CRI Online

د لنډن د کتابونو نندارتون به د چين او بريټانيا ترمنځ د کولتوري تبادلې نظام ټينګ کړي

cri     (GMT+08:00) 2012-04-21 19:57:16

د لنډن د کتابونو نندارتون د اپرېل په ١٦ نېټه پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون غړي لي چانګ چون چې اوس له بريټانيا څخه پر خپلې ليدنې بوخت دی، د ١٥ نېټې په شپه د عمده مېلمه هېواد په توګه د چين د فعاليتونو په پرانيستونکو مرامسو کې ګډون درلود او په خپله وينا کې يې هيله څرګنده کړه چې د عمده مېلمه هېواد د فعاليتونو له لارې به د چاپ او کولتور په برخو کې د چين او بريټانيا ترمنځ تبادله او همکاری پياوړې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم او دوستی به نوره هم ټينګه شي.

ښاغلي لي چانګ چون د لنډن د کتابونو نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

(اواز ١)

د لنډن د کتابونو نندارتون په نړۍ کې يو ډېر مهم نندارتون دی . چين د دغه نندارتون د عمده مېلمه هېواد په توګه د بېلا بېلو هېوادونو د چاپونې چارو دوستانو ته يو ميدان برابر کړی چې په خپلو سترګو چيني کولتور احساس کړي شی.

د لنډن د کتابونو لومړی نندارتون په ١٩٧١ کال کې جوړ شو چې يوازی د فرانکفورټ د کتابونو تر نندارتون وروسته په نړۍ کې د کتابونو د چاپ حق د معاملې دوهمه نړيواله غونډه او د هر کال د پسرلي په موسم کې په اروپا کې د چاپ چارو تر ټولو يوه ستره غونډه هم ده. له ٢٠٠٤ کال څخه په دغه نندارتون کې د پاملرنې وړ بازار په نامه د عمده مېلمه هېواد فعاليتونه جوړ شوي چې په کې د عمده مېلمه هېواد او سيمې د کتابونو د نندارتون له لارې د خپل هېواد غوره کتابونه او ليکوالان تبليغ شوي چې په هر اړخيزه توګه په نړۍ کې د عمده مېلمه هېواد او سيمې کولتوري اغېزه لوړه شي.په تېرو ٤ کلونو کې عمده مېلمه هېوادونه په جلا جلا توګه د عرب ليګ هېوادونه، هند، جنوبي افريقا او روسيه وو. روان کال چين د لومړي ځل لپاره د عمده مېلمه هېواد په توګه په دغه نندارتون کې ګډون کوی. د لنډن د کتابونو نندارتون مسؤلې مېرمن ويبستر وويل(اواز ٢)

په تېرو څو کلونو کې د چين د چاپ په چارو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي. اوس د چين د کتابونو د چاپ شمېر په نړۍ کې ډېر ستر دی. په تېرو ٢٠ کلونو کې د بريټانيا او چين ترمنځ نژدې همکاری ساتل شوې ده.

په دې وروستيو کلونو کې د چين د چاپ چارې د بازاري، صنعتي او نړيوال کېدو کچه په پر له پسې توګه لوړه شوې. د چين او بريټانيا اړوندو شخصيتونو له خبريالانو سره د مرکو په وخت کې باور څرګند کړی چې د دغه نندارتون له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ کولتوري راکړی ورکړی پياوړی شي.

د چيني ډول منظرې يعنې د عکسونو نندارتون د لنډن د کتابونو نندارتون د عمده مېلمه هېواد چين د لومړنی نندارتون په توګه د روانې مياشتې په ١٢ نېټه د لنډن پوهنتون د اسيا او افريقا په انسټيټوټ کې پرانيستل شو چې په کې ښودل شوي عکسونه د چين د فو دان پوهنتون د بينايي کولتور څېړنيز مرکز د مرستيال ګو جنګ له خوا د چين د معاصرې عکاسۍ هنر په نامه کتاب کې انتخاب شوي دي چې دغه کتاب په ٢٠١١ کال کې د چين د ځوانانو د چاپونې ادارې له خوا له چاپه ووت .

د دغه نندارتون عمده طرح کوونکي ګو جنګ په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

(اواز ٣)

د چين د معاصرې عکاسۍ هنرپه نامه کتاب د تاليف بهير ٢ کلونه دوام درلود او موخه يې دا ده چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو راهيسې د چين د معاصرې عکاسۍ په هنر کې بدلون او پرمختګ وښودل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای