CRI Online

د پسرلني اختر په وياړ د سي سي تي وي ماښامې نندارې

cri     (GMT+08:00) 2015-02-28 21:06:39

ډيوه: ګرانو اوريدونکو، نن شپه د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د کال وروستۍ شپه ده چې د چينايانو لپاره ډېره مهمه ده. په دې شپه کې چينايان غواړي چې له خپلو کورنيو غړيو سره يو ځای ډوډی وخوري، د زوړ کال او نوي کال تر منځ د بدلون په وخت کې په ګډه نمانځي او هم د پسرلني اختر په وياړ د چين د مرکزي ټلويزيون ماښامنۍ ځانګړې ننداره ګوري!

مل: درانو دوستانو، لومړی تاسو ته د چين د پسرلني اختر مبارکۍ وايم! ډيوه، تاسو همدااوس د چين د مرکزي ټلويزيون ماښامنۍ نندارې يادونه وکړه، دا څه ډول ننداره ده؟ په دې شپه کې به کومې اوځه ښکلې ننداره وړاندې شي؟

ډيوه:هو، سمه ده! د چين د پسرلني اختر په وياړ د کرهنيزې جنترۍ له مخې د هر کال د وروستۍ ورځې په شپه له شاو خوا اتو بجو څخه د نوي کال د لومړۍ ورځ تر شاو خوا يوې بجې پورې د چين د مرکزي ټلويزيون له لارې يوه ښکلې ماښامنۍ ننداره په مستقيم ډول ټولو چينايانو او نړيوالو ته خپرېږي. دا هنري دود تر اوسه پورې څه دپاسه ډېرشو کلونو لپاره دوام لري.

مل:ښه! زه پوه شوم، دا د پسرلني اختر د نمانځنې لپاره هنري نندارې ده چې د هر کال د پسرلني اختر په وخت کې خپرېږي. سمه ده؟ دغه ماښامنۍ ننداره په لومړي ځل کوم وخت پيل شوه؟

ډيوه:د پسرلني اختر په مخکنۍ شپه کې د سي سي تي وي له لارې د نمانځنې مستقيمې ماښامنۍ ننداره په نولس سوه دري اتيايم کال کې پيل شوی. په دغه ماښامنۍ ننداره کې د سندرو ويلو، نڅاوو، د اوپيراوو، د شياو پينګ او شيانګ شنګ په نوم د ژبو ويلو پروګرامونو په شمول رنګارنګ هنري شکلونه شامل دي.

مل: ډېر ښه! دا يوه ستره ننداره ده چې په نړۍ کې هرومرو زيات شمېر کسان دغه ننداره ګوري.

ډيوه: سمه ده! په دوه زره دوولسم کال کې د سي سي تي وي له لارې د پسرلني اختر ماښامنۍ نندارې هغه وياړ تر لاسه کړ چې په نړۍ کې تر ټولو زيات شمېر کسان يې ګوري او د ګينيز په نامه نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ. د تازه شمېرنې له مخې په تېر کال کې د دغې نندارې د نندارچيانو شمېر اووه سوه او څلور مليونو تنو ته ورسيد.

مل: ښه! زه به يې هم هرومرو د روان کال د پسرلني اختر دا ماښامنۍ ننداره وګورم!

ډيوه: البتأ! تاسې له کار وروسته هرومرو دغه ننداره وګورئ! څرنګه چې دغه ننداره ټولو چينايانو ته په چين کې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې مينوال ليدلی شي او د ډول ډول کسانو د خوند برابرولو لپاره د هرې دورې نندارې عمومي دايريکترانو ډېر کوښښونه کړي او د بېلا بېلو ډولونو پروګرامونه يې ترتيب کړيدي. زه به څو کلاسيک پروګرامونه خپاره کړم! تاسې د پسرلني اختر ماښامې نندارې چاپيريال ترې احساسولی شئ!

مل:د دغې نندارې ليدلو ته به هم له نږدې ګڼ مينوال ورځي، څرنګه چې مينوال زيات وي، هغوی چې له نژدې او مستقيما يې د ليدلو فرصت نشي تر لاسه کولی، د تلويزيون له لارې يې ګوري.

(سندرې)

مل: ډېر ښه ! په ريښتني ډول نندارچيانو ته يوه ستره هنري ننداره ښودل کېږي.

ډيوه: هو، سمه ده! هېله ده چې تاسی بيا وروسته دغه ننداره وګورئ! ښه! ګرانو اوريدونکو، زموږ د هنر او کلتور پروګرام دغه کړۍ د پسرلني اختر د ماښامنۍ نندارې په شور او ځوږ کې د خدای پامانې سندرې په غږولو سره پای ته ورسيده!

مل: ګرانو اوريدونکو، ستاسو له پاملرنې او اوريدو ډېره مننه کوو! خوشحاله اوسئ!


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای