CRI Online

په شينجيانګ کې رنګارنګ کولتورونه په همغږۍ توګه پرمختګ کوي

cri     (GMT+08:00) 2012-07-23 15:17:09

ګرانو اورېدونکو،په دې وروستيو ورځو کې زما په کمره کې د شينجيانګ په نامه انټرنيټي سياليو کې جايزه اخيستونکو ته د جايزې ورکولو مراسم چې د چين د نړيوالې راډيو او د شينجيانګ خپلواکې سيمې حکومت د مطبوعاتي دفتر په ګډه جوړ شوي ، تر سره شول. د جولای په ١٨ نېټه له شينجيانګ څخه د چيني او بهرنيو انټرنيټي کارونکو ليدنې پای ته ورسېدې. نوموړو انټرنيټي کارونکو په ٨ ورځو کې اورمچي، تورفان،کاناس او ايلي ته سفر کړی چې په شينجيانګ کې رنګارنګ کولتورونه او ښکلۍ طبيعي منظرې د دوی د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلې دي.دوی هم له دې امله د شينجيانګ حکومت وستايه چې د قومي کولتورونو او دينونو مراعات او د بېلا بېلو قومونو د ګډ پرمختګ لپاره هڅه کوي.

د روانې مياشتې په ١٠ نېټه زما په کمره کې د شينجيانګ په نامه انټرنيټي سياليو کې لس تنه بهرنی جايزه اخيستونکي ارومچي ښار ته ورسېدل چې د بلنې له لارې له شينجيانګ څخه ليدنې کړې.دوی په جلا جلا توګه له ترکيې ، ايران، نايجيريا،تانزانيا ، اندونيزيا، ماليزيا،اردن،مصر ، پاکستان او بريټانيا څخه راغلي دي.د ايران انټرنيټي کارونکي حسن روهواند وويل

(اواز ١)

زما په اند ، د شينجيانګ او ايران کولتورونه په زياتو برخو کې يو شان دي. په شيجيانګ کې اکثر وګړي پر اسلامي دين عقيده لری او ايران يو اسلامي هېواد دی.بر سېره پر دې، د شينجيانګ خوراکونو د پخلولو لارې چارې هم له ايران سره مشابه دي.

له لرغونې مودې څخه شينجيانګ د ختيځ او لوېديځ ترمنځ د کولتورونو د راکړي ورکړي سيمه ده.د اسلامي دين نه پرته په شينجيانګ کې ځيني وګړي هم د بوديزم،مسيحيت ، کاتوليک او داويزم په ګډون څو ډولو دينونو عقيده لری . بر سېره پر دې، په شينجيانګ کې زيات قومونه ميشت دي چې د ٤٧ قومونو خلک د سولې په فضا کې ګډ ژوند کوي او يو پر بل د اغېزې کولو پر وخت خپل قومي ځانګړتياوې هم ساتي.د اندونيزيا انټرنيټي کارونکي رمن فوز وويل

(اواز ٢)

له شينجيانګ څخه ليدنه کې ما ته ژوره خاطره راپاتې ده.په شينجيانګ کې مې متنوع کولتور او د بېلا بېلو قومونو خلکو ښکلۍ نڅاوې او جامې ليدلې دي .زما په اند دا يو لامل دی چې شينجيانګ زيات شمېر سيلانيان راجلبوي.

د شينجيانګ په ٤٧ قومونو کې د اويغور، هان، قزاق او هوی په ګډون د ١٣ قومونو خلک نسل په نسل دلته ژوند کوي او خپل لرغونې او قيمتي کولتور يې ساتلی دی . بر سېره پر دې، په شينجيانګ کې هم پراخې او ښکلی طبيعي منظرې تر سترګو کېږي. نو د سيمه ييز حکومت په وړاندې د رنګارنګ قومي کولتورونو، لرغوني تاريخ او متنوع بيولوژيکی شرايطو د ساتلو او پرمختګ ننګونه ستره ده. د ماليزيا انټرنيټي کارونکي سمسول سعد وويل (اواز ٣)

زه احساسوم چې د شينجيانګ حکومت د چاپيريال ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي. دوی د طبيعي منظرو د ساتلو لپاره کوښښ کوي .

د اردن انټرنيټي کارونکي سعد احمايدي د شينجيانګ له خبري رسنيو او موزيم څخه تر ليدنې وروسته وويل

(اواز ٤)

د زياتو قومي ليک دودونو د ساتلو او پرمختګ لپاره د شينجيانګ حکومت کارونه زما په ذهن کې ژوره خاطره پاتې ده . په شينجيانګ کې د راډيوګانو، تلويزيونونو او انټرنيټي ويبپاڼو په ګډون زيات شمېر خبري رسنۍ د قومي وګړيو د ښه خدمت لپاره د اويغوري او قزاقي ژبو په شمول د ملي لږکيو ژبو چينلونه تيار کړي دي.

په ٨ ورځنۍ سفر کې د بهرنيو انټرنيټي کارونکو پخپلو سترګو واقعي شينجيانګ ليدلي چې دلته قومي خلک په همغږۍ توګه ژوند کوي او بېلا بېل کولتورونه او دينونه تر درناوی لاندې دي. دوی په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې دوی به په شينجيانګ کې خپل ليدلي اوريدلي له خپلو هېوادونو سره شريک کړي څو چې دوی هم د شينجيانګ ځانګړۍ منظرې او تمدن وپېژني.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای