CRI Online

د ٢٠١٣ کال لپاره د ښځو په هکله د بېجينګ د نړيوالو ډرامو فيسټيوال به ژر پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2013-04-28 19:25:52

د ٢٠١٣ کال لپاره د ښځو په هکله د بېجينګ د نړيوالو ډرامو فيسټيوال به د اپرېل په ٢٩ نېټه پرانيستل شي او د يوې مياشتې په نندارو کې به د ښځو او کورنۍ ژوند په باره کې رقصي ، موسيقي او معاصرو ډرامو په ګډون ٨ نندارې نندارچيانو ته وړاندې شي.په عين وخت کې به د ښځو ځنګل په نامه د خيرښېګڼې ډرامه هم د بيجينګ په ستيج ولوبېږي. تشکيلاتی کميټه به د ګاو لي ګونګ غرنۍسيمې د ښکلی طبيعي منظرې او د ښه ايکولوژيکی چاپيريال د ساتنې لپاره د ټکټ پلورلو څخه يوه برخه اخيستونکي عايدات ولګوي .

ياد فيسټيوال په چين کې د ښځو په اړه د نړيوالو ډرامو لومړنی فيسټيوال دی چې په ٢٠١١ کال کې پيل شو او اغېزه او پيمانه يې کال په کال پراخېږی .ليکوالې يان ګه لينګ چې په چيني ژبه ليکنه کوي، د ډرامو لارښوونکې تيان چين شين او کارپوهې دای جين هوا د بلنې په اثر د سږنی فيسټيوال د هنري سلاکارانو په توګه ټاکل شوې دي. د روان کال په فيسټيوال کې ګډون کوونکي ډرامې ټولې ښکلي اثار دي.د چين د سترې برخې ، تايوان ، د کوريا جمهوريت او ايټاليا مشهور هنرمندان او هنري سازمانونه به په کې ګډون وکړي. نامتو نڅاګره او د بېجينګ د معاصر نڅاوو ډلې د هنري ادارې مديرې ګاو يان جين ځه د روانې مياشتې په ١٧ نېټه د ياد فيسټيوال په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل

(اواز ١)

زموږ اثار د ژوند او طبيعت سره د زياتې مينې او پيژندنې د څرګندولو له لارې جوړ شوي او ښايي چې مشخص نظرونه مو کم وي.د ښځوپه اړه ياد فيسټيوال زموږ لپاره د راغونډولو فرصت برابروی.که دغه ډرامې ننداری ته وړاندې نه شي،زموږ د ښځو ترمنځ د نظريو تبادله به رامنځته نه شي. د دې فعاليت تر ټولو اهميت دا دی چې زموږ د افکارو ، احساساتو او ذاتي پوهنې او پيژندنې يو ترجمان دی ، نو بايد د دغه فعاليت له جوړونکو څخه مننه څرګنده وکړو چې زموږ لپاره دغه ډول ډګر برابروي.

د اپرېل له ٢٩ نېټې څخه به په يوه مياشت کې د ٢٠١٣ کال د بېجينګ د نړيوالو ښځو د مينې مراسم د ياد فيسټيوال اصلي موضوع ده او ٨ خوږې ډرامې به نندارې ته وړاندې شي.د بېلګې په توګه نڅاګره يان هه چې څو ځله يې د يون نان خاطرې په نامه رقصي ډرامه کې د مشهورې لوبغوې يانګ لي پينګ پر ځاي ښکلی ننداره کړې ، د اوبو ژبې په نامه رقصيي ډرامه کې رول ولوبوي ، د اطريش نڅاګره به د بهشت درواغ په نامه ډرامه کې ښکلۍ ننداره اجرا کړي . د هي ميک په نامه ډرامه کې د يوه سپي ټول عمر ښکاري څو چې نندارچيانو ته په ژوند کې د ملګري اهميت خبر ورکړی شی، دغه راز نورې دوه اوپيراګانې به هم ښودل کېږي. د فيسټيوال جوړوونکي او د ډرامې لارښوونکي لي جينګ تيان وويل

(اواز ٢)

د ډرامو تر ټولو ستر جذابيت د مراسمو احساسات دي، د مينې مراسم يو ډول غږ يا شعار دی چې له ښځينه دوستانو څخه په جدي توګه د ژوند کولو غوښتنه کوي .

د نوموړو ٨ ډرامو پرته به د فيسټيوال په موده کې د هنر کاري ځايونو، د ښاري ښځو د ژوند فورمونو او د خيرښېګنې غونډې په ګډون څو فعاليتونه تر سره شي.د فيسټيوال تشکيلاتی کميټې به هم د چين د محيطي سمسورتيا له صندوق سره يو ځای د ګاو لي ګونګ سيمې د ښځو ځنګل ساتلو پروژه جوړه کړي او له ټکټ پلورلو څخه د يو شمېر عايداتو په وسيله به د ګاو لی ګونګ په غرنۍ سيمه کې د ښځو ځنګل جوړ کړي چې په دغه سيمه کې ښکلی طبيعی منظرې او ښه ايکولوژيک چاپيريال وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای