CRI Online

د ايکولوژيکي تمدن ابادۍ د چين د سوسياليستي چارو د عصري کېدو بهير نوی مرحلی ته پرمخبوزي

cri     (GMT+08:00) 2012-12-27 15:21:34

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې ويل شوی چې بايد د ايکولوژيکي تمدن ابادۍ څرګند مقام وروبخښل شي، د اقتصادي،سياسي، کولتوري او ټولنيزې ابادۍ په بېلا بېلو برخو کې د ښکلي چين د ابادۍ لپاره دې کوښښ وکړي شي څو چې د چيني ملت دواملرونکی پرمختګ وموندل شي.په دې نسبت د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي چارو عمومي جوړښت د اقتصادي، سياسي،کولتوري،ټولنيزې او ايکولوژيکي ابادۍ له خوا جوړېږي.د امريکا د چياو باو ورځپاڼې د اجرايوی عمومي چلوونکي شياو دونګ وويل

(اواز ١)

د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې ويل شوی چې بايد د ايکولوژيکی تمدن ابادۍ ته په درنه سترګه وکتل شي او د اقتصادي،سياسي، کولتوري او ټولنيزې ابادۍ سره يو ځای شوی او د لومړي ځل لپاره د ښکلي چين د ابادۍ او د چين د منظم پرمختګ نوی نظر وړاندی شوی دی.

د چين د ايکولوژيکی تمدن د ابادولو نظريه چې د اوولسم ملي کانګرس په موده کې وړاندې شوې، د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې په ستراتيژيکی لحاظه لوړه شوې ده .ښاغلي شياو دونګ وويل د اصلاح او ورخلاصون تګلارې تر پلي کېدو راهيسې د چين د چټک پرمختګ سره سره د چاپيريال د ککړتيا مسئلې هم رامنځته شوې دي.اوس چين د چاپيريال د سختې ککړتيا او د ايکولوژيکي سيسټم له کمزورتيا سره مخامخ دی.هغه پر دې ټينګار وکړ چې د ايکولوژيکي تمدن ابادۍ د چينايانو له ګټو او د راتلونکي پرمختګ سره نژدی تړاو لري.

(اواز ٢)

د چين د چاپيريال مسئله نه يوازی په چاپيريال پورې اړه لري، بلکې په ټولنيزه او سياسي مسئله هم مربوطه ده.نو د چاپيريال د ککړتيا کمښت د قوانينو ابادۍ او د حکومت د واکمنۍ توان له غښتليتوب سره نژدې تړاو لري.

له شمېرنې سره سم هر کال په چين کې د انرژۍ لګولو اندازه د ګردې کرې يو پر پنځمه برخه نيسي او د سکرو د لګولو اندازه د نورو هېوادونو له عمومي اندازې سره برابره ده ، بر سېره پر دې، د لګول شويو نفتو نيمه برخه له نورو هېوادونو څخه واردېږي. چين د پرمختګ په بهير کې په ډول ډول انرژيو تکيه کوي او په عين وخت کې د چين د بې دقت پرمختګ لارې چارې د چاپيريال سختې ککړتيا سبب دی.ښاغلي شياو دونګ وويل چين بايد د هېواد د ابادولو په عين وخت کې د ککړتيا کنټرول او ادارې ته هم ډېره پاملرنه وکړي او حتی د هېواد د ابادۍ مخکي دې د چاپيريال ککړتيا کنټرول کړي.

(اواز ٣)

د چين د ايکولوژيکی ابادی بايد د لوېديځو هېوادونو پر هغې زړې لارې و نه وهي چې د چاپيريال تر ککړتيا وروسته يې د چاپيريال اداره کوله . چين بايد د هېواد د ابادۍ په عين وخت کې د چاپيريال د اداره کولو کوښښ وکړي حتی تر ابادۍ مخکې د چاپيريال اداره تر سره کړی.

د چين د کمونېست ګوند تر شپاړلسم ملي کانګرس مخکې د ايکولوژيکی تمدن ابادی ورځ په ورځ د پاملرنې وړ ګرځېدلی ده.د اقليمي بدلون په څو دورو غونډو کې چين په واقعي توګه د اقتصاد د شنه پرمختګ ژمنه کړې يعنې د هېواد د ابادولو په وخت کې د چاپيريال ککړتيا ته ډېر اهميت ورکوي. د چين په يوولسم پنځه کلن پلان کې د لومړي ځل لپاره اجباري هدفونه ټاکل شوي، اوس چين ګام په ګام د شنه پرمختګ پر لار پرمخبوزي. د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې د ښکلي چين د ابادولو نظر له مخې به هرومرو د چين د ايکولوژيکي تمدن ابادولو چارې پياوړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای