CRI Online

د جيانګ شي ولايت په جنوب کې لرغونی کلی

cri     (GMT+08:00) 2013-06-26 19:21:50

په دې وروستيو ورځو کې د که جيا د نامادي کولتوري اثارو د خپرونې او ساتنې په اړه لومړنۍ غونډه په چين کې تر سره شوه . که جيا په چيني ژبه د ميلمنو مانا لری او د چين په لومړی لوي هان قوم پورې اړه لری. د څلورمې پيړۍ په پيل کې يو شمير وګړو د چين له مرکزي سيمو څخه له جګړو څخه د ځان ژغورلو لپاره د هېواد جنوب ته کډه وکړه چې په پايله کې له ځايي وګړو سره د واده کولو په اثر د که جيا وګړي رامنځته شول. په ګردې کرې کې د چين د که جيا خلکو اغېزې ډيرې غښتلۍ دي .

د چين د جيانګ شي په ولايت کې ګان جو ښار ٢ زره کلن تاريخ لري چې د که جيا وګړو د راغونډنې ځای دی، په دې ښار کې د ٩٥ سلنې اوسېدونکي د که جيا خلک دی.په دغه سيمه کې د که جيا کولتور او تاريخي اثارو د ساتنې حالت څرنګه دی؟ د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دې په اړه ځينی معلومات وړاندې کړو.

د جيانګ شي ولايت د ګان جو ښار بای لو کلی د چين د يانځه سيند په جنوب کې د که جيا وګړو يو کلی دی چې په کې د که جيا لسګونه معبدونه يا اجدادي عبادتګاوې ښه ساتل شوي دي. په دې کلي کې ٩٩ سلنه اوسېدونکي د که جيا وګړي دی.٦٢ کلن هو شيو ژونګ چې د دی کلي مشر دی ، سيلانيانو ته وويل دغه اجدادي عبادتګاه د که جيا خلکو يوه نمونوي عبادتګاه ده ، زموږ نيکه ګان د هېواد له منځنيو سيمو څخه په کډه راغلل.

ښاغلي هو سيلانيانو ته د شينګ فو تانګ په نامه د دې عبادتګاه په اړه معلومات معرفي کړل . خبريال په کلي کې کتار په کتار ودانۍ ولېدلې چې د که جيا ساختماني بڼې لری . ٦٩ کلن ښاغلي جونګ هم پر دغو ودانيو وياړي او د لرغونو ودانيو د ترميمولو په اړه د حکومت د جدي مقرراتو ډېره ستاينه کوي.

د خبر له مخې، د که جيا څه د پاسه ٣٠ معبدونه يا اجدادي عباتدګاوې په بای لو کلي کې پرتې دي او ساختمانۍ بڼې يې بېلې دي.څرنګه چې دغه کلی څه د پاسه ٨٠٠ کلن تاريخ لري ،نو په وروستيو کلونو کې د ځينو معبدونو او عبادتګاوو ديوالونه ويجاړ شوي دي، نو د دغو لرغونو ودانيو ساتنه د بای لو کلي د خلکو په وړاندې بيړنۍ مسئله ده.

د که جيا کولتور خپرونکي او ساتونکي هو شيو ژونګ وويل د دی کلي ساتنه ډېروپيسو ته اړتيا لري.

پيسې تر ټولو لازمې دي او د ودانيو ساتنه تر ټولو ستونزمن کار دی. دغه ودانۍ څه د پاسه ٢٠٠ کلن تاريخ لري. اوس د دغو ودانيو د ساتنې په اړه د خلکو شعور لوړ شوی دی، خو د کليوالو عايدات لږ دي او ځينی کارونه به تر سره شي.نو د بېلا بېلو کچوحکومتونو مرستو ته اړتيا لري.

سيمه ييز حکومت د که جيا لرغونی کلي د ساتنې کارونو ته ډيره پاملرنه کوي. د ګان ولسوالۍ يو چارواکي لي لې وويل سيمه ييز حکومت نه يوازې د لرغونو کليو د ساتنې په اړه وګړيو ته اړوند معلومات ورکړي، بلکې هم يې يو لړ مرستندويه تدبيرونه نيولي دي.

هر کال مالي څانګې د دغو لرغونو ودانيو د ترميمولو لپاره ځانګړې پانګې اچولي او په عين وخت کې يې هم يو لړ مرستندويه تګلارې پلې کړي.

د بای لو کلي ځوان کليوال جونګ شه مين وويل ، د لرغونو ودانيو د ساتنې په اړه د کليوالو شعور هم لوړ شوی .د ګان ولسوالۍ چارواکي لي لې د بای لو کلي د راتلونکي پرمختګ د يادونې په وخت کې داسې وويل اوس د ګان ولسوالۍ سيلانيزې چارې ته په درنه سترګه ګوري، د ولسوالۍ حکومت په فعاله توګه د بای لو په کلي کې پانګې اچولې او په دی کلي کې يې د سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره يو لړ جدي تدبيرونه نيولي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای