CRI Online

په ګوانګ دونګ کې د سه چوان د ګان ځه د تبتي قوم خپلواکې سيمې يو لړ کولتوري فعاليتونه

cri     (GMT+08:00) 2013-07-03 14:45:15

د جولای په ٢ نېټه د چين د سه چوان ولايت د ګان ځه د تبتي قوم خپلواکې سيمې حکومت د ګوانګ دونګ په ولايت کې يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه چې د روانې مياشتې له ٢ نېټې څخه تر ٩ نېټې پورې به د ګان ځه خپلواکې سيمې د ګوندي کميټې او حکومت له خوا تر دې عنوان لاندی د کولتوري سيلانۍ او پانګونې او همکارۍ په هکله يو لړ فعاليتونه په ګوانګ جو ښار کې ترسره شی چې ګان ځه د کانګ دينګ د عشقي سندرې ټاټوبی دی .

د ٨ ورځنيو فعاليتونو په ترڅ کې به د سه چوان د ګان ځه د تبتي سيمې د ښکلو عکسونو نندارتون،د سه چوان د ګان ځه په تبتي سيمه کې د کانګ با قوم کولتور نندارتون او سالون، د انټرنيټ له لارې د دې سيمې د مشرانو مرکې،د پانګونې او همکارۍ په هکله د معرفي کولو غونډې، ځانګړې هنري نندارې، د کولتوري او سيلانيزو توليداتو د معرفي کولو غونډې او د کانګ با قوم د ماښامنۍ غونډې په ګډون ٨ فعاليتونه تر سره شي. له سپتمبر څخه تر اکتوبر مياشتې پورې به هم د سيلانيزو سوداګرانو او خبري رسنيو لپاره د شخصي موټرونو د چلولو فعاليت تر سره شي څو چې د يادو فعاليتونو د پلي کولو له لارې په هر اړخيزه توګه د ښکلۍ ، پرمختيايي او امنيتي کان ځه بڼه هيوادوالو ته معرفی شی .

د فعاليتونو په موده کې سيلانيان کولی شی چې د شخصي موټرونو په چلولو سره نژدې د سلو سيلانيزو لارو په وسيله د يادې سيمې د ايکولوژيکې او کولتوري سفر، د سه چوان ولايت _ تبت د عمومي سړک په اوږدو کې د تبتيانو له ولسي کورونو ، واورينو غرونو او يخچالونو ، په دښت کې له رنګارنګ ګلونو ، په لوړه کې د جهيلونو له منظرو ، د تودو اوبو له چينو او مذهبونو څخه خوند او ګټه واخلي او په عين وخت کې د ګان ځه سيمې حکومت هم د تصديو د راجلبولو لپاره ٩٦ پروژې وټاکي چې د پانګونې عمومي ارزښت به يې ٣١ مليارډ ١٥٧ مليونه يوانو ته ورسېږي.

د سه چوان ولايت د ګان ځه د تبتي قوم خپلواکې سيمې په چين کې د تبتيانو دوهمه لويه سيمه ده چې په کې ډېرې زياتې سيلانيزې سرچينې شته. مثلا په چين کې د يخچال يوازنۍ باغ ، د جيالوژۍ پارک او د دولت په کچه د طبيعت ساتونکې سيمه پراته دي .

د بل تازه خبر له مخې د تبت د لاسا زړې ښارې سيمې د ساتنې پروژه چې نيم کال يې دوام درلود ، په سالمه توګه بشپړه شوې او يو نيم مليارډ يوانه پيسې پکې اچول شوې دي .د تبت د زړې ښاري سيمې پراخوالی يو اعشاريه ٣٣ مربع کيلو متره دی او پکې څه د پاسه ٨٠ زره تنه په دايمي توګه اوسېږي . د دا جاو سه په ګډون څو لرغونی معبدونه چې د نړيوالو کولتوري ميراثونو د ساتلو په ليسټ کې شامل دي، په دغه سيمه کې پراته دي او په کې زيات شمېر قيمتي لرغونی اثار ساتل شوي دي .له دې امله چې زياتې ودانۍ زړې دي او په زړه ښاري سيمه کې بنسټيز تاسيسات وروسته پاتی دي ، د اورلګېدنې پټ خطر موجود دی.

د لاسا د زړې ښاري سيمې د ساتنې پروژه د ٢٠١٢ کال د دسمبر له ٢٠ نېټې څخه پيل شوې او تر ځمکو لاندې د مجموعي لاينونو ،د برېښنا لاينونو او د اوبو ورکولو او ايستلو ، ګرمي برابرولو سيسټمونو د اصلاح کولو او د باکوه واټ په دواړو غاړو کې د ودانيو ترميمولو کارونه ترسره شوي دي.

د يادې پروژی په بشړولو سره قومي کولتور د ساتنې او خپرونې کارونه پياوړی شوي ، د لاسا په زړه ښارې سيمه کې بنسټيز تاسيسات او د اوسېدونکو د ژوند شرايط يې ښه شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای