CRI Online

د ٢٠١٣ کال لپاره د چين او ترکيې د اسلامي کولتور نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2013-09-24 14:22:17

د ٢٠١٣ کال لپاره د چين او ترکيې د اسلامي کولتور نندارتون د سپتمبر د ١٣ نېټې تر غرمې وروسته د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې ادارې سيمې د مرکز ين چوان ښار د نينګ شيا په موزيم کې پرانيستل شو.د دې نندارتون موخه د ترکي کولتور ننداره کول دی چې چيني نندارچيان د نندارتون په ترڅ کې د ترکي کولتور په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستی پياوړی شي.

د چين د مذهبي چارو د ادارې مرستيال جانګ له بين په همدې ورځ د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې په بېلا بېلو ساحو کې د چين او ترکيې ترمنځ د همکارۍ د اړيکو پرمختيا ياده کړه.

(اواز ١)

د چين او ترکيې ترمنځ سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٢ کلونو راهيسې ، په تېره بيا په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ، متقابل سياسي باور ، دوه اړخيز سوداګريز پرمختګ او په کولتوري برخه کې راشه درشه پياوړی شوې چې دا د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم او دوستۍ د ټينګېدو لپاره ګټوره ده

ښاغلي جانګ وويل چې روان نندارتون په ٢٠١٢ کال کې د ترکيې په استنبول کې د کولتوري نندارتون تر جوړېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ يو بل لوی کولتوري تبادلوی فعاليت دی.د ترکيې د مذهبي چارو د ادارې مشر محمد جيورميز په خپله وينا کې وويل چې دغه فعاليت د ترکيې او چين ترمنځ د مذهبي تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره د پل په توګه رول لري.(اواز ٢)

په تاريخ کې د ورېښمو د لرغونې لارې په وسيله دواړه هېوادونه تړل شوي وو، خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لا زياتې لارې چارې شته دي چې د خلکو په زړونو کې د تګ راتګ يو پل جوړ شوی دی. هيله ده چې د ترکيې او چين د مذهبي چارو د ادارو او د چين د اسلامي ټولنې ترمنځ د همکارۍ له لارې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ تبادلې نورهم پياوړې شي.

دغه فعاليت په چين کې د ترکيې د کولتور کال او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د نندارتون په يو لړ فعاليتونو کې شامل دی .د روان نندارتون اصلی موضوع د تاريخي پېښې خپرول او د راتلونکی جوړېدل دي چې د چين او ترکيې ترمنځ د اسلامي کولتور او خطاطۍ د نندارتونونو په ګډون يو شمېر فعاليتونه به ترسره شی.

تر پرانيستونکو مراسمو وروسته د ترکيې څه د پاسه ٥٠ هنرمندانو د ين چوان ښار د هوی قوم په کولتوري پارک کې د چيني نندارچيانو لپاره د ترکيې پوځي نغمې وغږولې چې هره نغمه يې د نندارچيانو لخوا د تودې چکچکې بدرګه شوه.بر سېره پر دې،د ترکيې او چين خطاطانو سره يو ځاي نندارچيانو ته د خطاطۍيوه ننداره وکړه چې زيات شمېرمينوال يې راجلب کړی دی.

د يو بل خبر له مخې، د ٢٠١٣ کال د اسلامي تصديو د خاوندانو نړيواله غونډه چې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې ادارې سيمې د مرکز ين ځوان ښار د حکومت له خوا جوړه شوی،د سپتمبر په ١٣ مه نېټه پرانيستل شوه.دغه غونډه د ٢٠١٣ کال د چين او عربي هيوادونو د نندارتون لپاره يو مهم فعاليت بلل کيږي او پکې يې د عربي هيوادونو ، امريکا، فرانسې، جنوبي کوريا او روسيې په ګډون د ٣٧ هيوادونو د سوداګرانو ټولنو، اسلامي سازمانونو ، حکومتي سازمانونو او د تصديو استازيو د خپلمنځې دوستۍ،تبادلې او همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړې .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای