CRI Online

د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د وګړيو ترمنځ لوړ پوړی ديالوګ تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2013-06-25 20:22:19

د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د وګړيو ترمنځ لوړ پوړی ديالوګ چې د چين د نړيوالې تبادلې د پرمختيايي ټولنې له خوا جوړ شوی ،د جون په ٣ نېټه د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې پرانيستل شو.

په ٢ ورځني ديالوګ کې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د ١١ هېوادونو استازو او د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د اړيکو ، د واقعي همکارۍ پر بنا د نويو تدبيرونو او د سيمه ييزې سولې او پرمختګ په اړه بحثونه کړي دي.

د روانې مياشتې په ٢ نېټه د ياد ديالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تبليغاتوڅانګې مشر ليو چي باو د خلکو هوښياري د راغونډولو او د ګډ پرمختګ د پرمخبيولو په اړه يوه وينا وکړه. هغه وويل اوسنۍ نړۍ د ژور او پيچلي بدلون په حال کې ده او له سولې ، پرمختيا ، همکارۍ او ګډې ګټې څخه ډک د زمانې سير لا غښتلی او هغه هيله لا قوي ښکاري چې سوله ، پرمختيا او همکارۍ غواړي او جګړه ، خواري او مقابله نه غواړي . د چين حکومت تل د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له ملکي سازمانونو سره دوستانه تګ راتګ ته پاملرنه کوي .د دغه ديالوګ اصلی موضوع دا وه چې د سولې له لارې پرمختګ او د همکارۍ له لارې ګډې ګټې موندل —— د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د خلکو ګډه هيله .

(اواز ١)

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس غونډې تر جوړېدو وروسته د چين د نوی دورې مشرانو د ملي احيا يعنی د چيني خوب د رښتينی کولوپه غرض ستره ستراتيژی وړاندی کړې په بله ژبه د سولې له لارې به د هېواد سمسورتيا، ملي غښتليتوب او د خلکو نېکمرغي ترسره شي.

ښاغلي ليو زياته کړه چې د سولې ساتنه او د همکارۍ پياوړتيا د ګډې هيلې د بشپړولو مخکنی شراط او موثره لاره ده او د جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو سره د ښو اړيکو ټينګښت د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري.ښاغلي ليو ٤ وړانديزونه کړي.(اواز ٢)

لومړۍ،پر يووالي او متقابل باور ټينګار کول او د خپلمنځی سلامشورې پياوړې کول .دوهم،د همکارۍ پر بنسټ د ګډې ګټې موندل . درېيم، د ګډ پرمختګ لپاره يو د بل له تجربو څخه ګټه اخيستل .څلورم، د خلکو ترمنځ د دوستانه اړيکو پياوړي کول دي څو چې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو بنسټ کيښودل شی .

د خلکو ترمنځ دوستانه اړيکې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو مهم بنسټ دی، د خلکو ترمنځ تګ راتګ د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا مهمه لاره ده.په وروستيو کلونو کې د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له خلکو سره دوستانه تګ راتګ پياوړی کړی او د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د نندارتون په ګډون د تبادلې او همکارۍ يو لړ ميدانونه جوړ کړي دي.

د اندونيزيا د هانورا ګوند مشر ويرانتو په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د اړيکو ټينګتيا او پراختيا نه يوازې د حکومتونو ملاتړ ته اړتيا لري، بلکې بايد د همکارۍ يو دايمي نظام هم جوړ شي.

د دغه ديالوګ په ترڅ کې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو کارپوهانو او د تصديو خاوندانو د ملکي پروژو د همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړې او په پای کې يې د خلکو ترمنځ د دوستۍ اعلاميه خپره کړه.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای