تر پلي کېدو وروسته د رنګارنګ معلوماتو خپريدا دوديز کولتور ته ستر ضربت رسولی دی.موږ دندې لرو چې په پوره توګه د دوديزو اوپيراګانو د خپرونې او پرمختګ لپاره کوښښ کوو.

د بېجينګ اوپيرا د چين ملي خزانه ده چې د موسيقۍ، ادب او تاريخ په ګډون د چين هنري ډولونه ټول د بېجينګ اوپيرا له لارې څرګندېږي.که څه هم د نورو هنرونو په پرتله د بېجينګ اوپيرا ٢٠٠ کلن تاريخ اوږد نه دی، خو بېجينګ اوپيرا نه يوازی دا چې د تاريخي اثارو په شان په موزيم کې ساتل نه کېږي، بلکې د هنرمندانو د نندارې له لارې په ميراث اخيستل کېږي. په ډېرو عصري هنرونو کې د بېجينګ اوپيرا د ښه پرمختګ لپاره په دې وروسيتو کلونو کې د هېواد اړوندو څانګو او د اوپيراګانو ځانګړو شخصيتونو زيات نوښتونه او ازموينې تر سره کړي . د چين د اوپيراګانو پوهنځی د بېجينګ اوپيرا د څانګې مدير جانګ ياو وويل(اواز ٢)

که ځوانان غوازي چې د بېجينګ اوپيرا په اړه اړوند معلومات تر لاسه کړي. د حکومت اړوندې څانګې بايد دوی ته مناسب ميدان برابر کړي.

د ٢٠٠٤ کال په اپرېل کې د مو دان تينګ په نامه د کون چوی اوپيرا چې خاص د ځوانانو لپاره طرح شوي، په نړۍ کې ولوبيده او د نندارچيانو له خوا ورته تود هرکلی وويل شوه. د يو شمېر خبري رسنيو د خبر له مخې، د دغه ډول د کون چوی اوپيرا نندارچيانو عمرونه ٣٠ ټيټ شوي او له دې لارې ځوانانو دوديز اوپيرا منلې ده.

خو د يو شمېر څېړونکو په اند د بېجينګ اوپيرا بايد خپل هنري سبک وساتي او دا د ځوانانو د منلو لپاره يو بهير دی چې دوديزې اوپيراګان وګوري. د اختراع په وخت کې بايد دوديزې نظريې وساتل شي او دا هم د اوپيرا زياتو هنرمندانو او کارپوهانو ګډې نظريې دي.د چين د بېجينګ اوپيرا مشهور هنرمند يه شاو لان وويل

(اواز ٣)

خبر دا نه ده چې بايد نور هنري سبکونه راجلب نه شي، خو بايد د بېجينګ اوپيرا له هنري لارې چارې نندارې ته وښودل شي.د بېجينګ اوپيرا خپل ځانګړی ابتکاري اصل لري.

د بېجينګ اوپيرا د پرمختګ په پيل کې د پر له پسې اصلاحاتو له لارې ګام په ګام رامنځته شوی يو نوی ډول اوپيرا رامنځته شوې ده چې خپرونه او اختراع د دغه اوپيرا د پرمختګ دايمي موضوع ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای