CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان د دوديز طب په اړه د راتلونکو ١٠ کلونو ستراتيژۍ خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2013-11-01 08:51:53

د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ٢٨ نېټه په مکاو کې له ٢٠١٤ کال څخه تر ٢٠٢٣ کال پورې د دوديز طب ستراتيژۍ خپره کړې او په راتلونکو ١٠ کلونو کې يې په دوديزو طبي چارو کې د دې سازمان ستراتيژيکۍ موخه او عمليات ټاکلي دي. د ياد سازمان عمومي مديرې ماګريت چان فونګ فوچون وويل چې په راتلونکو ١٠ کلونو کې بايد د بېلا بېلو هېوادونو په طبي سيسټمونو کې دوديز طب ته يو مناسب ځای ورکړی شي او د دوديزو طبي توليداتو د جوړولو معيارونه دې جوړ کړي شی.

دوديز طب د بېلا بېلو کولتورونو له مخې د اصلي تيورۍ، نظريو او تجربو پر بنسټ د ناروغيو د مخنيوي او درملنې لپاره رامنځته شوی دی.د بېلګې په توګه د چين او هند په دوديزو طبي سيسټمونو کې دوديز طب لرغونې تاريخ لري او د زرو کلونو تر پرمختګ وروسته رامنځته شوی دی. د روغتيا د نړيوال سازمان له شمېرنې سره سم ، په پرمختيايي هېوادونو کې څه نا څه ٧٠ سلنې وګړو دوديز طب استعمال کړی او کوي يې. تر اوسه پورې د چين حکومت د خپل هېواد دوديز طب ته په پوره توګه د هېواد په طبي خدمتي سيسټم کې ځاي ورکړی دی. خو په زياتو هېوادونو کې دوديز طب په ملي طبي سيسټم کې لاهم نه دی منل شوی.مېرمن ماګريت وويل چې په راتلونکو ١٠ کلونو کې بايد د بېلا بېلو هېوادونو په طبي سيسټمونو کې د دوديز طب مناسب مقام ټينګ کړي شو.

(اواز ١)

زموږ په وړاندی ننګونه دا ده چې په عمومي طبي سيسټم کې بايد دوديز طب ته يو مناسب ځای ورکړی شی او خلکو ته د دوديز طب ځانګړی رول دې وروپيژندل شي. په بله ژبه دوديز طب يوه خزانه ده او کولتوري ميراث هم دی.

دوديز درملونه په ډيرو وختونو کې د عصري درملو په ځاي نه کوي. د تېرې پيړۍ له ٩ لسيزې راهيسې په زياتو پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو کې دوديز طب ښه کارول شوی. د افريقا، اسيا او لاتيني امريکا په ډېرو ځايونو کې د دوديزو درملونو بيې ټيټې دي ، دغه راز د مليونو خلکو لپاره دوديز طب عمده او کله کله يوازنۍ د روغتيا ساتلو لاره ده. مېرمن ماګريت وويل چې دوديز درملونه د ناروغيو د درملنې وروستۍ هيله نه بلل کېږي.

(اواز ٢)

دوديز طب ډېر اغيزمن دی، خو په زياتو حالاتو کې د عصري درملو او د بيړنۍ درملنې د تدبيرونو ځاي نشی کولي.دوديز طب د ژوند د ژغورلو وروستۍ هيله نه ګڼل کېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان له ٢٠٠٢ کال څخه د دوديز طب نړيواله ستراتيژی جوړه او پلی کړه. په راتلونکو ١٠ کلونو کې به دوديز طب د نړۍ په طبي سيسټم کې لامهم رول ولوبوي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين دوديز درملونه د نورو زياتو هېوادونو د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي.په چين کې د دوديزو درملو له رامنځته کېدو مخکې تبتي درملونه وکارول شول چې تر اوسه پورې زره کلن تاريخ لري . د اکتوبر له ٢٣ نېټې څخه تر ٢٩ نېټې پورې په جرمني کې د ٢٠١٣ کال د چين د تبتي کولتور اوونۍ تر سره شوه چې د دغه فعاليت په ترڅ کې جرمنيانو ته د تبت د دوديز درملو په اړه زيات معلومات وروپيژندل شول. هر کال د تبتي درملو ډول ډول نړيوالې غونډې تر سره کېږي او د نورو هېوادونو زيات شمېر کارپوهان د تبت د دوديزو درملو د څېړنې لپاره له تبت څخه ليدنه کوي . بر سېره پر دی، يو شمېر بهرنی زده کوونکي هم د تبت د دوديز طب د زده کولو لپاره چين ته راځي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای