CRI Online

د ګان سو ولايت په جنوب کې د تهانګ کا انځورګر او د ده ديرش زده کوونکي

cri     (GMT+08:00) 2015-02-05 17:29:05

ګرانو اوريدونکو، د تهانګ کا انځور د تبتي قوم په کلتور کې يو ډول ځانګړی انځور دی چې محتويات يې د تبتي قوم د تاريخ، سياست، کلتور او ټولنيزي ژوند په زياتو ساحو پوري اړه لري. د تهانګ کا په نوم د انځورولو هنري شکل قومي او مذهبي ځانګړتياوې لري چې د چين د تبتي قوم د دائرالمعارف او د ولسي هنر د نامادي کلتوري ميراث په توګه ګڼل کېږي.

دري څلويښتم کلن جونګ چوی هو جيا څوو د چين د ګان سو ولايت د لاپولنګ معبد د تهانګ کا هنر ميراث اخيستونکی دی چې د يوولسم کلن د تهانګ کا انځورولو په زده کولو پيل وکړ. اوس هغه د دې انځور د انځورولو عنعنوي لارې چارې خپلو دېرشو زده کوونکو ته ورزده کوي او هېله ده چې د تبتي قوم دغه ځانګړی کلتور نسل په نسل خپرېږي.

ياد دېرش کوچني زده کوونکي زياتره د ګان سو ولايت په جنوب کې د بې وزلو کورنيو هلکان دي چې يا په منځنيو ښوونځيو او يا پوهنتونونو کې نه دي شامل شوي. جونګ چوی هو جيا څو په وړيا ډول دوی ته د تهانګ کا د انځورولو لارې چارې ورزده کوی او هم ډوډۍ او ليليه برابروي.

زده کوونکي ينګ جي وويل ښوونکي جيا څو موږ ته د خپلو زامنو په توګه ګوري. ينګ جي پنځه کاله مخکې له زده کړې څخه بې برخې شو او له انټرنيټ څخه په دې خبر شو چې ښوونکي جي څو په وړيا ډول د تهانګ کا د انځورولو لارې چارې ورزده کړه کوي. هغه وايي د کوچياني ژوند مې د تل لپاره تير شو چې له امله زما ژوند بيخي بدل شوی دی . ينګ جي پخوا په دښته کې د رمې څرولو په وخت کې هميشه قلم او کاغذونه وړل او غويان، پسونه، مرغان او ګلونه او واښه يې انځورول. هغه وايي زما خوب دا دی چې په راتلونکي کې به د ښوونکي په شان د تهانګ کا انځورولو او پلورلو شرکت جوړ کړم څو چې د لاپولنګ معبد تهانګ کا نړۍ ته خپرېږي او د نړۍ لا زيات کسان د تبتي قوم غښتلي هنر وپيژني.

ګونګ چوی هو جيا څو په څه دپاسه دېرشو کلونو کې په لا پو لنګ معبد کې د تهانګ کا انځورونه انځور کړي دي. هغه وايي د لا پو لنګ معبد د تهانګ کا انځورونه ډېر جدی او ساده دي چې د ان دو په نوم د تبتيانو د هستوګنې په سيمه کې د بوډيزم کلتور، تاريخ او د وګړو ژوند په هکله انځوروي. کله چې دېرشو زده کوونکو ته يې د انځورولو لارو چارو د ورزده کولو يادونه کړې، جيا څو وويل هېله لرم دغه هلکان چې د خپل قوم له کلتور سره علاقه او مينه لري، د لاپو لنګ معبد د تهانګ کا د انځورولو لارې چارې په ميراث واخلي او د ددې مهارت په کارولو سره ګټه تر لاسه کړي او په راتلونکې کې په ټولنه کې خپل ځای ونيسي.

داو جي ژن چينګ چې په دېرشو هلکانو کې تر ټولو کشر زده کوونکی دی ، وويل زما کور پر دښته کې دی او له دې ځای څخه څلويښت کيلومتره فاصله لري چې کور ته دوه ساعته پلې لاره ده او هره جمعه ځم . په عادی وخت کې په ليليه کې اوسيږم او ډوډۍ خورم .

ګونګ چو هو جيا څو وويل زما موخه دا ده چې د لا پو لنګ معبد د تهانګ کا هنر ميراث اخيستونکي روزم او ددوي راتلونکی له هيلې څخه ډکه وي. اوس زياتو ځايي وګړو هم له دغو زده کوونکو سره د مرستې لپاره پيسې ورکړې او داوطلبان هم دوی ته په وړيا ډول ليک او لوست کوي.

د شيا هه ولسوالۍ حکومت چې د لاپولنګ معبد په کې پروت دی، له دغه کار څخه يې ډېر ملاتړ کړی او کوي يې. مثلا حکومت د تهانګ کا ټولنه جوړه کړې ده او د جيا څو په شان د تهانګ کا ولسي هنرمندان اداره او ساتي چې دوی ته د تګلارو له مخې ملاتړ او مرستې برابرې کړي. اوس په دغه ولسوالی کې د تهانګ کا نندارتون د جوړولو مقدماتي کار پيل شو چې ولسي هنرمندانو ته د تهانګ کا د روزلو، انځورولو او پلورلو ځايونه برابر شي څو چې دغه هنر په ميراث واخيستل او وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای