CRI Online

د مشورتي کنفرانس قوي استازيو د قومي کولتورونو د ساتنې او پرمختګ غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2013-03-22 19:11:07

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې په کلنۍ غونډه کې د بېلا بېلو قومونو غړيو وړانديز کړی چې بايد د قومي کولتورونو د ساتنې او پرمختګ لپاره څو ډوله تدبيرونه ونيسي.د هېواد له شمال لوېديځې سيمې څخه راغلو څو غړيو وويل بايد د بېلا بېلو قومونو کولتورونو د ساتنې او خپرونې د نندارې ميدانونه برابر او لازيات ولسي ځواکونه دې د قومي کولتورونو د ساتنې په کارونو کې راغونډ شی .بر سېره پر دې د کولتور خپرونه نړيوال چاپېريال ته هم اړتيا لري.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د تاجک قوم غړي دايميک ديوانا وويل تاجک قوم د پامير په لوړه کې د باز په نامه ونومول شو .دغه راز د باز د هډوکو له خوا جوړه شوې شپيلۍ د تاجکانو ځانګړې موسيقی اله ده.

(اواز ١)

دا شپيلۍ زموږ يو ډول خاصه موسيقي اله ده ، ډېر خوشاله يم چې هېواد ددې شپيلۍ وهوونکو د ساتنې لپاره ځانګړی تګلاره طرح کړې چې دوی ته ځانګړی روزنې ورکړی شي.زه به د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د يو غړي په توګه د دې لپاره کوښښ وکړم چې د شينجيانګ موسيقې الاتو غږولو نندارې په نړيوال سټيج کې وښودل شي.

(موسيقی)

د چين په شمال لوېديځ د شينجيانګ په اويغوري خپلواکه سيمه کې د ٤٧ قومونو خلک په همغږۍ توګه ژوند کوي. که څه هم د بېلا بېلو قومونو دودونه او کولتورنه بېل دي. خو کله چې خوندورې موسيقۍ وغږول شي،دوی به په ګډه نڅاوې وکړي.

د روسي قوم غړي او د شينجيانګ د انځورګرانو د ټولنې مرستيال بوليا وويل د ورېښمو د لرغونۍ لارې په اړه ځلاند کولتور او د بېلا بېلو قومونو ځانګړتياوو له امله شينجيانګ د نقاشۍ يو لوی ولايت ګرځېدلی دی.

(اواز ) د خپلواکې سيمې خکومت د شينجيانګ د هنر موزيم د جوړولو پلان جوړ کړی دی چې د دغه پلان جوړونه د نقاشانو او وګړيو لپاره دا يوښه زيری دی.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې د ازبک قوم غړې او د شينجيانګ د شين وی نومي د وکيلانو ادارې مديرې فاطما محمدي ٣ کلونه مخکې د ازبکي کولتور د تبادلې يوه ځانګړی ټولنه جوړه کړه.تر اوسه پورې دغه ولسي ټولنې پر له پسې پرمختګونه تر لاسه کړي دي.

ازبکي قوم ته د ننوتلو په نامه د عکسونو لومړنی نندارتون چې د دغې ټولنې له خوا جوړ شوی، د روان کال په فبرورۍ کې پرانيستل شو. د فاطما په اند ملکي ځواک بې حده دی، د هېواد د يو لړ ځانګړو تګلارو په رڼا کې بايد د ملي لږکيو کولتور د ساتنې او خپرونې لپاره ولسي ځواکونه وکارول شی.(اواز )

کېدای شی چې د عکسونو نندارتون د جوړېدو له لارې لازيات خلک د ازبکي قوم په اړه معلومات تر لاسه کړي. ځکه هغه شي چې ملي ځانګړتيا لری ، هم نړيوال ښيګڼه لري، دا زما يو کار دی او هم په زما زړه کې يوه هيله.ما د چين د دوو لويو غونډو په وخت کې يو وړانديز کړی چې عنوان يې دی هېواد بايد د ملي لږکيو په سيمو کې د کولتوري پرمختګ د ساتلو لپاره زياته هڅه وکړي .

په چين کې ٥٦ قومونه شته او د لږ نفوس لرونکي قومونه د خپل قومي کولتور د له منځه وړلو له خطر سره مخامخ دي.د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې په ٢٢٠٠ غړيو کې ٢٥٨ تنه په ملي لږکيو پورې اړه لری .زيات شمېر غړيو څرګنده کړه چې دوی به د بېلا بېلو قومونو په تېره بيا د خپل قوم کولتور د ساتنې او خپرونې لپاره کوښښ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای