CRI Online

په چين کې د کارتونونو او لوبو د نهمې دورې نړيوال نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2013-07-22 15:58:54

د چين د کارتونونو او لوبو د نهمې دورې نړېوال نندارتون چې د چين د کولتور وزارت او شانګهاي ښاروالي لخوا جوړ شوی د جولای په ١١ نېټه په شانګهای کې پرانيستل شو.د نړۍ د ٣٢٥ کارتوني تصدۍ په دغه نندارتون کې ګډون کوي. د خبر له مخې،ددې نندارتون په جوړېدو سره به نړۍ ته د چيني کارتونونو او چين ته د نړيوالو کارتونونو د ننوتلو لپاره يو ښه ميدان برابر شي.

(اواز ١)

د ياد نندارتون د پرانيستلو په لومړۍ ورځ ډېر زيات نندارچيان دلته راغونډ شوي او د نندارتون په وړاندی هغه لوبغاړي چې په کارتوني جامو سنبال شوي ، د نندارچيانو په منځ کې ګرځېدل راګرځېدل .

په دې وروستيو کلونو کې د چين کارتوني چارو په چټکۍ سره پرمختيا موندلې ده .د کولتور وزارت له شمېرنې سره سم ، په ٢٠١٢ کال کې د چين د کارتوني چارو عمومي توليدي ارزښت ٧٥ مليارډ ٩٩٤ مليونه يوانو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله ٢٠ سلنه زيات شوی دی.د بازار ستر پټ توان څه د پاسه ٣٠٠ تصدۍ په روان نندارتون کې راجلبې کړي دي.د دغه نندارتون مسؤلې يو جيه وويل

(اواز ٢)

٣٢٥ چيني او بهرني تصدۍ په روان نندارتون کې ګډون کوي چې اويا سلنه تصدۍ يې د ځانګړو جامو د ننداره کولو لپاره راغلې او د بهرنيو نندارتونونو پراخوالی د ياد نندارتون د عمومي پراخولي له ٤٠ سلنې څخه اوښتی دی. له دې څخه څرګندېږي چې زموږ د نندارتون نړيواله سويه لوړه ده. ياد نندارتون د زياتو تصديو لپاره يو مهم ميدان او پل دی چې په کې د لومړي ځل لپاره خپل توليدات نندارې ته وړاندې کوي.

د ٥ ورځنۍ نندارتون په ترڅ کې د چين او د بهرنيو هېوادونو کارتوني سوداګرانو ترمنځ د معاملې غونډې ، هنري فورمونو او د کلاسيک کارتونونو د نندارې په ګډون يو لړ فعاليتونه تر سره شوي دي.د کارتون مينه والو هم د امريکا، جاپان او د جنوبي کوريا ٤ مشهور کارتوني فلمونه کتلي او دغه فلمونه به د شانګهای د دا ګوانګ مينګ سينما په ګډون يو شمېر سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

ياد نندارتون نه يوازی زيات شمېر تصدۍ راجلبې کړي دي، د کارتون څه د پاسه ٢٠٠ زره تنه مينه وال هم ددې نندارتون د ليدو لپاره راغلل. د يوې اتلس کلنې چيني زده کوونکې نندارې چې د نندارتون په ځای کې يې په يو جاپاني کارتون کې د يو رول جامې اغوستې، د ګڼ شمېر نندارچيانو سترګې ورجلبې کړي دي. هغې وويل

(اواز ٣)

غواړم چې په کارتوني چارو کې ګډون وکړم، دا زما موخه ده.زه نه يوازې جاپاني کارتونونه ، بلکې چيني کارتونونه هم ګورم.

د دغې زده کوونکې هيله هم د زياتو کسانو هيله ده کوم چې د چين د کارتوني چارو پرمختګ ته پاملرنه کوي.د چين حکومت تل د ملي کارتوني چارو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي. له تېر کال څخه د چين د ځانګړو کارتوني نښو د جوړولو او ساتلو پلان پلې شوی . د چين د کولتور وزارت د کولتوري چارو د رياست د لوي مديريت مرستيال ګاو جنګ په همدې ورځ په ياد پلان کې د ٢٠ ګډون کوونکو کارتوني نښو اعلان کړی. هغه وويل

(اواز ٤)

د کارتوني چارو د يوې مسؤلانه څانګې په توګه موږ له تېر کال څخه د کارتوني نښو د جوړولو او ساتلو پلان پلی کړو او هيله لرو چې څه نا څه ٢٠ نښې وټاکو چې د چين کارتوني سويې استازيتوب کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای