CRI Online

د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ همکاری نوی پړاو ته رسېدلې ده

cri     (GMT+08:00) 2013-09-10 15:33:04

د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ نندارتون د سپتمبر له ٣ نېټې څخه تر ٦ نېټې پورې د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې تر سره شو. روان کال د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکی همکارۍ اړيکو د ټينګېدو او د دغه نندارتون د جوړېدو له ١٠ کاليزې سره برابر دی. د چين او د يادې ټولنې د سوداګريزې شورا د دايمي چارو د سرمنشي مرستيال شيو نيګ نيګ خبريالانو ته وويل د دواړو خواوو ترمنځ واقعی همکاری نوي پړاو ته رسېدلې ده.

د ښاغلي شيو نينګ نيګ په اند ، د سمون او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو راهيسې چين د جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو سره دوستانه اړيکو ته د لومړيتوب اهميت ورکوي هغه وويل له لسو کلونو راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ ستراتيژيکی همکارۍ اړيکو په هراړخيزه او ژوره توګه پرمختيا موندلې ده . په تېره بيا د چين او يادې ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې جوړېدل نه يوازی د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي ودې ، د خلکو د ژوندانه سويې د لوړتيا لپاره ګټور دي ، بلکې د سيمې د يوځايښت بهير يې هم ګړندی کړی دی.

له لسو کلونو راهيسې دواړو خواوو په سياسي، اقتصادي، علمي ، کولتوري، ښوونيزو ، سيلانيزو او پولي برخو کې يو لړ همکاريز نظامونه جوړ کړي. ښاغلي شيو نينګ نينګ وويل د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريزه اندازه له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠١٢ کال پورې له ٥٥ مليارډو امريکايي ډالرو څخه ٤٠٠ مليارډو امريکايي ډالرو ته پورته شوې ده . د روان کال په لومړی نيمايي کې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريز ارزښت په ثابته توګه زيات شوی دی چې دوه اړخيزه سوداګريزه اندازه يې ٢١٠ مليارډو ٥٦٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٢ اعشاريه ٢ سلنه زيات شوی دی.

بر سېره پر دې ، د چين او يادې ټولنې ترمنځ متقابلې پانګونې هم په چټکۍ توګه پرمخ تللې دي.د ٢٠١٢ کال تر پايه پورې د دواړو خواوو ترمنځ متقابلې پانګونې ١٠٠ مليارډو ٧٠٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی.ښاغلي شيو نينګ نينګ وويل ، روان کال د چين او يادې ټولنې ترمنځ د ستراتيژيکی همکارۍ اړيکو د ټينګېدو له ١٠ کليزې سره برابر دی، دواړه خواوې به ددی فرصت په کارولو سره په اقتصادي ، کولتوري ، ښوونيزو او سيلانيزو برخو کې يو لړ فعاليتونه تر سره کړي او د نندارتونونو او فورمونو په جوړولو سره د اړوندو سازمانونو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي.

ښاغلي شيو وويل په عمومي توګه په تېرو ٩ کلونو کې ياد نندارتون څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.د ١١ هېوادونو د تصديو، تجارتي توکو ، پروژو او پانګو په اړه معلومات راغونډ شوي چې د دواړو خواوو ترمنځ ستراتيژيکی همکارۍ اړيکې په پر له پسې توګه ژورې شوې او د چين او د يادې ټولنې د ١٠ هېوادونو د مشرانو لخوا ډير وستايل شو. د دغه نندارتون نورهم پرمختګ بايد د اقتصادي او سوداګريزو ګټو او د نندارتون د جوړولو سويې لوړتيا ته اړتيا ولري. د دواړو خواوو د تصديو ترمنځ همکاری د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د ټينګتيا او پراختيا راتلونکی لوری دی.

ښاغلي شيو وويل اوس د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه په هراړخيزه توګه د دغې ټولنې جامع پلان پلی کوي چې دا به د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ لپاره ښه زمينه برابره کړی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای