CRI Online

په چين کې د ملي لږکيو کولتور سمسور پرمختګ موندلی دی

cri     (GMT+08:00) 2012-05-27 17:40:23

د چين د قومي چارو دولتي کميټې د مدير مرستيال دان جو انګ بن د می په ١٧ نېټه په بېجينګ کې وويل د هېواد د پاملرنې او ملاتړ له امله د ملي لږکيو کولتور سمسور پرمختګ موندلی او نوي برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

ښاغلي دان جو انګ بن په همدې ورځ د دولتي شورا په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل په چين کې زيات قومونه شته او د ملي لږکيو کولتور د چيني کولتور يوه مهمه برخه ده.د ملي لږکيو کولتور ساتنه او خپرونه د متنوعو کولتورونو د ساتنې او پرمختګ، د چيني کولتور خوځنده ځواک د پياوړتيا، د ملي لږکيو او د قومي سيمو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د بېلا بېلو قومونو د ګډې سمسورتيا لپاره ګټوره ده. له نوې پيړۍ راهيسې چين د ملي لږکيو کولتور د ساتنې کارونه پياوړی کړي ،په پر له پسې توګه يې اړوندې تګلارې ټينګې کړي او لازياتې پانګې يې اچولی دی.

(اواز ١)

د ملي لږکيو غوره دوديز کولتور په موثره توګه ساتل او مروج او چيني کولتور لا رنګارنګ شوی دی.د ملي لږکيو کولتوري او هنري خلاقيت او توليد ورځ په ورځ غوړيږی او د بېلا بېلو قومونو خلکو روحي او کولتوري ژوند هم ورځ په ورځ ځليږی.په قومي سيمو کې عامه کولتوري خدمتي سيسټمونه په بنسټيزه توګه بشپړ شوي او د خلکو بنسټيز کولتوري حقونه په واقعي توګه ضمانت شوی دی.

د چين د قومي چارو دولتي کميټې د مدير مرستيال دان جو انګ بن وويل د ملي لږکيو کولتور د خپرونې په بهير کې هم له يو شمېر ستونزو او مسئلو سره مخامخ شوی ، د بېلګې په توګه د ملي لږکيو پر چارو بنسټيزې پانګونې کمزورې دي.

(اواز ٢)

ښايي چې دوستان دا احساسات لري چې د ملي لږکيو د کولتور او هنر ځانګړی استعداد لرونکو شمېر لږ دی، د ملي لږکيو کولتوري او هنري توليداتو کيفيت لوړ نه دی او د ملي لږکيو د کلتوري سازمانونو د سيالۍ توان غښتلی نه دی.

ښاغلي دان جو انګ بن وويل اوس د ملي لږکيو د کولتوري پرمختګ حالت د بېلا بېلو قومونو خلکو د روحيې، د قومي سيمو د چټک پرمختګ، د سوسياليزم د بازاري اقتصاد نظام د اصلاحاتو او د عصري کولتور د پرمختګ له غوښتنو سره سمون نه خوري.حکومت بايد دې ته زياته پاملرنه وکړي او اړوند تدبيرونه دې ونيسي.

په چين کې ١١٣ مليونه تنه قومي وګړي ژوند کوي، په دې وروستيو کلونو کې بېلا بېلو ځايونو په موثره توګه د ملي لږکيو د کولتوري پرمختګ لپاره ترتيبات نيولي دي چې په ځينو ولايتونو کې د کولتوري بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ لپاره ځانګړې پانګې جوړې شوی او د استعداد لرونکو کسانو د روزنې کارونه چټک شوي. د کولتوري نظام په اصلاحاتو کې نوي برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.(اواز ٣)

لنډه دا چې د ٣ برخې کارونه ښه تر سره شوي دي: لومړۍ، ملي کولتوري کارونه او پرمختګ د بېلا بېلو کچو حکومتونو په اجنډاګانو کې وارد شوي دي، دا ډېر مهم دی. دوهم، د ملي کولتوري پرمختګ پلانيز او مجموعي او ستراتيژيکی ډيزان پياوړی شوی . درېيم ، يو شمېر بنسټيزې مسئلې په واقعي توګه حل شوی دي .

د خبر له مخې، د ملي لږکيو د څلورمې دورې ګډه هنري ننداره به د جون له ٧ نېټې څخه د جولای تر ٦ نېټه پورې په بېجينګ کې تر سره شي.له نوې پيړۍ راهيسې په چين کې په وار سره په ٢٠٠١ او ٢٠٠٦ کال کې د ملي لږکيو دوهمې او درېيمې دورې هنري نندارې جوړې شوي دي. ښاغلي دان جو انګ بن وويل د څلورمې دورې په هنري ننداره کې به ٤١ نندارې ته وړاندې شي چې زيات شمېر يې د ملي لږکيو هنرمندانو له خوا ولوبيږی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای