CRI Online

په چين کې د چاپونې حق د ٦مې دورې کلنۍ غونډه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-12-10 17:12:23


د چاپونې حق د شپږمې دورې کلنۍ غونډه چې د چين د چاپونې حق د ټولنې او د چين د مخابراتي شرکت له خوا جوړه شوې ، د نومبر په ٣٠ نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه.د روانې غونډې اصلی موضوع د موباېل انترنېټ په زمانه کې د چاپونې حق اداره کول او ساتل وه چې د بای دو او تنسنټ په ګډون د چين د مشهورو انترنېټي شرکتونو مسؤلانو په کې ګډون درلود.په عين وخت کې د چين د اطلاعاتو ، چاپونې ،راډيو، فلم او تلويزيون د مرکزي ادارې مشر او د ادبياتو د نوبل جايزه ګټونکي ليکوال مو يان هم په دغه غونډه کې ويناوې وکړې. دوی له ټولې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د چاپونې حق د ساتنې کارونو ته په درنه سترګه وګوري.ښاغلي مو يان وويل

(اواز ١)

په تېره اوږده موده کې کله چې ليکوال د چاپونې حق يادونه کوله ، نورو په سپک نظر ورته وکتلو.

په ياده کلنۍ غونډه کې ليکوال مو يان د ټولو ليکوالانو په استازي وويل چې که د چاپونې حق په ښه توګه و نه ساتل شی ، ادبي خلاقيت به له ستونزو سره مخامخ وي.د چاپونې حق په ښه ساتلو به نه يوازې د چاپونې حق په اړه د يو هېواد ښه بڼه جوړه شي، بلکې د ادبي خلاقيت ښه چاپيريال به هم برابر شي. لنډه دا چې د چاپوانې حق ساتنه د انسانانو د نوښت توان ساتنه ده.

د چين د اطلاعاتو ، چاپونې ، راډيو، فلم او تلويزيون د عمومي ادارې د ګوندي کميټې منشي جيانګ جيان ګوه وويل چې د ګردې کرې له نظره د چاپونې حق په ګډون د پوهنې د تمليکي حق ساتل د يو هېواد د عمومي طاقت د لوړتيا لپاره مهم انتخاب ګرځېدلی دی.ښاغلی جيانګ جيان ګوه وويل

(اواز ٢)

په وروستيو کلونو کې د امريکا، جاپان او استراليا په ګډون پرمختللو هېوادونو د چاپونې حق په ګډون د پوهنې تمليکي حق په اړه توليدات د پانګې په توګه تر ادارې لاندې راوستلي او د ملي اقتصاد د حساب او د اعتماد پيژندنې د سيسټمونو په ساحه کې يې شامل کړي دي.له دی څخه څرګندېږي چې نوموړي هېوادونه د پوهنی تمليکي حق د ادارې او ساتنې کارونو ته په ډېره درنه سترګه ګوري.

اوس په چين کې د چاپونې حق د ادارې او ساتنې کارونه له ډېرو نويو ننګونو سره مخامخ دي. د ٢٠١٣ کال د جون تر پايه پورې په چين کې د موباېل انترنېټ د استعمالوونکو شمېر له ٤٠٠ مليونو تنو څخه اوښتی دی. دغه شمير دا ښيي چې داستانونه ، د موسيقۍ اثار او تلويزيوني ډرامې په انترنيټ کې لوستل يا اورېدل کېږي ، نو دا ستونزه رامنځته شوې ده چې څنګه د ګرځېده انترنيټ په زمانه کې د چاپونې حق ښه وساتل شی . د تنسنټ شرکت عمري افتخاري سلاکار چن يې جو د اپل کمپنۍ د مثال په توګه ياده کړه او و يې ويل

( اواز٣)

د اپل کمپنۍ فقيد مشر چابوس دا ټاکلې ده چې د يوې سندرې اورېدو بيه ٩٩ سنټه اخيستل کېږي او په اتونيس کې يوازی يوه يوه سندره خرڅېږي .

رښتيا ده چې يوازی د چاپونې حق په ښه توګه وساتل شي، ټولنيزې دارايې او شتمنۍ په پرله پسې ډول زياتې او خلکو ته لازياتې ګټې ورسول شي.

ښاغلي جيانګ جيان ګوه وويل

(اواز ٣)

د چاپونې حق د ساتنې کارونه بايد کومې سويې ته ورسيږي ؟ زما په اند بايد نوښتګرو ته شتمنی ورکړی شي او حتی د دوی نسلونه هم ترې ګټې واخستلی شي چې په پايله کې له نوښتونو څخه ډکه ټولنه ، هېواد يا ملت رامنځته شی .






اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای