CRI Online

د چيني ژبې د زده کړې په هکله مالومات

cri     (GMT+08:00) 2014-03-06 16:07:30

د چين د مجموعي ځواک او په نړۍ کې د چين مقام د لوړوالي سره سم د چيني ژبې نړيوال اهميت هم څرګند شوی دی. لکه فقيد مشهور ليکوال جي شيان لينګ ويلي وو چې چيني ژبه د نورو ژبو په پرتله ډيره مختصره او مفيده ده . که په انګليسي ژبه د يوې مانا تفسير شپېتو ثانيو ته اړتيا لری ،خو په چيني ژبه يوازی پنځه ثانيې کافي دي. نن ورځ په نړۍ کې يو په پنځه برخه وګړي چيني ژبه کاروي ، نو ويل کېږي چې دغه ژبه د نورو ژبو په نسبت په لومړيتوبونو کې ځاي لری.

له دې امله چې د چيني ژبې تلفظ او ګرامر نسبتا پيچلی دی ، نو د نورو ژبو په مقايسه ددې ژبې زده کړه هم ستونزمينه ده . خو د اړوندې شمېرنې له مخې په نړۍ کې د چيني ژبې زده کوونکي ورځ په ورځ زياتېږي چې شمير يې له څلويښتو مليونو تنو څخه اوښتی دی. ولی دغه مشکله ژبه د زياتو بهرنيو زده کوونکو د علاقې وړ ده؟ يو امريکايي ځوان چې ميچيل سانتانګيلو نومېږي ، ددې پوښتنې داسی ځواب ورکړ ( اواز ١)نژدې يو کال کېږي چې چين ته راغلی يم او اوس په بيجينګ کې د چيني ژبې په زده کړې بوخت يم او کار هم کوم . غواړم چې امريکا ته تر ستنېدو وروسته يوښه کار پيدا کړم . يو امريکايي شرکت په چين کې فرعی شرکت لری، غواړم چې وروسته په دغه شرکت کې کار وکړم.

د ميچيل سانتانګيلو غوندي ډير بهرنيان غواړي چې د چيني ژبې د زده کولو له لارې مناسب کارونه ومومي . د چيني ژبې د بهرنيو زده کوونکو د زياتوالي سره سم اوس په چين کې د چيني ژبې ښوونېز سازمانونه هم زياتېږي.

ميچيل سانتانګيلو په سينولوژي انستيتوټ کې چيني ژبه زده کوي چې دغه ښوونځی په يوه کوڅه کې پروت دی او هره ورځ سهار ډير بهرنيان ور ته ځي.

( اواز٢) زما نوم جوانا دی او فرانسوي يم . پخوا مې په بيجينګ کې يوه سکريتره ومه ، درې کاله کېږي چې چيني ژبه می لوستلې ده. چين يو زړه وړونکی هېواد دی او زموږ له هېواد سره فرق لری. چينايان ډېر مېلمه پال وګړي دي.

د ياد ښوونځي مشر چياو يو وويل

( اواز ٤) اوس په بيجينګ کې د چيني ژبې په هکله نوي سلنه شخصي ښوونځي نارسمي دي ، نو ښوونيزې لارې چارې يې هم نامسلکي دي چې يوازي ښوونکي يې چينايان دي.

د ښاغلي چياو په وينا سمه نه ده چې د چيني ژبې د زده کړې په ډيرو شخصي روزنيزو سازمانونو يا ښوونځيو کې چيني کولتور يوازی په ساده يو ډول نښه بلل کېږي مثلا چيني کريکتر ، د امپراطورۍ ماڼۍ ، لوي ديوال ، چاوځه او داسی نور. د سينالوژي په انستيتوټ کې د چين د لرغوني فيلسوف افکار په تحصيلاتو کې شامل دي څو چې بهرني زده کوونکي د فلسفې له نظره چيني کولتور ښه وپيژني.

نن ورځ د سينولوژۍ په انستيتوټ کې بهرني زده کوونکي د چيني ژبې د زده کړې په عين وخت کې په چين کې له ژوند کولو څخه هم خوند اخلي.

( اواز٦) تقريبا يو نيم کال مخکې چين ته راغلې يم ځکه چې زما ميړه په بيجينګ کې کار کوي ، زموږ ښوونکي ډير مهربان دي او د چيني ژبې تر زده کړې وروسته زما ژوند هم بدل شوی دی ، له نورو سره په خبرو اترو خوښه يم .

زما نوم چميکلي دی اوشپږ مياشتې مخکې بيجينګ ته راغلم . زما ښځه چيني ده ، نو په بيجينګ کې اوسيږو . د چيني ژبې د زده کړې وروسته په رستورانت کې په اسان خوراک سفارش کوم . د چين مانتو زما خوښ دی ، البته د چين تاريخ هم خوښوم .

که څه هم چين ته د دوي د راتګ لاملونه بېل دي او د چيني ژبې زده کول يو مشکل کار دی ، خو يوګډ لامل يې دا دی چې دوي له چيني کولتور او ژبې سره مينه لري .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای