CRI Online

په شانګهای کې د کتابونو د نهمې دورې نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2012-08-30 16:11:42

په شانګهای کې د ٢٠١٢ کال د کتابونو د نهمې دورې نندارتون چې د چين د مطبوعاتو او چاپونې عمومي ادارې او د شانګهای ښار د حکومت له خوا جوړېږي، په اګست کې د شانګهای د نندارتون په مرکز کې تر سره شوی دی.په ٧ ورځو کې د نويو کتابونو د لومړي ځل خپرونې، د کتابونو معرفي کولو او د کارپوهانو فورمونو په ګډون څه د پاسه ٤٠٠ فعاليتونه تر سره شوي دي.د شانګهای د کتابونو نندارتون ٩ کلن تاريخ لري چې په نړۍ کې ستره اغېزه لري.

روان کال د کتابونو په نندارتون کې نه يوازې ليکوالانو، بلکې کارپوهانو ټول د لوستنې د راتلونکي په اړه بحث کړی.خلک د لوستلو ازادي لري او د کتابونو د انتخابولو بهير يوه خوشاله چاره ده.مشهور ليکوال سو تونګ د لوستلو په اړه داسی وويل (اواز ١)

د کتابونو لوستلو له لارې به ستاسو لپاره ګټور وي او له نويو چارو سره به مخامخ وئ.

تر اوسه پورې د اليکترونيکي لوستنې له لارې د کتابونو پر لوستونکو او ليکوالانو اغېزې شوي.مشهورې کارپوهې يو دان وويل

(اواز ٢)

ولی خلک لوستنه کوي؟زما په اند دا د ژوند يوه لاره ده.

د کتابونو د يو نندارتون له لارې د يو ښار کولتوري ځانګړتياوې جوړېږي. دا د شانګهای د کتابونو نندارتون تر ټولو مهم بدلون دی.خو د اوسنۍ زمانې په وړاندې د شانګهای د کتابونو راتلونکی نندارتون درېيم ځل اړونې ته اړتيا لري.

مشهور ليکوال يه يونګ ليه وويل د ماشومانو د لوستنې لارې چارې او محتويات بدلېږي، خو د لوستنې توان به له لاسه ورنه کړی شي.هغه وويل

(اواز ٣)

ماشومان بايد لومړی کاغذي کتابونه لوستنه کړي چې د کاغذي کتابونو له لارې د لوستلو خوشالتيا تر لاسه کړي. البته يو شمېر ايليکترونيکي کتابونه هم لوستلی شي.

د کتابونو نندارتون د يو ښار د کولتور پېژند کارډ دی چې د يو ښار روحيه څرګندوی او د خلکو لپاره يوه پراخه نړۍ ښکاره کوي.ښايي خلک د کتاب پلورنځيو او انټرنيټ له لارې کتابونه واخلي.د کتابونو په نندارتون کې به نه يوازې کتابونه واخيستلی شي،بلکې د خلکو روحي غوښتنې به هم پوره شي.دلته د کولتور چاپيريال د کتابونو نندارتون تر ټولو ستره ځانګړتيا ده او پر دغه ښار به اغېزه وشي.

ګډ موضوعات د ډېر بحث وړ ګرځېدلی دی او له دې لارې په شانګهای کې د کتابونو د نهمې دورې نندارتون په دې برخه کې د يو انډول په توګه بلل کېږي.دغه نندارتون له اوږدې مودې راهيسې دا نظر وګړيو ته خپور کړی چې لوستنه د ژوند يو ډول دی. موږ باور لرو چې د زيات شمېر کارپوهانو د ملاتړ له لارې به د شانګهای د کتابونو نندارتون کولتوري سويه ډېره لوړه شي.

د چين د علومو او تکنالوژۍ وزارت د روانې مياشتې په ٢٤ مه نېټه خبر ورکړ چې په دې وروسيتو ورځو کې دغه وزارت له نورو څو اړوندو وزارتونو سره يو ځای د ملي کلتور علمي اخترعاتو د پروژې عمده ټکي خپاره کړل. له دغه سند سره سم، تر ٢٠٢٠ کال پورې به کلتوري چارې د چين د ملي اقتصاد عمده چارې وګرځي.

په ياد سند کې ويل شوي چې چين به په پوره توګه د کلتوري چارو د علمي اختراعي توان لوړ کړي، پرمختيايي لارې چارې به بدلې کړي او چټک پرمختګ به ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای