CRI Online

د هانکانګ د کتابونو د ٢٤مې دورې نندارتون تر سره شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2013-07-26 09:59:47

د هانکانګ د کتابونو څلېرويشتم نندارتون د جولای له ١٧ نېټې څخه تر ٢٣ نېټې پورې د هانکانګ د سوداګريز پرمختګ د ادارې تر مشرۍ لاندی د هانکانګ د غونډې او نندارتون په مرکز کې تر سره شوی او د ٣٠ هېوادونو او سيمو څه د پاسه ٥٦٠ سوداګرانو په دغه نندارتون کې ګډون درلود چې دغه شمېر د تېرې دورې د نندارتون په پرتله ٥ سلنه زيات شوی دی.

د ياد نندارتون پيمانه او نړيواله اغېزه په اسيا کې د نورو نندارتونونو په نسبت ستره ده او زيات شمېر بهرنی سوداګران يې راجلب کړی دی.د هانکانګ د سوداګريز پرمختګ ادارې د خپرونې او عامه چارو د څانګې چارواکې لين يان شين وويل ، د بېلا بېلو هېوادونو د ژبو او کولتورونو په اړه د لازياتو معلوماتو د تر لاسه کولو په موخه له ٢٠٠٤ کال څخه په دغه نندارتون کې د نندارچيانو لپاره د نړيوال کولتور د کلي په نامه غرفې جوړې شوې او په همدې کال کې د لومړي ځل لپاره له کولتوري ټولنې سره د فرانسې د کولتوري ورځې په نامه فعاليت تر سره شوی چې په ترڅ کې يې يو لړ اړوند سيمينارونه جوړ شوي چې په نتيجه کې د فرانسې د چاپونې ادارې سره د همکارۍ له لارې په فرانسه کې د هانکانګ کارتونونه چاپ شوي دي

د روان کال د نړيوال کولتور کلي په نوم د غرفې پراخوالی له ١٥٠ مربع مترو څخه اوښتی دی چې د تېر کال په پرتله ٤٠ سلنه زيات شوی او په کې د ٢٢ هېوادونو او سيمو د ژبو په وسيله چاپ شوي کتابونه نندارې ته وړاندی شوي دي.د يونان، پروتګال، جنوبي افريقا او ترکيې کتابونه د لومړي ځل لپاره په دغه نندراتون کې ښودل شوي دي. د ترکيې انځورګرو هم د نندارتون په ترڅ کې د اوبو په وسيله د انځورولو ننداره وکړه. لوستونکو په دغه نندارتون کې د بروني، ماليزيا، فلپين ، سينګاپور او ويتنام په ګډون د يو شمېر هېوادونو کتابونه ولوستل. بر سېره پر دې ، د جاپان د چاپونې ٢ څانګو او د جنوبي کوريا د چاپونې يوې تصدۍ هم په دغه نندارتون کې ګډون درلود.

د بل خبر له مخې، د ښاري کېدو دواملرونکي پرمختګ او د چين او المان د ښارونو ترمنځ د مخامخې ليدنې په نامه ځانګړی فورم د روانې مياشتې په ١٩ نېټه د ګوی جو ولايت په ګوی يانګ ښار کې تر سره شو.د دواړو هېوادونو د څو ښارونو حکومتي استازيو او کار پوهانو په ګډه د ښاري کېدو په بهير کې د ننګونو او فرصتونو او د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ په اړه بحثونه کړي دي.د ښاري پرمختګ لار د هر ښاروال لپاره د پاملرنې وړ مسئله ده.

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو راهيسې يعنې له ١٩٧٨ کال څخه تر ٢٠١٢ کال پورې د چين په عمومي نفوس کې په ښارونو او ښارګوټو کې د نفوس انډول له ١٨ سلنې څخه ٥٢ سلنې ته زيات شوی دی.د ګډون کوونکو په اند بايد د چاپيريال ساتنې ته لومړيتوب ورکړی شي ، دا د هر ښار لپاره قيمتي تجربه ده .

په نړۍ کې د ښاري کېدو په هکله د المان بهير ګړندی دی او دغه هېواد د ښارونو د اداره کولو په هکله زېاتې پرمختللي نظريې او غوره تجربې لری. د المان د لېپزيګ ښاروال بورخارد جونګ وويل چې د ښار پرمختګ له ايکولوژيک ، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سره نژدی تړاو لري او بايد د وګړو ګټې ته لومړيتوب ورکړي شي.

د بېجينګ پوهنتون د منظرو ډيزاين د څېړنيز انسټيټوټ مرستيال لي دي هوا وړانديز وکړ چې د چين د بېلا بېلو ځايونو حکومتونه بايد د ښاري کېدو په بهير کې د ښارونو دواملرونکی پرمختګ او د ښارونو د رول بدلون ته زياته پاملرنه ورکړي چې په ښارونو کې د ايکولوژيکي چاپېريال د لا ښکلا لپاره نوی موډل جوړ کړي يعنی د انرژۍ د سپما ، د ترانسپورتي اسانتياوو د برابرۍ او د کاري دندو د زياتوالي او د ښار او کلي ترمنځ د ګډې پرمختيا په شمول د ښار نوې بڼه جوړه شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای