CRI Online

د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې او د سمندري وريښمو لارې ابادۍ په نورو هېوادونو کې د چيني طب پرمختګ ته فرصتونه رسوي

cri     (GMT+08:00) 2015-02-05 17:36:04

د چين د روغتيا او کورني لارښوونې کميټې د منشي مرستيال او د چيني درملونو د ادارې مشر وانګ ګو چينګ لږه موده مخکې دې ته اشاره وکړه چې د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې او د سمندري وريښمو لارې ابادۍ نورو هېوادونو ته د چيني درملونو د ورپيژندنې په باره کې يو مهم فرصت دی.

د ٢٠١٥ کال د چيني درملونو کاري غونډه لږه موده مخکې په بيجينګ کې تر سره شوه. ښاغلي وانګ ګو چيانګ په ٢٠١٤ کال کې په نورو هېوادونو کې د چيني درملونو د پرمختګ لويې پيښې يادې کړې، مثلأ په قرغيزستان او کې د چيني طب له لارې د درملنې مرکز د جوړېدو چارې پرمخ شوي، د روغتيا په اووه شپيتمه نړيواله غونډه کې د عنعنوی طبي پوه په هکله د چين له خوا وړاندی شوی پريکړه ليک منظور شو، د معياري کېدو نړيوال سازمان د چيني درملونو لومړی معيار خپور کړ، چين په جلا جلا توګه د چيني درملونو په ساحه کې له استراليا او هنګري سره همکاريز تړونونه لاسليک کړل او د چيني درملونو د نوښت او پرمختګ په هکله د تايوان تنګي د دواړو غاړو د څلورو ځايونو تر منځ يوه غونډه تر سره شوه. په نوي کال کې ښاغلي وانګ ګو چيانګ وويل بايد د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې او د سمندري وريښمو لارې د ابادۍ فرصت استعمال کړي او تر وسي پورې په نورو هېوادونو کې د چيني درملونو د پرمختګ هڅونه وکړي. (اواز)

په مختلفو ځايونو کې دې په منظم ډول د چيني درملونو د پرمختګ تګلارې غوره شي چې د بهرنيانو د عاداتونو او فکري شکلونو له مخې د کنفوسيوس پوهنځيو او کلتوري مرکزونو په اتکا د چيني درملونو کيسې بهرنيانو ته ووايي، د روغتيا د نړيوال سازمان او د معياري کيدو د نړيوال سازمان په اتکا د اړوندو معيارونو په طرحه کول کې ګډون وکړي، د نړيوالې همکارۍ له لارې اړوند استعداد لرونکي کسان او تصدي وروزي او چيني اغيزمنې همکاريزې چارې تر سره کړي.

د روغتيا او د کورنې لارښوونې کميټې منشي لي بين په خپله وينا کې وويل اوس زيات شمېر هېوادونه له چيني درملونو سره علاقه څرګنده کړه، نو د چيني درملونو د سيانس او تخنيکونو د پرمختګ هڅونه وکړي او په نورو هېوادونو کې د چيني درملونو د پرمختيا ستراتيژۍ غوره کړي. (اواز)

په نړيواله ټولنه کې د چيني درملونو د پيژندنو اندازه بايد پياوړې شي، اوس نه يوازې ځيني پرمختللي بلکې پرمختيايي هېوادونه ټول غواړي د چيني درملونو د کارولو تخنيکونه غواړي، په وروستې موده کې د مالديو په شمول د سيلانيزو هدفونو په توګه ځينو هېوادونو هېله څرګنده کړه چې په چين کې د چيني درملونو په اړه استعداد لرونکی کسان او تخنيکونه دغو هېوادونو ته ورسوي او د سيلانې سرچينو او د چيني طب له لارې د روغتيا ساتنې په ګډېدو سره جلبونکی توان پياوړی کړي. نو په دې برخه کې زيات برياليتوبونه به پيدا شي.

ښاغلي وانګ تونګ چيانګ په ٢٠١٥ کال کې د چيني درملونو چارو د اصلاحاتو او پرمختګ عمدې دندې ترتيب کړې دي. هغه دې ته اشارهوکړه چې په بېلا بېلو کچيو د درملنې په ميکانيزم کې د چيني درملونو رول دې ولوبول شي. (اواز)

په پخوانيو څو کلونو کې چيني طب په بنسټيزو کچو په تيره بيا د هستوګنې ځايونو، د علاقه داريو او کليو په روغتونونو کې ډېر ښه رول لوبولی او لوبوي يې او زيات شمېر ناروغانو غوښتنه کړې چې چيني درملونه وکاروي. څرنګه چې زيات شمېر زاړه ناروغان يوازې د لويو ښارونو په لوړو روغتونونو کې د درملنې لپاره ټينګ هوډ لري، نو د چيني طب د پرمختګ له امله ځيني زاړه ناروغان او په عادی ناروغيو اخته شوي ناروغان د هستوګنې په ځايونو او علاقه داريو او کليو کې د چيني طب له لارې درملنه منلی شي، په دې وجه د درملنې زياتې ستونزې حلېږي. موږ به د چيني طب په اړه د دوولسم پنځه کلن پلان څلور هدفونه بشپړ کړو چې تر ٢٠١٥ کال پورې به د علاقه داريو په روغتونونو کې د چيني درملونو د کارولو اندازه نوی سلنې، د هستوګنځايونو د درملنې په مرکزونو کې پنځه نوی سلنې، د کليو په روغتونونو کې پنځه شپيته او د هستوګنې په ځايونو کې په خدمتي سټيشنونو کې اوويا سلنې ته ورسېږي. موږ هېله لرو چې دغه څلورو هدفونه به عملي کړو او نور نوښونه او پرمختګونه به تر لاسه کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای