CRI Online

په پاريس کې د چيني فلم د ٧مې دورې فيسټيوال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2012-09-26 09:20:10

د چيني فلم د ٧مې دورې فيسټيوال د سپتمبر په ١٩ نېټه په پاريس کې پرانيستل شو چې ٥٠ رنګارنګ چيني فلمونه د فرانسې په سينماګانو کې ښودل شوي دي.د همدې ورځې په شپه د چين د راډيويي، فلمي او ټلويزيوني چارو د عمومي ادارې مرستيال لوان ګوه جه ، دايريکتر وانګ شياو شوای او لوبغاړې يوې هونګ په ګډون سلو چيني او بهرنيو مېلمنو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.د دغه فيسټيوال د جوړونکو رئيسې مېرمن ګاو چون فانګ وويل

(اواز ١)

په پاريس کې د چين د فلم فيسټيوال له ٢٠٠٤ کال څخه شروع شوی او هغه مهال د فرانسې او چين ترمنځ د کولتور کال په نامه يو فعاليت و.په فرانسه کې د چيني فلمونو د ښودلو فرصتونه ډېر نه دي او لږ فلمونه په څرګند ډول نندارچيانو ته وړاندې کېږي.د دغه فيسټيوال په جوړېدو سره به رنګارنګ چيني فلمونو ته د فرانسويانو پاملرنه زياتېږي.

د دغه فيسټيوال يوه ځانګړتيا دا ده چې په کې د کلاسيک فلمونو نندارتون جوړېږي څو چې د چيني فلم د پرمختګ په تاريخ کې مشهورو دايريکترانو او لوبغاړو ته سلامونه واچول شي.د روان کال په فلمي فيسټيوال کې د تېرې پيړۍ په درېيمې او څلورمې لسيزې کې د مشهور دايريکتر سون يو له خوا جوړ شوی ٦ کلاسيک فلمونه خلکو ته وړاندې شوي.بر سېره پر دې په روان فيسټيوال کې هم د چين د ځوان دايرکتر وانګ شياو شوای له خوا اخيستل شوي فلمونه ښودل شوي دي. ښاغلي وانګ شياو شوای په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

(اواز ٢)

هغه فلم چې نوم يې دی زه ١١ کلن يم ، د چين او فرانسې ترمنځ د همکارۍ تړون تر لاسليک وروسته جوړ شوی او دا لومړی فلم دی چې د دواړو هېوادونو له خوا په ګډه جوړېږي.

په ١٦ ورځني فيسټيوال کې به ٥٠ چيني فلمونه او يو لنډ فلم نندارې ته وړاندې شي چې په کې ٢٦ فلمونه تازه جوړ شوي دي. د دغه فيسټيوال وياړې رئيسې او د فرانسې مشهورې لوبغاړې کارول بوګويت وويل

(اواز ٣)

سينما بايد داسی وي چې کله د سفر وخت نه لرو، کولی شو چې د فلمونو د کتلو له لارې سفر وکړو. که غواړئ د چين پلټنه وکړئ،سينما ته ولاړ شئ!د فلمي فيسټيوال په ترڅ کې به تاسئ فرصت ولرئ چې په سينما کې له چين څخه ليدنه کتنه وکړئ.

رنګارنګ فلمونو زيات شمېر فرانسوی نندارچيان راجلب کړي چې په پرانيستونکو مراسمو کې يې ګډون کړی دی.٣٠ کلنې مېرمن کلاير داسې وويل(اواز ٤)

زما په اند د فلمي فيسټيوال د جوړولو ابتکار ډېر ښه دی او په کې ښودل شوي فلمونه زړه راکښونکي دي. د بېلګې په توګه په پرانيستونکو مراسمو کې ښودل شوی فلم د چين د مشهور دايريکتر جانګ يي مو له خوا جوړ شوی فلم دی چې د فرانسوی خلکو لپاره د ډېر علاقه وړ ګرځېدلی دی.

په پاريس کې د چيني فلم فيسټيوال د ډول ډول فلمونو له لارې نندارچيانو ته د چين بېلا بېلې برخې ښودلې او هم د چين او فرانسې د فلمونو ترمنځ د تبادلې لپاره يې فرصتونه برابر کړي دي .د چين د راډيويي، فلمي او ټلويزيوني چارو د عمومي ادارې مرستيال لوان ګوه جه چې د چيني پلاوی مشر دی، وويل

(اواز ٥)

د فلمي فيسټوال د جوړېدو له لارې به د چين او فرانسې د فلمي کارکوونکو ترمنځ متقابل تفاهم پياوړی شي. ځکه چې دغه ځل د چيني پلاوی د اړوندو شخصيتونو شمېر ٣٠ تنو ته رسېدلی او دوی به له فرانسوي همکارانو سره د نظريو تبادله وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای