CRI Online

په چين کې تي وي تياتر

cri     (GMT+08:00) 2015-02-05 17:17:48

 

 

له وروستيو کلونو راهيسې د چين فلمي چارو ډيره پرمختيا موندلې ده . تېر کال چين د ټکټ له پلورلو څخه ٢١ بلياردو او اووه سوه اوويا مليونه يوانه ګټه اخستې ده چې له درېو بلياردو او اوو سوو مليونو امريکايي ډالرو سره برابر دی . د اټکل له مخې سږ کال به دغه ارزښت له پنځو بلياردو ډالرو څخه واړول شی. پروسږنۍ ګټې د فلمي چاروله عمومي ګټو څخه په سلو کې اته اويا برخه ونيوله ، خو د امريکا په شمالي سيمو کې چې د فلمي توليد او پلورنې چارې پرمختللې دي ، د ټکټ پلورلوګټه د فلمي چارو له عمومي ګټې څخه يوازی په سلو کې دوولس برخه نيسي او په کور کې د دي وي دييا ټاکلي فلم له ليدو او په تي وي چينل کې د فلم له ښودلو څخه اخيستل شوې ګټه د يادې سيمې د فلمي چارو عمده عايدات دي چې دغه چارې به هم د چين د فلمي چارو د پرمختيا راتلونکي وي .

د روانې مياشتې په درويشتمه نېټه د چين د تي وي تياتر سرمشريزه غونډه په بيجينګ کې جوړه شوه او د هېواد څه باندي ديرشو سيمدارو انټرنيټي شرکتونو د چين د تي وي تياتر ټولنه جوړه کړه څو چې په نړۍ کې لومړۍ لويه تلويزيوني شبکه جوړه شی او په سينما کې د اړوندو فلمونو تر ښودلو وروسته په سيمدار تلويزيون کې بيا زياته ګټه واخيستل شی.

د چين د چينګهوا پوهنتون د اطلاعاتو او رسنيو پوهنځي مرستيال اين هونګ په اند پخوا چين تر زياتې اندازې پورې د ټکټ له پلورلو څخه ګټې اخيستنې ته پاملرنه وکړه چې په پايله کې د چين د فلمي چارو پرمختيايي پيمانه پراخه نه شوه . خو د فلم ښودلو وروسته د ګټې اخيستلو بازار سم د چين د فلمي چارو د پرمختيا خوځنده ځواک ګڼل کېږي . په عمومي توګه د ټکټ پلورلو ګټه يوازی له ټولو فلمي ګټو څخه په سلو کې څلويښت برخه نيسي او دغه ونډه په اروپايي او امريکايي هېوادونو کې له ديرشو برخو څخه هم کمه ده ، په بله ژبه له مجموعي فلمي ګټې څخه څه باندی نيمه برخه د فلم ښودلو وروسته تر لاسه کېږي او د چين لپاره دا ګټه کم تر کمه له يو بلياردو او اوو سوو مليونو امريکايي ډالرو سره برابره ده .

د يوه خبري شرکت مشر وانګ چان تيان وويل چې د تي وي تياترپه جوړولو سره د فلم ښودلو حق د پلورنې يوه بله لار رامنځته شوه او د ليدونکو لپاره دا هم د فلم ليدو يوه نوې ټاکنه ده ، لنډه دا چې دغه تدبير د فلم جوړونکو او پنګوالو لپاره ډير ګټور دی.

سږ کال د ګه هوا په نوم سيمدار تليويزيون کې ډير صاف ديجيتال پروګرامونه ښودل شوي او په تي وي تياتر کې په وړيا يا کمه بيه ټاکلي فلمونه ليدل کيږي يعنی کېدای شی چې ليدونکی په پنځو يوانو چې له يو ډالر څخه کم دی ، په ٧٢ ساعتو کې په پر له پسې ډول فلمونه وګوري . له يو کال راهيسې د بيجينګ ښاريانو څلور سوه فلمونه ليدلي دي. د چين د تي وي تياتر ټولنې په جوړېدو سره به ممکن دوه سوه مليونه کورونه په سيمدار تلويزيون کې ډول ډول فلمونه ليدای شی .

د ګه هوا شرکت مشر لو شياو بو په وينا په سينما کې د يو فلمي ټکټ بيه څو ډالره دي ، خو په تليويزيون کې دغه لګښت يوازی له يو ډالر څخه کم دی . که دغه ډول تدبير مروج شی، په کمه بيه د ټاکلي فلم د ليدو بازار به تود شی ، خو ددې تدبير د تطبيق په بهير کې پر وخت د فلمونو برابرول يوه ستونزه ده .

د علي په نوم د فلمي شرکت لومړي اجرائيوي مشر جانګ چيانګ وويل چې په راتلونکي به موږ د فلم ښودلو حق د اخيستلو لپاره زياتې پيسې ولګوو او هم تيار يو چې د څو کلونو لپاره زيان وخورو . په راتلونکي کې به موږ غواړو چې د چين د تي وي تياتر ټولنې او د بېلا بېلو ځايونو د سيمدارو تليويزيوني شبکو سره نژدې همکاری وکړو .

د خبر له مخې د تي وي تياترټولنه به کوشش وکړي چې د فلم عرضې دوهم بازار پرانيزي او د فلم ليدو او د فلم پلورلو حق د معامله کولو منظم او سالم بازار جوړ کړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای