CRI Online

د سه چوان د ګان ځه د تبتي سيمې د پانګونې او همکارۍ غونډه په ګوانګ جو ښار کې جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-07-10 17:17:58

د سه چوان د ګان ځه د تبتي سيمې د پانګونې او همکار ۍ غونډه د جولای په ٨ نېټه د ګوانګ دونګ ولايت په ګوانګ جو ښار کې جوړه شوه چې په کې ٩٦ پروژې معرفی شوې او د پانګونې عمومي ارزښت يې ٣١ مليارډ ٥٧٧ مليونه يوانو ته رسېدلی دی.په غونډه کې د ٩ پروژو په هکله تړونونه لاسليک شوي او پانګونې يې ٨ مليارډ ٧٥٥ مليونه يوانو ته رسېدلی دی.

د ګان ځه سيمې مشر يشيداوا په ياده غونډه کې وويل چې د ګان ځه په سيمه کې د کانونو سرچينې غني او د رنګه او قيمتي فلزاتو ډولونه زيات دي، د اوبو، لمر، باد، د ځمکې حرارتي انرژۍ د استخراج پټ توان ستر دی. ښاغلي يشيداوا په عمده توګه د ګان ځه په سيمه کې د ګان می صنعتي سيمې په ګډون د پانګونې ١٧ پروژو په اړه معالومات معرفی کړي او ژمنه يې کړې چې که سوداګران د ګان ځه په سيمه کې پانګې واچوي، د سيمې حکومت به تر ممکنه حده پورې امتيازونه او کومکونه ورکړي ، د تصديو د پرمختګ پوره ملاتړ به وکړي څو چې ګډې ګټې ترې ومومي.په يادو ٩٦ پروژو کې ٤٣ پروژې په سيلانۍ پورې اړه لری او ٨ مليارډ ٩١٤ مليونه يوانه پيسې به پکې واچول شی .

د خبر له مخې،د سه چوان ولايت د ګان ځه تبتي سيمې ځانګړی هنري ننداره د روانې مياشتې د ٨ نېټې په شپه د ګوانګ جو ښار د يو يي په تياتر کې تر سره شوه.د کانګ با سيمې تبتي سندرغاړو يا دونګ او ځه ژن يانګ جين او د ګان ځه سيمې د قومي سندرو او نڅاوو ډلې هنرمندانو په جوانګ جو ښار کې نندارچيانو ته يوه ښکلۍ ننداره وړاندې کړې او د تبتي قوم د ځانګړی موسيقی او نڅاوو له لارې يې نندارچيانو ته د تبتي قوم لرغونی تاريخ او کولتور ، رنګا رنګ هنر او ښکلی دودونه ښودلي دي.

د خبر له مخې،د سه چوان ولايت د ګان ځه سيمې د سندرو او نڅاوو ډله په ١٩٥٨ کال کې جوړه شوه چې د موسيقۍ، نڅاوو ، او قومي اوپيراګانو په اړه د هېواد په کچه يوه ولسي هنري ډله ده. د دغې ډلې د موسيقۍ او نڅاوو په اړه ١٧٣ او ٤٦٥ پروګرامونو بېلا بېلې جايزې تر لاسه کړې دي .د کانګ دينګ عشقی سندرو د ټاټوبي په نوم د سندرو او نڅاوو ډرامې د جنوبي کوريا د کولتور د ورخلاصون او پرمختګ په لومړنۍ نړيواله غونډه کې د نړيوالې سولې جايزه ګټلې ده.

د يو بل خبر له مخې، د يي تای احساساتو په نوم د چين د کورنۍ مغولستان د دښتي کولتور د لسمې دورې فيسټيوال د پای مراسم په دې وروستيو ورځو کې د کورنۍ مغولستان په اولان چيا ته کې تر سره شول.د دغه هنري فيسټيوال په ترڅ کې په وار سره د الاشن کيسې او د تور رنګ اس په نومونو ډرامو په ګډون ٦ ښکلي پروګرامونه او د مغول د قومي موسيقۍ په اړه ٧ ځانګړی ماښامنۍ کنسرټونه تر سره شوي چې څه د پاسه ٢٠ زره تنه نندارچيان راجلب شوي دي.

د دغه هنري فيسټيوال د قومي فلمونو د اوونۍ په ترڅ کې ٣٥ فلمونه د ٨٧٠ ځلو لپاره نندارې ته وړاندې شوي او د نندارچيانو شمېر يې ٢٠٠ زره تنو ته رسېدلی دی. بر سېره پر دې ،د کورنۍ مغولستان د کولتوري او هنري نوښتونو نندارتون، د مغولي قوم د دوديز طب او درملو ځانګړی نندارتون او د دښتي کولتور او د ښاري ابادۍ د ډيزاين نندارتون څه د پاسه ٦٠ زره تنه نندارچيان راجلب کړي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای