CRI Online

د ٢٠١٢ کال د يوسو نړيوال نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2012-05-27 17:40:06

د مې ١٢ نېټه د ٢٠١٢ کال د يوسو نړيوال نندارتون د لومړنۍ علني ورځ وه چې د کوريا جمهوريت ، جاپان او چين په ګډون د څو هېوادونو څه د پاسه ٣٠ زره سيلانيان له دغه نندارتون څخه د ليدنې لپاره د کوريا جمهوريت جنوب يوسو ښار ته ورسېدل.د چين د نندارتون اصلي موضوع له سمندر سره د انسانانو نژدی تړاو دی او تر اوسه پورې د بېلا بېلو ځايونو د سيلانيانو د هرکلی تياريانې نيول شوې دي.

د چين د نندارتون ځای د ارام سمندر د نندارې په سيمه کې پروت دی او پراخوالی يې د ډېرو لويو نندارتونونو په کتار کې دی. د چين د نندارتون مشر جاو جن ګه وويل د چيني نندارتون موخه دا ده چې نړۍ ته د چين هغه بڼه وښودل شي چې د ساينس له لارې يې د سمندري چارو د پرمختګ او د خلکو او سمندر ترمنځ د همغږۍ اړيکې د جوړولو لپاره کوښښ کړی او کوي يې.

(اواز ١)

زموږ د چيني نندارتون پراخوالی يو زر ٢ سوه او ٤١ مربع متره دی او د KTX د اورګاډي تم ځای ته نژدې واقع دی.

د چين نندارتون د سمندري څپې، سرچينې او مينې په نامه له درېيو نندارتونونو څخه جوړ شوی چې د سمندرونو او سمندري سواحلو د کارونې او ساتنې او د سمندر پېژندنې او کولتور ٣ موضوعات نندارې ته وړاندې کوي.د سمندري څپې په نندارتون کې د ډولفين د خوځنده ځواک تياتر جوړېږي او په يو وخت کې به ١٤٠ تنه نندارچيان په کې د سمندري سندرې په نامه فلم وګوري چې د چين د فلم جوړولو ګروپ په خاص ډول د يوسو نړيوال نندارتون لپاره جوړ کړی.ښاغلي جاو جن که وويل

(اواز ٢)

موږ په يو لنډ فلم کې د کب نيونې په يو کلی کې د يوې نجلۍ او دولفين ترمنځ کيسه انځور کړې او له دې لارې د سمندر د ساتنې او له سمندر سره د چينايانو مينه او پاملرنه څرګندېږي.

د چيني نندارتون مشر جاو جن ګه وويل د نړيوال نندارتون په موده کې به د چين ١١ ساحلی ولايتونو او ښارونو استازي هم د بلنې له لارې په يو لړ فعاليتونو کې ګډون وکړي چې نړۍ ته د چين ځانګړی سمندري کولتور او د سمندري چارو پرمختګونه وښيي.

(اواز ٣)

د بېلا بېلو خواوو له سلامشورې سره سم د جون ٢٨ نېټه د ٢٠١٢ کال د يوسو نړيوال نندارتون د چيني نندارتون د ورځې په توګه وټاکل شي. هغه مهال به د چين دولتي مشران د چيني نندارتون د نمانځې لپاره په يو لړ فعاليتونو کې ګډون وکړي.بر سېره پر دې، موږ به هم لويې کولتوري نندارې جوړې کړو.د چين ١١ ولايتونو او ښارونو استازي به د ډول ډول سوداګريزو فعاليتونو، کولتوري نندارو او د نامادي کولتوري اثارو د نندارتونونو له لارې نړۍ ته د چين غوره دوديز کولتورونه وړاندې کړي.

د کوريا جمهوريت د سيول سيلاني لي جين وو خبريال ته وويل (اواز ٤)

په چيني نندارتون کې د ښودل شوي فلم تر کتنې وروسته دا احساس لرم چې د طبيعت د ساتنې په اړه زموږ کوښښونه کافي نه دي .

د اټکل له مخې، د ٢٠١٢ کال د يوسيو نړيوال نندارتون به څه نا څه ١٠ مليونه سيلانيان راجلب کړي چې په کې څه نا څه ٥٠٠ زره تنه به بهرنيان وي. دغه نندارتون ٩٣ ورځو ته دوام لري. له لومړنۍ شمېرنې سره سم، د دغه نندارتون د پرانيستلو په لومړۍ ورځ څه د پاسه ٣٤ زره سيلانيان راغلی دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای