CRI Online

د چين په شمال لويديځ کې د چينچيانګ په نوم اوپېرا

cri     (GMT+08:00) 2015-02-28 21:11:14

د چينايانو د بزګري جنتري د نوي کال په موده کې د چين د شمال لويديځ شان شي ولايت د مرکز شي ان ښاري ديوال په بهر کې د چينچيانګ په نوم اوپېرا مينوال راغونډ شول.

چينچيانګ اوپېرا د چين د لومړي لوي هان قوم له لرغونو اوپېراګانو څخه شمېرل کېږي او درې زره کاله مخکې رامنځته شوه . دغه اوپېرا د شمال لويديځ په شان شي ، ګان سو ، چينهاي ، نين شا او شينجيانګ کې مروج ده او د ٢٠٠٦ کال د مۍ په شلمه نېټه د چين د دولتي شورا لخوا د لومړۍ ډلې په توګه د دولت په کچه د نامادي کولتوري ميراث په حيث وپيژندل شوه . د ښاري کېدو بهير د چټکتيا سره سم لرغونۍ اوپېراګان لکه چينچيانګ اوپېرا د وګړو د پام وړ و نه ګرځېده او د نوي کال د لمانځنې په فعاليتونو کې دغه اوپېرا نه لېدل کېږي.

د چينچيانګ اوپېرا لوبغاړي هم نندارچيان او نندارچيان هم لوبغاړي دي . له کلونو کلونو راهيسې د شي ان ښار ځيني وګړي له دغې لرغونۍ اوپېرا سره مينه لري ، علت يې دا دی چې لويغاړي په چيغې او نغارې خپلې هيلې څرګندوي .

د چن ولسوالۍ په ليوچياوا کلي کې دوه پنځوس کلن بزګر ګوه شياو باو د اوپېرا جامې له صندوق څخه وايستلې او هيله يې درلوده چې د اوپېرا ډلې سره نورو کليو ته لاړ شی . هغه وويل چې د يوه کلي د شتمنۍ او خوارۍ نښه په دې کلي کې د صحنې څرنګوالی دی . سره له دې چې حاصلات ښه وي يا خراب ، د نوي کال د رارسېدو په موقع کې به حتما چينچيانګ اوپېرا اجرا کېږي چې د نوي کال د لومړۍ مياشتې له درېمې نېټې څخه تر پنځلسمې نېټې پورې دوام لری . داسی وضيعې ليدل کېږي چې پلار له زوي سره ، ميړه له ښځې سره او حتی د يوې کورنۍ ټول غړي اوپېرا اجرا کوي .

د شي بي پوهنتون پروفيسر چن ګوه چن چې ټاټوبی يې د مۍ ولسوالی ده ، خبريال ته وويل چې اوس په کليو کې پرته د واده يا جنازې په مراسمو کې د نوي کال په موده کې د چينچيانګ اوپېرا ننداره کمه ليدل کېږي ، پخوا د نوي کال د لمانځنې په موده کې د زمري په بڼه له نڅا کولو او ډول وهلو نه پرته د چينچيانګ اوپېرا ننداره د وګړو ډيره خوښه شوه او ددې اوپېرا لوبغاړي هم په کليو کې لکه ستوري ځلېدل .

د شان شي ولايت د ولسي دودونو د ټولنې مرستيال کون جن يي په وينا نن ورځ چينچيانګ اوپېرا دغه ولسي هنر په ممتاز او عميق هنر بدل شوی چې علت يې دا دی چې عصر بدل شوی دی او د دې ولسي هنر د پېدايښت او رواج بنسټ د ښار په سيمنټي ودانيو کې کلابند شوی دی. په بله ژبه يوازی د ښار په تياتر کې دغه لرغونۍ اوپېرا ليدل او اورېدل کېږي.

په وروستيو کلونو کې د شان شي د اوپېراګانو اکاډمۍ چې د دوديز هنر په احيا او ترقۍ بوخته د ه ، د چينچيانګ اوپېرا يو شمير غوره اثار نندارچيانو ته وړاندی کړي اوپه عين وخت کې د اوپېرا ځايي ښوونځيو هم ډير لوبغاړي روزلي دي.

اوسمهال په شي ان ښار کې د چينچيانګ اوپېرا شلګونه ډلې جوړې شوي دي چې لوبغاړي په فارغ وخت کې ددې اوپېرا ښکلۍ پارچې شاوخواوو مينوالو ته اجرا کوي. د بېلګې په توګه اته اويا کلنې سپين سرې شن ليان چياو چې د دوولس کلنۍ په وخت کې يې ددې اوپېرا په ويلو پيل وکړ ، وويل چې سږ کال د پسرلني اختر په موده کې مې په کور کې چينچيانګ اوپيرا ويله ، خو هيچا و نه غوښتل چې دغه اوپېرا واوري او هيڅوک ددې اوپېرا زده کول نه غواړي . ددې له څيرې څخه د بی چارګۍ احساسات څرګندې شوې . زده کوونکي جاو هن چې په فرانسه کې په زده کړې بوخت دی او د پسرلني اختر د لمانځنې لپاره بيرته شي ان ښار ته راغی ، وويل چې د پسرلني اختر په دوهمه ورځ مې له پخوانيو همټولګيو سره د خوښيو په غونډه کې د چينچيانګ اوپېرا دوه پارچې وويلې ، همټولګي ډير هيجان شول . په اصل کې د چينچيانګ اوپېرا هنر ډير خوندور دی او د هاليووډ ښکليو فلمونو ته ورته دی ، يوازی ګڼ شمير کسان ددې لرغونۍ اوپېرا په هکله مفصل مالومات نه لری.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای