CRI Online

د لان څانګ او ميکونګ سيندونو پر غاړو د هېوادونو هنري فيسټيوال

cri     (GMT+08:00) 2012-12-25 14:56:29

د ٢٠١٢ کال د لان څانګ او ميکونګ سيندونو پر غاړو د هېوادونو هنري فيسټيوال د نومبر د ٢٧ نېټې په شپه د يون نان ولايت د شي شوانګ بان نا د دای قوم خپلواک ايالت په جينګ هونګ ښار کې د يو لړ هنري سندريزو فعاليتونو په ترڅ کې پرانيستل شو.د چين ،لاوس، مينمار، تايلنډ، کمبوديا او ويتنام هنرمندانو په جلا جلا توګه د سندرو او نڅاوو ځلاند پروګرامونه ګډونوالو ته وړاندې کړل چې له دې لارې نړۍ ته د دغې سيمې ځانګړی کولتوري اخلاق او جذابيت ښوول شوی دی.

څه د پاسه ٢ زره تنه وګړي د اختريزو ښکلو دوديزو جامو په اغوستلو سره د جينګ هونګ ښار په مرکزي ميدان کې راغونډ شوي و چې د دای قوم د خوشحالۍ له ځانګړې لارې خپله خوشالي احساسات څرګند کړي.د لاوس، مينمار ، تايلنډ، کمبوديا او ويتنام ځانګړو سفيرانو هم په جلا جلا توګه په خپلو ژبو نندارچيانو ته سلامونه وويل او مينه څرګنده کړه.

(اواز ١)

سلامونه!زه له لاوس څخه راغلی يم . ډېر خوشاله يم چې د لان څانګ او ميکونګ سيندونو په هنري فيسټيوال کې ګډون کوم.

د شي شوانګ بان نا ايالت مشرې مېرمن داو ين لين د دغه هنري فيسټيوال په پرانيستونکو مراسمو کې وويل د لان څانګ او ميکونګ سيندونو پر غاړو سيمې لرغونې او شتمنې خاورې دي ، د بېلا بېلو هېوادونو خلک زحمتکښ او پرهيزګاره دي چې نه يوازې مادې شتمني توليدولی، بلکې لرغونی او ځانګړی کولتور او هنر يې هم جوړ کړی.د نننۍ هنري فيسټيوال له لارې به د لان څانګ او ميکونګ سيندونو پر غاړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستانه اړيکی لاټينګې شي.

(اواز ٢)

د هنري فيسټيوال له لارې به موږ په ګډه د لان څانګ او ميکونګ سيندونو پر غاړو د بېلا بېلو هېوادونو ځلانده کولتورونه او د خلکو سوله ييزه روحيه او د دوستۍ نه ډک دودونه نړۍ ته وړاندې کړو.

د پرانيستونکو ماښامنۍ غونډه پر ٣ برخو ويشل شوې وه. د چين د يون نان ولايت د بېلا بېلو قومونو هنرمندانو د مېلمنو لپاره په زړه پورې ملي سندرې وويلې او نڅاوې وکړې چې د لان څانګ سيند پر غاړې د بېلا بېلو قومونو ملي سبکونه ښودل شوي دي.بر سېره پر دې د ميکونګ سيند پر غاړې د ٥ هېوادونو هنرمندانو د خپل هېواد ځانګړي پروګرامونه وړاندې کړي دي.

د مينمار پلاوي مشر او د دغه هېواد د کولتور وزارت د هنر مديريت مدير وکوکونای د پرانيستونکو مراسمو تر کتلو وروسته خبريال ته وويل

(اواز ٣)

د لان څانګ او ميکونګ سيندونو پر غاړو د بېلا بېلو هېوادونو هنرمندانو خپل ځانګړي پروګرامونه وړاندې کړل چې د ټولو ليدونکيو لپاره په زړه پورې و.

د ٢٠١٢ کال د لان څانګ او ميکونګ سيندونو غاړو هنري فيسټيوال ٣ ورځې دوام درلود چې د چين د يون نان ولايت د لسګونو قومونو او د لاوس ، تايلنډ، کمبوديا او ويتنام هنرمندانو په کې ګډون درلود.تر پرانيستونکو مراسمو وروسته د سندرغاړيو کنسرټ، د شي شوانګ بان نا د تصويرونو نړيوال نندارتون او د خوراکونو سړک په ګډون يو لړ کولتوري فعاليتونه هم تر سره شوي دي.

د تايلنډ د پلاوی مشرې او د چيانګ مای د بهرنيو چارو د دفتر مديرې مېرمن ماليني لاورپونسکول وويل د دغو فعاليتونو له لارې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ترمنځ متقابل تفاهم او دوستۍ پياوړې شوې.

(اواز ٤)

د بېلا بېلو هېوادونو د خوراکونو نندارتون له لارې د چين او د ميکونګ سيند پر غاړې د ٥ هېوادونو خلک فرصت لري چې د نورو هېوادونو خوراکي کولتور وپېژني او دغه راز متقابل تفاهم پياوړی شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای