CRI Online

د چين د ابی رنګ د اثارو هنري په نندارتون کې اووه سوه تصويرونه ښودل شوي

cri     (GMT+08:00) 2015-02-28 20:54:25

د چين د ابی رنګ د اثارو هنري نندارتون چې په چين کې د ابی رنګ د تصويرونو اثار د پرمختګ په بهير کې تر ټولو لوي نندارتون په توګه ګڼل کېږي، د جنورۍ په ٢٣مه نېټه د چين د تصويرونو په ګاليري کې تر سره شوی دی. د دري سوو انځورګرانو نږدی اووه سوه غښتلی اثار او څه دپاسه يو سل ارزښتناک تاريخی مردکونه ښودلی شوي چې په سلو کلونو کې د چين د ابی رنګ هنر تاريخ او برياليتوبونه څرګندې شوي دي. په دې نندارتون کې د ځينو مشهورو انځورګرانو اثار او زيات شمېر غښتلي تاريخی مردکونه د لومړي ځل لپاره په بدرګه ډول ښودل شوي دي.

دغه نندارتون په نږدی دوو کلونو کې له تياريانې او پلانېدو وروسته د چين د کلتور وزارت د هنري چارو ادارې، د چينګ داو ښار د حکومت، د چين د تصويرونو ګالي، د چين د انځورګرو ټولنې او د هنرونو او صنائعو پوهنځي له خوا په ګډه جوړ شوی.

د هنرونو او صنائعو پوهنځي مشر فان دي ان وويل په دغه نندارتون کې د چين د ابی رنګ هنر د يو سلو کلونو تاريخ ښودل شوی او دا ښيي چې د چين هنرمندان له لويديځ څخه راغلی هنري شکل او د چين د خپل عادت او دود په تيره بيا د انځورولو له روحيې سره ګډ کړی چې د چين د هنرمندانو له هوښيارتيا څخه څرګندېږي.

ښاغلي فان ان دي وويل په هغه وخت کې چې د يو سلو کلونو مخکې د چين انځورګرانو په لويديځ کې د ابی رنګ تصويرونو له لارې زده کړه وکړه، د چين د ابی رنګ تصويرونو څرګندونه نشته، نو د چين د ابی رنګ تصويرونه نه يوازې يوه تاريخی څرګندونه ده، خو يو ستر اهميت دا دی چې په سلو کلونو کې نسل په نسل هنرمندانو په پر له پسي کوښښونه کړي په تيره بيا په چين کې د ابی رنګ له لارې تاريخ انځور کړی، نو د ابی رنګ تصويرونه ځانګړی هنري او پوهنی ارزښت لري.

ياد نندارتون د چين تصويرونو ګاليري په ګرد تالار کې پيل شو. لومړی د سلو کلونو په تاريخ د ابی رنګ تصويرونو په باره کې د اوو مشهورو هنرمندانو انځورونه ښودل کېږي چې په شلمې پيړۍ کې د چين د ابی رنګ تصويرونو پر هنر له اغيزو څخه څرګندېږي. برسيره پر دې په نندارتون کې د پنځو پاڼو په وسيله په سلو کلونو کې د ابی رنګ هنر د پرمختګ لاين ښکارېږي.

په لومړې برخه کې د چينګ امپراتوري له پايې څخه تر ١٩٢٠ کال پورې له لويديځو هېوادونو څخه چين ته د ابی رنګ تصويرونو د ننوتلو او پرمختګ بڼې او ځانګړتياوې ښودل شوې. په دويمه برخه کې له ١٩٣٠ کال څخه تر ١٩٤٨ کال پورې د ابی رنګ تصويرونه ښودل شوي او په عمده توګه دا څرګندږي چې د چين او لويديځو هېوادونو د کلتورونو د مخامخ کولو او د ملي خطرونو او ستونزو رامنځته کېدو په موده کې د ابی رنګ انځورګرانو په خپله خوښله د ابی رنګ تصويرونو له لارې د چين په دننه کې د انقلاب او نوښت بڼې ښکارې کړې. په درېيمه برخه کې له ١٩٤٩ کال څخه تر ١٩٧٨ کال پورې د نوي چين په تاريخ کې د ابی رنګ تصويرونو عصري ځانګړتياوې ښودل شوې. په څلورمه برخه کې له ١٩٧٩ کال څخه تر ١٩٩٠ کال پورې په چين کې د اصلاحاتو او ورخپلاصون په نوې موده کې د ابی رنګ تصويرونو له لارې د ټولنيزو واقيعتونو د څرګندېدو اثار ښودل شوي. په پنځمه برخه کې له ١٩٩١ کال څخه تر اوسه پورې د ښاري او نړيوال کېدو د چټکې پرمختيا سره سره د عصري زمانې کلتور په باره کې د ابی رنګ هنر په جوړولو کې نوي نظريې او شکلونه تر سترګو کېږي.

د مالوماتو له مخې له ١٧١٥ کال څخه چين ته د لويديځو انځورونو له ننوتلو څخه راپدې خوا د دريو سوو کلونو تاريخ تير شوي، په ځانګړې توګه په نږدی سلو کلونو کې د چين د ابي رنګ هنر د چين پر هنر مهمه اغيزه اچولې او اچوي يې. د کارپوهانو په اند د چين د ابي رنګ تصويرونه د لويديځ د ابی رنګ د هنر او د چين د انځورولو له دوديزې روحيې سره يو ځای راغونډېږي او شک نه شته چې د اوسنې نړۍ د ابی رنګ هنر په باره کې د چين د ابي رنګ هنر خپله علمی سويه او چينی کلتوري ځانګړتياوې لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای