CRI Online

د شانګهای نړيوال هنري فيسټيوال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2013-10-25 09:03:49

د ١٥مې دورې د شانګهای نړيوال هنري فيسټيوال په دې وروستيو ورځو کې پرانيستل شو. د چين او د بهرنيو هېوادونو ٤٧ ځلاند اوپېراګان به په يوه مياشت کې نندارچيانو ته وړاندې شي چې له دې لارې به د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ځانګړي کولتورونه وښودل شي.

(اواز ١)

د اکتوبر د ١٨ نېټې په شپه د ١٥مې دورې د شانګهای نړيوال هنري فيسټيوال په رسمي توګه د شانګهای د کولتور په مرکز کې پرانيستل شو. د دې فيسټيوال په ترڅ کې به يو لړ نندارې، نندارتونونه ، معاملوي غونډې ، فورمونه او د خلکو کولتوري فعاليتونه هم تر سره شي چې په کې د بهرنيو هېوادونو د هنرمندانو څه د پاسه ٢٠ ځلاندې نندارې به نندارچيانو ته وړاندې شي.د بېلګې په توګه د مونټ کارلو د بالټ نڅاوو ډلې ،د المان د دريسدنر کريوزچور هلکانو هنري ډلې او د ايټاليا د مشهورې سندرغاړې سيسيليا بارتولي او يو لړ نورو هنرمندانو په ګډون ډېرو په دغه فيسټيوال کې ګډون کړی.

د شانګهای زيات شمېر اوسېدونکو خپله خوښي څرګنده کړه. مېرمن ليو خبريال ته وويل چې زه له نڅاوو څخه زده کړه کوم، دغه راز د فيسټيوال په ترڅ کې د نڅاوو نندارې ته ډېره پاملرنه کوم.

(اواز ٢)

ډېره ښه ده چې دغه ځل د بهرنيو هېوادونو د کلاسيک اوپيراګانو د کتلو فرصت لرم.چيني نندارچيان به د دغه فيسټيوال له لارې د بهرنۍ کولتور په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي او له دوی سره د تبادلې فرصت هم لري.

د شانګهای نړيوال هنري فيسټيوال په ١٩٩٩ کال کې جوړ شوی او له ١٤ کلونو څخه په نړۍ کې د کولتوري تبادلې لپاره يو اغېزمن ميدان ګرځېدلی دی.د مونټ کارلو د بالټ نڅاوو ډلې مسؤل جين کريستوفي مايلوت خبريال ته وويل:

(اواز ٣)

١٥ کاله مخکې، ما د لومړي ځل لپاره د شانګهای په نړيوال هنري فيسټيوال کې ګډون کړی و،زما په اند هغه مهال زموږ د بالټ نڅاوو عصري سبک د شانګهای د نندارچيانو لپاره تازه وه.خو اوس چيني نندارچيان زموږ د نڅاوو سبک ډېر پېژني.زه د پنځمې دورې د شانګهای په نړيوال هنري فيسټيوال کې ګډون کړم او ډېر وياړم چې د دغه فيسټيوال د پرمختګ بهير ګورم.

هر کال د شانګهای د نړيوال هنري فيسټيوال په ترڅ کې د نندارې او د معاملو غونډې تر سره کېږي. دغه فيسټيوال چين ته د بهرنيو هنري توليداتو د ننوتلو او بهر ته د چيني هنري توليداتو د وتلو د يو پل په توګه ګڼل کېږي. روان کال به د چين د ډرامې نندارځی، د شان شي ولايت هنري شرکت ، د بريټانيا د اېدينبورګ نړيوال هنري فيسټيوال او د امريکا د جون کينيدي هنري مرکز په ګډون زيات شمېر چيني او بهرنی سازمانونه د معاملو په غونډو کې ګډون کوي.د شانګهای د نړيوال هنري مرکز مشرې مېرمن وانګ جيون خبريال ته وويل چې روان کال د چيني ځانګړتيا لرونکي اوپيراګان د ګډون کوونکو لپاره ډېر د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي.

(اواز ٤)

د معاملو په غونډو کې د اخيستونکو غوښتنې بېلې دي چې ځينې د موسيقۍ پروګرامونه، ځينې د اوپيراګانو پروګرامونه او ځينې د ځوانانو له خوا جوړ شوی پروګرامونه غواړي.موږ به شانګهای ته د دوی له رسېدو مخکې د دوی لپاره ځانګړي ليستونه جوړ کړو .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای