CRI Online

چين به په شيجيانګ کې د اسيا او اروپا ترمنځ د دوهمې دورې نندارتون تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2012-05-28 17:17:57

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مې په ٢٥ نېټه خبر ورکړ چې د چين، اسيا او اروپا ترمنځ د دوهمې دورې نندارتون به د راتلونکي سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه تر ٥ نېټې پورې د شينجيانګ په اروموچي ښار کې تر سره شي. د دغه نندارتون اصلي موضوع همغږۍ پرمختګ او د ګډې همکارۍ پر بنسټ ګټه اخيستل دي چې په کې به د چين او بېلا بېلو اسيايي او اروپايي هېوادونو غوره توليدات وښودل او د بېلا بېلو هېوادونو د پانګونې تګلارې او سيلانيز چاپيريال به ورپېژندل شي.

د نوموړی نندارتون د جوړېدو په ورځو کې به د چين ، اسيا او اروپا ترمنځ د اقتصادي همکارۍ فورم او د وزيرانو په کچه څو فورمونه ، د چيني او بهرني کولتور د نندارې اوونۍ او د معاملې او پانګونې يو لړ فعاليتونه تر سره شي. د چين د سوداګرۍ د وزير مرستيال لي جين ځاو په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل د چين، اسيا او اروپا ترمنځ نندارتون به په اقتصادي او سوداګريزو، ټرانسپورټي، کولتوري او سيلانيزو برخو کې د بېلا بېلو اسيايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ لپاره يو مهم ميدان برابر کړي.(اواز ١)

د ياد نندارتون د جوړېدو له لارې به د شينجيانګ د اصلاحاتو او ورخلاصون او د عصري کېدو بهير چټک شي، د بېلا بېلو اسيايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ اړيکې به نژدې شي او د سيمه ييزې سولې ، سمسورتيا، ثبات او ګډ پرمختګ لپاره به هم ګټور وي.

د چين د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې ادارې سيمې پراخوالی يو مليون او ٦٦٠ زره مربع کيلو مترو ته رسېږي چې د چين د خاورو يو پر شپږمه برخه نيسي او له ٨ هېوادونو سره ګډې پولې لري چې په تاريخ کې د ورېښمو په لرغونې لار کې يوه مهه معبر و. اوس د شينجيانګ اقتصاد په چټک ډول پرمختګ کوي چې د چين او بېلا بېلو اسيايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ يو پل ګرځېدلی دی.

لوېديځ ته د چين د ورخلاصون سويې د لوړتيا لپاره به شينجيانګ لوېديځ ته د چين د ورخلاصون تکيه ګاه وګرځي. د اروموچي د اقتصاد او سوداګرۍ معاملې غونډه چې ١٩ کاله دوام لري، په ٢٠١٠ کال کې د چين د حکومت له خوا د چين ، اسيا او اروپا ترمنځ د دولت په کچه يو نړيوال نندارتون جوړ شو. د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې ادارې سيمې د رئيس مرستيال شه دا ګانګ وويل د دغه نندارتون په موده کې به د نړۍ، هانګ کانګ ، مکاو او تايوان ، چين ، شينجيانګ ، د ځانګړو توليداتو، د لوړ او نوی تخنيکي مرکز او د اقتصادي تخنيکي مرکز په ګډون د نندارې ٦ ځايونه جوړ شي. د لومړنۍ دورې نندارتون په پرتله په راتلونکي نندارتون کې د چيني او بهرنيو نندارچيانو د ګډون جذبات به نور لوړيږی. (اواز ٢)

د چين، اسيا او اروپا ترمنځ د دوهمې دورې نندارتون په جوړېدو به د مشرانو ترمنځ تګ راتګ ، کولتوري تبادلې او د اقتصاد او سوداګرۍ يو لړ فعاليتونه تر سره شي او عمده فورم د چين، اسيا او اروپا ترمنځ د اقتصادي پرمختګ او همکارۍ دوهمې دورې فورم دی. موږ به په پر له پسې توګه د شانګهای همکارۍ سازمان د سوداګريزې ورځې او د هېواد په بهر کې د چيني سوداګرانو او د شينجيانګ د پرمختګ فورم جوړ کړو.

ښاغلي شه دا ګانګ وويل نړيوال سازمان به هم يو لړ مهم فعاليتونه تر سره کړي. د م م د صنعتي پرمختګ سازمان به د اسيا او اروپا ترمنځ د نوي ځمکني پل په نامه د شنو صنايعو د پروژو پرانيستونکی مراسم تر سره کړی. د م م د اسيا او ارام سمندر د اقتصاد او ټولنې کميټه به د شمال ختيځې او منځنۍ اسيا سيمې د انرژۍ د موثريت د کارپوهانو غونډه جوړه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای