CRI Online

د چين ليکوال موه يان د ٢٠١٢ کال د نوبل د ادبياتو جايزه تر لاسه کړې

cri     (GMT+08:00) 2012-10-22 15:58:19

د بېجينګ پر وخت د اکتوبر د ١١ نېټې تر غرمې وروسته په ٧ بجو د سويډن د ادبياتو پوهنځي اعلان وکړ چې چيني ليکوال موه يان ته د ٢٠١٢ کال د نوبل د ادبياتو جايزه ورکړي.موه يان د دې جايزې لومړنی چيني ګټوونکي ليکوال دی.د چين د ادبي ټولنې د شخصيتونو په اند دا د چيني ادبياتو د منلو عمل دی چې د چيني ادبياتو د ترقۍ او پرمختګ لپاره به ګټور وي.

موه يان د شان دونګ ولايت په ګاو مي ښار کې زېږېدلی دی چې د چين په عصري ادبي ټولنه کې يو غوره ليکوال دی.هغه له ١٩٨١کال څخه د چونګښ او سور رنګ ږدن په نامه يو لړ کيسې چاپې کړې چې په کې د سور رنګ ږدن په نامه ناول په ٢٠ ژبو ژباړل او په نړۍ کې خپور شوی دی.د ده له خوا د چونګښ په نامه ناول په ٢٠١١ کال کې د ماو دون نومی ادبي جايزه تر لاسه کړې چې د چين د ادبياتو په برخه کې تر ټولو لوړه جايزه ګڼل کېږي.

کله چې د سويډن د ادبياتو پوهنځي د نوموړی خبر اعلان وکړ، ښاغلي موه يان د شان دونګ ولايت د ګاو مي ښار په خپل ټاټوبي کې و.هغه وويل په چين کې لاهم ډېر زيات غوره ليکوالان شته او هغه د يو ليکوال په توګه بايد لازيات ښه اثار لوستونکو ته وړاندې کړي.

(اواز ١)

زما په اند دا يوه ډېره ستره پېښه نه ده او يوازی يوه جايزه ده.د دغې جايزې له تر لاسه کولو څخه نه شي ثابتولی چې زه په چين کې تر ټولو ښه ليکوال يم.پوهېږم چې په چين کې غوره ليکوالان ډېر زيات دي او ډېر نېکمرغه يم چې دغه جايزه تر لاسه کړم، د يو ليکوال لپاره ليکوالي تر ټولو مهمه ده، نه جايزه .

ښاغلي موه يان ته د جايزې ورکولو په اړه د نوبل کميټې وينا دا وه چې د چيني ليکوال موه يان په ناولونو کې له فولکلوري کيسو ، تاريخ او عصري ټولنې سره خيالی واقع بينی ښه يو ځای شوی ده.له څو کلونو راهيسې د موه يان يو لړ ناولونه د ده له ټاټوبي څخه نه جلا کېدل. د سور رنګ ږدن په نامه ناول د چين د مشهور فلم جوړونکي جانګ يي مو له خوا يو فلم جوړ شو چې په نړۍ کې يې ډېر شهرت موندلی و.ښاغلي موه يان وويل(اواز ٢)

د ناولونو د ليکلو په وخت کې بايد د ليکوال ټول احساسات وپارول شي او په پيل کې زما ليکوالي نيمه هوښاره ده.

د تېرې پيړۍ له ٩ لسيزې وروسته موه يان يو لړ ناولونه ليکلی دي او په ١٩٩٥ کال کې يې د ٨٣ ورځو په موده کې يو اختلاف لرونکی ناول بشپړ کړی.د مشهورو ليکوالو وانګ منګ او هان شاو ګونګ په ګډون يو شمېر چيني ليکوالان ډېر خوشحاله دي چې موه يان د نوبل د ادبياتو جايزه تر لاسه کړې. د دوی په اند له دې څخه څرګندېږي چې د معاصرو چيني ليکوالانو او د چين ادبي برياليتوبونه د نړۍ د پاملرنې وړ ګرځېدلی دي.

د بېجينګ چن باو ورځپاڼې د کولتور نيوز د څانګې مدير څای هوی وويل له دې لارې به د چين د جدي ادبياتو پرمختګ چټک او ځوانو ليکوالانو ته لازيات فرصتونه برابر شي.ښاغلي څای وويل(اواز ٣)

موه يان د تېرې پيړۍ په ٨ لسيزه کې د ادبياتو يو استازی و او د ده غوره ليکوالي هم په نوموړو لسو کلونو کې وه.

ښاغلي موه يان وويل هغه اوس د جګړو او کورنۍ په اړه ناولونو د ليکلو او د اوپيراګانو د جوړولو لپاره تياريانې نيسي.

د نوبل جايزې له اړوندو مقرراتو سره سم، ټول جايزې ګټونکي به د راتلونکي دسمبر په ١٠ نېټه د سويدن په پلازمېنه ستکهولم کې د جايزې د ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای