CRI Online

د پوهنې د تمليکي حق په اړه د چينايانو پاملرنې زياتې شوي

cri     (GMT+08:00) 2012-04-26 20:25:51

هر کال د اپرېل ٢٦ نېټه د پوهنې د تمليکي حق له نړيوالې ورځې سره برابره ده. چين د روانې مياشتې له ٢٠ نېټې څخه تر ٢٦ نېټې پورې د پوهنې د تمليکي حق د اوونۍ په اړه يو لړ فعاليتونه تر سره کړي دي. له څو کلونو راهيسې چين د پوهنې د تمليکي حق د ساتنې او تبليغاتو ته زياتې پاملرنې کړې چې ټولنې او خلکو ته يې لازيات بدلونونه رسولي او د پوهنې د تمليکي حق په اړه د خلکو نظريې او ادراک هم په پر له پسې توګه زيات شوی دي.

روان کال د پوهنې د تمليکي حق د دولسمې نړيوالې ورځې اصلي موضوع مستعد نوښتګران دي .په ٢٠٠٠ کال کې چين او الجزاير په ګډه د پوهنې د تمليکي حق نړيوال سازمان ته وړانديز کړی چې د پوهنې د تمليکي حق نړيواله ورځ وټاکل شي.هر کال د چين حکومت او ټولنيز سازمانونه يو لړ فعاليتونه تر سره کوي او په متمرکز ډول د پوهنې تمليکي حق تبليغ کوی. د چين د پوهنې د تمليکي حق ادارې د دفتر مرستيال هان شيو چنګ وويل(اواز ١)

د پوهنې د تمليکي حق په اړه هغه کولتوري نظريه چې د پوهنې ، نوښت او قانون مراعات کوی، د خلکو اګاهانه شعور او د عمل اصل ګرځېدلی چې د هېواد د نوښت لپاره ښه ټولنيز چاپيريال برابر شی .

دغه ډول تبليغات هم د چين ټولنې ته بدلونونه رسولي دي. اوس د ساينس او ټېکنالوژۍ، سوداګرۍ، کولتور او فلمونو په زياتو ساحو کې د پوهنې پر تمليکي حق باندې د تېري کولو قضيې لازياتېږي. د چين د سترې ولسي محکمې د اعلان شوې شمېرنې له مخې، په ٢٠١١ کال کې د پوهنې د تمليکي حق په اړه د بېلا بېلو کچو ولسي محکمو له خوا د منل او محاکمه شويو قضيو شمېر په جلا جلا توګه ٥٩ زرو او ٦ سوو او ٥٨ زرو او ٢ سوو ته رسېدلی چې د ٢٠١٠ کال په پرتله څه نا څه ٤٠ سلنه زيات شوی دی. د چين د سترې ولسي محکمې وياند سون جيون ګونګ وويل(اواز ٢)

په ٢٠١١ کال کې د بېلا بېلو کچو ولسي محکمو د چاپولو حق په اړه ٣٥زره او ١٨٥ قضيې منلي دي چې د وړم کال په پرتله ٤٢ اعشاريه ٣٤ سلنه زيات شوی دی. د انټرنيټي تخنيکونو د کارولو په اړه د پوهنې د تمليکي حق په اړه اړوندې لانجې د ډېرې پاملرنې وړ دي او دا يو مهم کار ګرځي چې د پوهنې د تمليکي حق ساتنه او د نوی سوداګريزې لارې چارې د پرمختګ له ګټې سره برابر شي.په تېره بيا انټرنيټي چارې په چټک ډول پرمختګ کوي چې د انټرنيټ په اړه قصيې د پوهنې د تمليکي حق په قضيو کې لازياتې برخې نيسي.

د پوهنې د تمليکي حق د ساتنې په اړه د خلکو نظريې پياوړې شوي او د حکومت اړوندې څانګې هم په پر له پسې توګه د نويو حالاتو په وړاندې د قوانيو د تطبيق چاپيريال د ښه والي لپاره کوښښ کوي. د تېر مارچ په پای کې د بېلا بېلو خواوو د نظريو اورېدلو لپاره د چين د چاپولو حق د قانون مسوده ټولنې ته اعلان شوی چې دغه مسوده د ډېرې پاملرنې وړ ده. د چين د چاپونې حق د ادارې چارواکې دوان يو پينګ وويل(اواز ٣)

د نويو تخنيکونو په تېره بيا د انټرنيټي تخنيکونو د پرمختګ په بهير کې د يو شمېر ننګونو د لېری کولو لپاره موږ په واقعي توګه په ٢٠٠٦ کال کې د صادر شوی مالوماتي شبکې د خپرونې حق په اړه ځينې محتويات په قانون کې درج کړي دي.

روان کال د چين د پوهنې د تمليکي حق په تبليغاتي اوونۍ کې د هېواد د چاپونې حق ادارې د نويو تخنيکونو له لارې فعاليتونه تر سره کړي. بر سېره پر دې، د حکومت نورو څانګو هم يو لړ اړوند فعاليتونه جوړ کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای