CRI Online

د بو او د ځوانانو فورم په هانګ کانګ کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2013-09-17 15:04:57

د ٢٠١٣ کال د بواو د ځوانانو فورم د سپتمبر په ٩ نېټه د چين په هانګ کانګ کې تر سره شو. د چين د سترې برخې ، هانګ کانګ، تايوان،مکاو او د سينګاپور،هند او امريکا د اقتصادي ټولنو او د نړيوالو سازمانونو استازيو له زرګونو ځوانانو سره د اسيا د راتلونکي پرمختګ په اړه بحثونه کړي دي.

ياد فورم په ٢٠٠٩ کال کې جوړ شو او روان فورم د څلورمې دورې فورم دی چې اصلی موضوع يې ځوان مخترعين او نوۍ اسيا: سره يو لاس شی او ښه راتلونکی وموندل شی .دغه فورم د هانګ کانګ د جينګ ينګ ټولنې او د بواو د اسيا فورم له خوا جوړېږي څو چې د ځوانانو په نظر د اوسنۍ اسيا اوضاع تحليل شی.د همدې ورځې په سهار د هانګ کانګ حکومت د اداري شورا مشرې لين جنګ يوه ار، په هانګ کانګ کې د چين د مرکزي حکومت د ارتباطي دفتر مدير جانګ شياو مينګ او د بواو د اسيا فورم د سرمنشي جو ون جونګ په ګډون يو شمېر مشرانو د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود. ښاغلي جو ون جونګ وويل چې روان فورم بايد د نوي پړاو سمون لپاره نوۍ لار ولټوي.

د روان فورم اصلی موضوع ځوان مخترعين او نوۍ اسيا ده چې د اسيا د سمون په بهير کې هيلې مو په ځوانانو تړلي دي.هيله من يو چې د بېلا بېلو مېلمنو او استازيو د ګډې نظريې پر بنسټ د نوي پړاو سمون لپاره نوی لار ولټول شي.

د مرکزي حکومت د ارتباطي دفترد مدير جانګ شياو مينګ په اند د اختراعاتو په هکله د هانګ کانګ په وړاندې بهرنی فشار ستر دی.د نړيوال اقتصاد فورم په دې وروستيو ورځو کې د ګردې کرې د سيالۍ توان په اړه يو راپور خپور کړ چې هانګ کانګ په نړۍ کې اووم مقام نيسي،خو د اختراعاتو په هکله د سيالۍ توان په ليسټ کې هانګ کانګ ٢٣م مقام نيسي.

د هانګ کانګ د اداري شورا مشرې لين جنګ يوه ار وويل چې د هانګ کانګ حکومت په بېلا بېلو برخو کې د ځوانانو هراړخيز پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په لنډه موده کې به د ٥٠٠ مليونه هانګ کانګ ډالرو په ارزښت د نوښت پرمختيايي صندوق جوړ کړي چې په هر اړخيزه توګه د صنعتي تګلارې څېړنې ترسره کړي څو چې د اقتصادي سيالۍ په برخه کې د هانکانګ توان لوړ شي.

د يو بل خبر له مخې، د سپتمبر له ١٢ نېټې څخه تر ١٣ نېټې پورې به د بشري حقونو په هکله د شپږمې دورې بيجينګ فورم په بېجينګ کې تر سره شي چې دغه فورم د چين د بشري حقونو د څېړنيزې ټولنې او د چين د بشري حقونو د پرمختيايي صندوق له خوا جوړېږي او له ٢٠٠٨ کال څخه ٥ دورې فورمونه په بريالۍ توګه تر سره شوي دي.د تېرو دورو په فورمونو کې د سلګونو هېوادونو، سيمو او د نړيوالو سازمانونو استازيو ، حکومتي چارواکو او کارپوهانو ګډون کړی چې د نړۍ د بشري حقونو په برخه کې د سترو مسئلو په اړه د صداقت په فضا کې د نظريو تبادله وکړه.

د بشري حقونو په هکله د بيجينګ فورم د پنځو کلونو د کوششونو په رڼا کې په نړۍ کې ستره اغېزه لري چې د بشري حقونو په برخه کې د نظريو د تبادلې په برخه کې يو اغيزمن ډګر ګرځېدلی او له دايمي سولې او ګډې سمسورتيا څخه د ډکې نړۍ د ابادولو او د نړۍ د بشري حقونو د سالم پرمختګ لپاره يې فکري سرچينې برابرې کړي دي.

د خبر له مخې، د بشري حقونو د دواملرونکي پرمختګ د چاپېريال جوړونه به د ياد فورم اصلي موضوع وي او د فورم په موده کې به د قانوني ادارې او بشري حقونو، د ټولنيزې ابادۍ او بشري حقونو او د سيمه ييز امنيت او بشري حقونو په اړه بحثونه ترسره شي چې د بشري حقونو د دواملرونکي پرمختګ لپاره ښه داخلي او بهرنی چاپيريال برابر شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای