CRI Online

چين به د زړو کسانو لپاره کولتوري خدمت پياوړی کړي

cri     (GMT+08:00) 2012-10-30 17:44:15

د زړو کسانو لپاره د کولتوري خدمت د نور هم پياوړتيا په اړه نظر د اکتوبر په ١٨ نېټه په بېجينګ کې صادر شو.د چين د زړو کسانو کاري کميټې د دفتر د مدير مرستيال جو يونګ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل اوس په چين کې د زړو کسانو شمېر مخ پر زياتېدو دی، د زړو کسانو لپاره د کولتوري خدمت بشپړتيا د نوموړی حالت په مقابل کې يو ستراتيژيک تدبير دی. د چين حکومت به د زړو کسانو لپاره د کولتوري فعاليتونو بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ پياوړی کړي، لازيات کولتوري خدمتونه به برابر کړي او رنګارنګ کولتوري فعاليتونه به تر سره کړي چې د زړو کسانو کولتوري غوښتنې پوره او د دوی روحي ژوند غني شي.

د بوډا کسانو د زياتيدو مسئله چې په اصطلاح د نفوسو زړيدل وايی د بېلا بېلو ټولنو د ډېر پاملرنې وړ ګرځېدلی ده. په روانې پيړۍ کې به د نفوسو د زړېدو بهير د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له ټول بهير ملګرې وي.د اټکل له مخې،په راتلونکو ٢٠ کلونو کې به په چين کې د زړو کسانو شمېر په ډېر چټک ډول زياتېږي.په ٢٠١٣ کال کې به په چين کې د هغو زړو کسانو شمېر چې عمرونه يې له ٦٠ کلونو څخه زيات وي،له ٢٠٠ مليونو څخه اوښتې وي او تر ٢٠٣٣ کال پورې به دغه شمېر ٤٠٠ مليونو ته ورسېږي چې په منځنۍ توګه هر کال ١٠ مليونه زياتېږي. په چين کې د زړو کسانو شمېر د ګړندي زياتېدو له امله به د هغو زړو کسانو شمېر چې عمرونه يې له ٦٠ څخه زيات وي، ګام په ګام د عمومي نفوس د يو پر درېيمه برخه ونيسي.د زمانې د پرمختګ او ترقۍ سره سره د دوی روحي غوښتنې ورځ په ورځ زياتېږي او په کولتوري فعاليتونو کې د ګډون شوق او زوق به هم ورځ په ورځ لوړېږي، نو د زړو کسانو لپاره د کولتوري خدمت اهميت ورځ په ورځ ښکاری.

نوموړی خپور شوی نظر په ١٩٩٩ کال کې د زړو کسانو د کولتوري کارونو د پياوړتيا نظر تر خپرېدو وروسته يو بل سند دی چې په کې په نوې زمانه کې د نفوسو د زړېدو د مخنيوي او د زړو کسانو د کولتوري خدمت په اړه مشخص موخې او دندې وړاندې شوې دي .ښاغلي جو يونګ وويل (اواز ١)

بايد په پوره توګه د نفوسو د زړېدو د پرمختګ تمايل او د کولتور په اړه د زړو کسانو غوښتنو ته پاملرنه وکړو چې د عام مالي مرستې له لارې د زړو کسانو د کولتوري تاسيساتو د ابادۍ کارونه پياوړي کړو.په عين وخت کې هم بايد په معقول ډول په ښارونو او کليوالو سيمو کې کولتوري سرچينې ځای پر ځای کړو.

ښاغلي جو يونګ زياته کړه چې د زړو کسانو د کارونو د يوې عمده څانګې په توګه د زړو کسانو دفتر به په روان کال کې په پر له پسې توګه د زړو کسانو کولتوري فعاليتونه پرمخبوزي او يو لړ اړوندې پروژې پلې کړي.

(اواز ٢)

بايد په جدي توګه د زړو کسانو د درناوي مياشتې فعاليت تر سره کړو او د زړو کسانو يو لړ کولتوري پروژی دې پلې کړو، د بېلګې په توګه د زړو کسانو په اړه د کولتوري چارو د ابادولو ملاتړ تګلارې،د زړو کسانو د کولتوري ابتکار عملياتي پلان او د زړو کسانو د کولتوري لګښت د پلوی پروژۍ.

ښاغلي جو يونګ څرګنده کړه چې د زړو کسانو لپاره د عام کولتور د خدمتونو د لوړتيا په وخت کې هم بايد رنګارنګ کولتوري فعاليتونه تر سره شي.د بېلګې په توګه په اوسېدونکو سيمو کې د زړو کسانو لپاره کولتوري او سپورټي فعاليتونه تر سره شي،د بېلا بېلو کچو کولتوري مرکزونه ،د فعاليتونو څانګې او کولتوري ميدانونه پرانيستل شي او د اوسېدونکو سيمو له ښوونيزې سرچينې څخه په استفادې سره زړو کسانو ته کولتوري او ښوونيز خدمتونه برابر شي څو چې د زړو کسانو کولتوري غوښتنې پوره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای