CRI Online

د ستور پېژندنې نړيواله غونډه په بېجينګ کې پرانيستله شوه

cri     (GMT+08:00) 2012-08-22 15:15:17

د ستور پېژندنې نړيوالې ټولنې د ٢٨ دورې غونډه د اګست د ٢١ نېټې له غرمې وروسته په بېجينګ کې پرانيستله شوه. دا لومړی ځل دی چې په چين کې د نجوم پېژندنې په برخه کې ستره غونډه تر سره کېږي .د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين به د ساينس او ټېکنالوژۍ د پرمختګ لپاره لازياتې پانګې ولګوي او د ضمانت کارونه پياوړی کړي چې د ساينس پوهانو د څېړنې لپاره دايمي او ثابت ملاتړ برابر کړي.

د لکۍدارو ستورو باران او تمام کسوف په ګډون د ستوريو روڼوالی،موقعيت او کچه د خلکو د ډېر علاقې وړ ګرځېدلی دی. له ٩٠ کلونو مخکې په چين کې د نجوم پېژندنې پرمختګ پيل شوی. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ٣٠ کلونو راهيسې، په تېره بيا د چين د علومو اکاډمۍ له خوا د پوهنې د اختراع پروژۍ د پلي کېدو له لسو کلونو راهيسې د چين د نجوم پېژندنې ساينس د څېړنې ، د تاسيساتو ابادۍ او د تخنيکونو پرمختګ او د هېواد د ستراتيژيکو سترو غوښتنو د پوره کولو په برخو کې غوره پرمختګونه تر لاسه کړي دي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل د نجوم پېژندنې ساينس د انسانانو لپاره د جهان د پېژندنې او د طبيعي ساينس او لوړو تخنيکونو د پرمخبيولو لپاره ستر اهميت لري.(اواز ١)

موږ بايد د ساينس او ټېکنالوژۍ د پرمختګ لپاره په پر له پسې توګه بنسټيزې څېړنې ته پاملرنه وکړو. د نجوم پېژندنه د ساينس د څارنې مهمه اساسي څېړنه ده.

د ٨٨ هېوادونو او سيمو څه د پاسه ٢ زره استازيو په نوموړی غونډه کې ګډون درلود چې د نجوم پېژندنې د يو لړ مهمو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه.شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د انسانانو په وړاندې د انرژۍ د سرچينو او د ايکولوژيکی چاپيريال په ګډون د سترو مسئلو حل و فصل د ساينس په برخه کې نړيوالې او سيمه ييزې تبادلې او همکارۍ ته اړتيا لري. اوس د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د يو بل ملاتړ پياوړی کېږي ، چين له نورو هېوادونو سره د تخنيکي تبادلې او همکاری هرکلی کوي.

(اواز ٢)

د ستور پېژندنې نړيوالې ټولنې د ٢٨ دورې غونډه په چين کې تر سره شوی چې دا به د چين او د نجوم پېژندنې نړيوالې ټولنې ترمنځ پر تبادلې او همکارۍ او د چين د نجوم پېژندنې او اړوند ساينس پر پرمختګ فعاله اغېزه وکړي.

امريکا او اروپايي هېوادونه د نجوم پېژندې د څېړنې او پرمختګ په برخه کې لاهم مخکينی مقام نيسي. د نجوم پېژندنې د نړيوالې ټولنې مشر روبرټ ويليامس پر دې ټينګار وکړ چې په تېرو څو کلونو کې چين د نجوم پېژندنې په برخه کې چټک پرمختګ موندلی او په نړۍ کې د نجوم پېژندنې يو غوره هېواد ګرځېدلی دی.د بېجينګ د اسمان نماګنبد مشر جو جين وويل په چين کې د نجوم پېژندنې سترې غونډې د جوړېدو له لارې به لازيات خلک په تېره بيا ځوانان د نجوم پېژندنې په لازياتو فعاليتونو کې فعال ګډون وکړي.(اواز ٣)

د اوږدې مودې له نظره به يې پر لازياتو خلکو اغېزه وکړي. د ادبي مغازی محتويات ورځ په ورځ د ځوانانو لپاره بدلېږي.بر سېره پر دی، موږ په تېرو لسو کلونو کې د منځنيو ښوونځيو زده کوونکو لپاره د نجوم پېژندنې د اولمپيک سيالی تر سره کړو او اوس مو په ٤ پوهنتونونو کې د نجوم پېژندنې څانګې جوړې کړې.په راتلونکي کې به د نجوم پېژندنې په برخه کې لازيات نوی پرمختګونه پيدا شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای