CRI Online

د ٢٠١٣ کال د چين او هند ترمنځ د همکارۍ فورم به په سه چوان ولايت کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2013-10-21 16:57:43

د ١٤مې دورې د چين د لوېدېځې سيمې نړيوال نندارتون به د ٢٠١٣ کال د اکتوبر له ٢٣ نېټې څخه تر ٢٧ نېټې پورې د سه چوان ولايت په مرکز چنګ دو ښار کې تر سره شی او د ياد فورم د جوړېدو په بهير کې به د دې سيمې په هکله د نړيوالې همکارۍ فورم او د ٢٠١٣ کال لپاره د چين او هند فورم هم د روانې مياشتې په ٢٥ نېټه په سه چوان کې پرانيستل شي چې د چين او هند حکومتي چارواکي ، کارپوهان او د بېلا بېلو ټولنو استازي به په کې ګډون وکړي.

ياد فورم د چين د سوداګرۍ وزارت په اړه د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ انسټيټوټ ، د سه چوان ولايت د ټولنيزو علومو اکاډمۍ ، د ٢١مې پيړۍ لپاره د چين او هند د کولتوري تبادلې مرکز او د هند د اقتصادي او ټولنيزو علومو اکاډمۍ له خوا جوړېږي.د سه چوان ولايت د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د مشر مرستيال ګوه شياو مينګ وويل چې د چين او هند په ياد فورم کې به په عمده توګه د چين او هند ترمنځ د اقتصادي پرمختګ او همکارۍ په اړه بحث وشي.(اواز ١)

د چين او هند په دغه فورم کې به په عمده توګه د ٣ مسئلو په اړه بحث وشي. لومړۍ د چين او هند د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه عمومي حالات . دوهم، د چين او هند د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په بهير کې ځانګړې مسئلې .درېيم ، له دې امله چې د لوېديځې سيمې نړيوال نندارتون په سه چوان کې جوړېږي، نو د سه چوان ولايت او هند ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز پرمختګ د بنسټ او همکاريزې راتلونکې په اړه مسئلې به ددې فورم په ترڅ کې تر بحث لاندی راشي.

د روان فورم اصلی موضوع ورخلاصون ، همکاری او اقتصادی پرمختيا ده .ښاغلي ګوه شياو مينګ وويل (اواز ٢)

زموږ په اند ، د اوسنيو نړيوالو اقتصادي حالاتو په وړاندې چين او هند د برېکس هېوادونو د نويو غړو په توګه د اقتصادي پرمختيا په برخه کې غوره والی لري.خو د دوو لويو پرمختيايي هېوادونو په توګه چين او هند د نفوسو د زياتوالي، د سرچينو د کمست او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې هم له ګډې ننګونې سره مخامخ دي ، نو دواړه هېوادونه بايد متقابله همکاری پياوړی کړي چې د اقتصاد د پر له پسې پرمختګ او د نړيوال اقتصاد د ښه والي لپاره خدمتونه وکړي.

چين او هند د دوو لويو نويو پرمختيايي هېوادونو په توګه د اسيا او نړۍ د پرمختګ لپاره بااهميته رول لري. په دې وروستيو کلونو کې د دوه اړخيز سوداګريز پرمختګ په عين وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې هم په واقعی توګه ښې شوي دي.ښاغلي ګوه شياو مينګ باور څرګند کړ چې دغه فورم به د چين او هند ترمنځ د تبادلې او همکارۍ لپاره پرمخبيوونکي رول ولوبوي.(اواز ٣)

زما په اند دغه فورم په عمده توګه ٣ ډوله رول لري. لومړۍ، د چين او هند ترمنځ تفاهم به پياوړی شی . دوهم، د چين او هند ترمنځ د تبادلې ساحې به پراخې شي. په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې د چين او هند ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو برخه کې ځينې پرمختګونه تر لاسه شوي دي، خو د علومو او کولتور په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راشې ورشې د زياتوالي ساحې هم لويې دي. درېيم،د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ساحې به پراخې شي.د متقابلې پانګونې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پټ قوت موجود دی ،نو د دغه فورم له لارې به په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاری پياوړی شي.

په راتلونکي کې چين او هند په اسيا کې د دوو لويو پرمختيايي هېوادونو په توګه ستر پټ ځواک لري.د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ او پرمختيا به د اسيا او ارام سمندري سيمې او د نړيوال اقتصاد د بيا احيا په بهير کې ځانګړی رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای