CRI Online

په نړۍ کې د کنفوسيوس په انسټيټوټونو کې د زده کوونکو شمير ٨٥٠ زرو ته رسېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2013-12-12 09:59:50

د کنفوسيوس انسټيټوټ د اتمې دورې غونډه د دسمبر په ٨ نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده.د خبر له مخې،په ٢٠٠٤ کال کې د کنفوسيوس لومړی انسټيټوټ له جوړېدو څخه تر اوسه پورې په ١٢٠ هېوادونو او سيمو کې د کنفوسيوس څه د پاسه ٤٠٠ انسټيټوټونه جوړ شوي او په ٦٠٠ منځنيو او کوچنيو ښوونځيو کې د کانفسيوس کورسونه هم خلاص شوي دي. اوس د کانفسيوس انسټيټوټ د چين او نړۍ د کولتورونو ترمنځ د تړلو د يو پل په حيث رول لوبوي او لوبولی يې دی.

د يادې غونډې اصلی موضوع ماضي ته بيا کتنه او پر راتلونکي نظر اچونه ده .په ١١٠ هېوادونو کې د هغو٤٠٠ پوهنتونونود مشرانو په ګډون ٢ زرو تنو په دغه غونډه کې ګډون وکړ چې د کنفوسيوس ايسټيټوټونه پکې جوړ شوي دي . د چين د صدراعظم مرستيالې ليو يان دونګ په دغه غونډه کې د ګډون کوونکو استازيو هرکلی وکړ او دوی ته يې سلامونه وويل . مېرمن ليو هيله لري چې د کانفسيوس انسټيټوټونه په راتلونکی کې ښه پرمختګ ومومي.(اواز ١)

د کنفوسيوس د انسټيټوټونو شمېر ،پيمانه او ښوونيز کيفيت ورځ په ورځ لوړېږي چې د چيني ژبې د زده کړې او له چينايانو سره د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د دوستۍ او تفاهم د پياوړتيا لپاره يې فعال خدمتونه کړي دي.

د کنفوسيوس انسټيټوټ د چيني ژبې او د چيني کولتور د خپرونې لپاره يو ښوونيز او کولتوري سازمان دی . مېرمن ليو يان دونګ هيله لري چې د کانفيسوس په انيټيټوټونو کې د چيني ژبې د زده کولو پيمانه په پر له پسې توګه پراخه شي چې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو لپاره د چيني ژبې د زده کړې د لوړ کيفيت لرونکي خدمتونه برابر کړي.

په ٢٠١٢ کال کې د بريتانيا ، سويډن او اېرلنډ په ګډون ٧ هېوادونو حکمونه صادر کړي چې د چيني ژبې تدريس ته په ملي ښوونيز سيسټم کې ځاي ورکړی شی.

د پولنډ ٢٨ کلنه پيغله کاتارزينا زوفيا نيميچ چې چيني نوم يې ني يون لين دی ، د چين د جي لين پوهنتون د نړيوالو اړيکو په انسټيټوټ کې د ډاکتري درجې په ګټلو بوخته ده او د کنفوسيوس انسټيټوټ د چيني ژبې د زده کړې د نوي پلان غړې هم ده.دې وويل(اواز ٢)

اوس د چين پرمختګ ډير چټک دی. د پولنډ ګڼ شمېر خلکو د چين د کولتور او اقتصاد په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي دي . د پولنډ نفوس ډېر زيات نه دی، خو اوس لازيات زده کوونکي د چيني ژبې زده کړه کوي.ما د چيني ژبې د زده کړې ډېر ښه فرصت موندلی دی او هيله من يم چې زما د چيني ژبې سويه ورځ په ورځ لوړه شی.

په دوو ورځو کې د کنفوسيوس انسټيټوټونو د مشرانو په ګډون ٢٢٠٠ استازي راغونډ شوي چې د ښوونې په اړه يې خپلې تجربې تبادلې کړې او د راتلونکي پرمختګ په باب يې بحثونه کړي دي.

د امريکا د پېس پوهنتون په نيويارک کې يو مشهور شخصی پوهنتون دی. د دغه پوهنتون مشر ستيپتن فريدمن وويل چې د کانفسيوس انسټيټوټ د دغه پوهنتون په ښوونيز سيسټم کې ځاي ورکړ شوی دی. بر سېره پر دې، د چيني ژبې او کولتور د معرفی کولو لپاره به هم يو لړ فعاليتونه تر سره شي.(اواز ٣)

يو لړ غونډې او فعاليتونه تر سره شوي چې په ترڅ کې لس زرو تنو حاضرينو ته د چيني ژبې او کولتور په اړه معلومات معرفی شوي ، دغه راز د چيني ژبې د زده کړې کورسونه هم جوړ شوي او حاضرين يې د نيويارک له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي حکومتي چارواکي او يا د تصديو خاوندان دې چې دا به چين ته ددوي د راتلونکوسفرونوحتمی تابيا او چمتوالی هم وي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای