CRI Online

د دولتي حالت په اړه د مکاو په مسابقه کې جايزه اخيستونکو زده کوونکي بېجينګ ته راورسېدل

cri     (GMT+08:00) 2013-08-16 10:13:44

په دې وروستيو ورځو کې د دولتي حالت په هکله ښوونيزې ټولنې او د ين هه شرکت په ګډه د مکاو د بنسټيز قانون د صادرولو ٢٠ کاليزې د يادونې لپاره د ځوانانو د پنځمې دورې مسابقه جوړه کړه.د اګست له ٥ نېټې څخه تر ٩ نېټې پورې په ياده مسابقه کې جايزه اخيستونکو زده کوونکو او د دوی ښوونکو په بېجينګ کې د چين د ملي ولسي کانګرېس له دايمي کميټې ، د بهرنيو چارو او د ښوونې له وزارتونو او د دولتي شورا د هانګ کانګ او مکاو له دفترونو څخه ليدنې وکړې.

د ٥ ورځنۍ ليدنې په ترڅ کې د مکاو ښوونکو او زده کوونکو د چين د ملي ولسي کانګرېس دايمي کميټې په اړه د مکاو د بنسټيز قانون د کميټې د مدير مرستيال جانګ ژونګ شون ، د بهرنيو چارو وزارت په اړه د هانګ کانګ ، مکاو او تايوان د مديريت مرستيال ما جان وو او د ښوونې وزارت په اړه د هانګ کانګ، مکاو او تايوان چارو د دفتر مدير له مرستيال ای هونګ ګه سره تبادلې وکړې. په مکاو کې د دولتي حالت د ښوونيزې ټولنې مشر وانګ های تاو وويل چې د دولتي معالوماتو په اړه د زده کوونکو علاقه ستره ده.

(اواز ١)

د دولتي حالت په اړه مسابقه په ٢٠٠٩ کال کې د دولتي حالت د ښوونيزې ټولنې له خوا جوړه شوه. په تېره شوې مسابقه کې ګډون کوونکي زده کوونکي له ٨٠٠٠ زده کوونکو څخه انتخاب شوي دي .

له خپل وطن او مکاو سره د مينه لرلو غوره دود د خپرونې لپاره يادې ټولنې په مسلسلو ٥ کلونو کې په بريالۍ توګه د مکاو ځوانانو په منځ کې د دولتي معالوماتو سيالۍ جوړې کړي دي. هر کال په منځنۍ توګه د مکاو د پوهنتونونو او منځنيو ښوونځيو څو زره تنه زده کوونکي په دغه سيالۍ کې ګډون کوي چې د وطن پرستۍ د تبليغاتو په اړه يو مشهور فعاليت ګرځېدلی دی.د روان فعاليت اصلی موضوع د مکاو د بنسټيز قانون د صادرولو د ٢٠ کاليزې يادونه وه.د ين هه شرکت مشر چنګ يو شنګ هيله څرګنده کړه چې د زده کوونکو د نظريو ساحه به پراخه شي.

(اواز ٢)

هيله لرم چې دوی د هېواد په اړه د لازياتو معلوماتو د تر لاسه کولو فرصتونه ولري او د دوی د نظريو ساحه پراخه شي.

خپل وطن ته د مکاو حاکميت تر ستنېدو وروسته په ښوونيزه برخه کې د هېواد د سترې برخې او مکاو ترمنځ تبادله او همکاری ورځ په ورځ زياتېږي. تېر کال د مکاو د ټولنې او کولتور د مديريت مشر جانګ يو د ښوونې وزارت له مرستيال هاو پينګ سره د دوو ځايونو د ښوونيزې تبادلې او همکارۍ چوکاټي تړون لاسليک کړ چې له امله يې په ښوونيزه برخه کې د دوو ځايونو ترمنځ تبادله او همکاری منظم مدار ته و رسول شوه.د ښوونې وزارت په اړه د هانګ کانګ، مکاو او تايوان چارو د دفتر مدير مرستيال ای هونګ ګه وويل چې د مکاو زده کوونکو دغه ليدنه به د دواړو خواوو ترمنځ همکاری د ژورتيا لپاره ګټوره وي.

(اواز ٣)

دا زموږ ترمنځ د تبادلې، تفاهم او همکارۍ د ټينګښت او پراخوالي يو بل ښه فرصت دی او هيله من يم چې د دې ليدنې له لارې به د دواړو خواوو ترمنځ تفاهم پياوړی شي.

ليانګ شياو ون چې د مکاو د ساينس او انجنيرۍ پوهنځي د چيني او پورتګالي ژبو د ژباړلو د تخصص زده کوونکې ده، وويل چې غواړم په راتلونکي کې د چين او پورتګال ترمنځ د تبادلې لپاره خپل خدمتونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای