CRI Online

د ملي لږ کيو ژبو او ليک دودونو ساتل د چيني ملت د رنګارنګ کلتورونو ساتل دي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-30 21:08:42

ژبه او ليک دود د يو قوم د ځانګړی هنر او دودونو د بنسټ او د قومي کلتور د روح حيثيت لری. خو د اقتصاد د نړيوال کيدو، د مصرفي کولتورونو، د سيمه ييز تګ راتګ د پياوړتيا او د وګړو د کډوالي له امله د ځينو ملي لږ کيو ، په تيره بيا د هغو لږ نفوس لرونکو ملي لږکيو ژبی چې ليک دود يې نه لری ، د ورکېدو په حال کې دي. دغه مسئله د چين د سياسي مشورتي کنفرانس په روانه دريمه غونډه کې د ملي لږ کيو غړيو د ګډې پاملرنې وړ ګرځېدلې ده.

د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړې ګسانزوما چې د تبت له خپلواکې سيمې څخه راغلې ، وويل (اواز)

زه په لو با قوم پورې اړه لرم او په يو قومي کلی کې اوسېږم چې په کې د هېواد د لومړي لوي هان او تبت قومونو وګړي پکې ميشته دي او خپله ژبه کاروي. خو لو با قوم ليک دود نه لری، که ژبه يې ورکه شي، نو ددې قوم نښه به هم له منځه يووړل شي.

د شمېرنې له مخې اوس په چين کې پنځه پنځوس مل يلږکي موجود دي او اته ويشت قومونه يې داسی قومونه دي چې نفوس يې يوازې يو مليون اوو لکو تنو ته نه دی رسيېږي. د قومي ژبو ساتنه د دغو کم نفوس لرونکو قومونو لپاره ډېره مهمه دنده ده. د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړې او د شينجيانګ د ساختماني ډيزاين د څيړنيزې اکاډمۍ سر انجيرې ګو لي نا وويل (اواز)

امکان شته چې له څو کلونو وروسته مان قوم ته ورته ځينې قومونه د يو قوم په نوم موجود وي او قومي کلتور، ژبه او ليک دود به ټول ورکېږي. دا د انديښنې وړ ده. زه په شي بو قوم پورې اړه لرم او داسې انديښنه هم لرم، څرنګه چې د مختلفو قومونو سندرې او نڅاوې، موسيقي او غيرمادي کلتوري ميراثونه ټول د ژبو پر بنسټ خپريږي او ځليږي. د ځينو ملي لږ کيو ژبو د ورکېدو مسئله بايد ژر حل شي، که نه، له څو کلونو وروسته به د دغو قومونو اړونده مدارک يوازې د تاريخې سندونو په توګه پاتي شي او هيڅوک لوستلی نه شي.

د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي او د يون نان ولايت د ملي لږ کيو ژبو د لارښوونکې کاري کميټې څيړونکي چي ده چوان وويل اوس په چين کې څه دپاسه يو سلو شل قومي ژبې د کارولو په حال کې دي او په سلو کې شل د ورکېدو په حال کې دي. هغه وويل که څه هم د قومي ژبو د ساتلو لپاره مشخص تګلارې او نظريې صادرې شوې دي، خو اړوند قوانين نه دي طرح شوي. په دې هکله هغه په خپل وړانديز کې له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د قومي ژبو د ساتلو لپاره قانون طرح او تطبيق کړي. هغه وويل(اواز)

څرنګه چې چين يو داسي واحد هېواد دی چې په کې زيات قومونه ميشته دي او زياتې ژبې او ډول ډول ليکدودونه استعماليږي، نو دا اړتيا شته چې د قومي ژبو د ساتلو لپاره يو قانون جوړ شي. په دې برخه کې موږ کوششونه کړي دي، روان کال زموږ وړانديز دا دی چې د قومي ژبو د ساتلو په اړه د قانون جوړونه د ٢٠١٥ کال په کاري پلان کې شامله شي.

د لو با قوم ژبه لری ، خو ليکدو نه لري، نو د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړې ميرمن ګسانزوګا وويل(اواز)

زه دا انديښنه لرم چې په راتلونکې کې به د لو با ژبه هم ورکه شي، نو زما وړانديز دا دی چې د بل قوم د ليکدود په وسيله د لو با ژبه تلفظ کېږي او په راتلونکې کې استعماليږي.

قومي عادتونه د قومي ژبو په وسيله څرګنديږي او هم د چين او نړۍ د کلتوري خزانې يوه مهمه برخه ده. د قومي ژبو د ساتلو بهير د ګړنديتوب او د قومي کولتورونو د په ميراث اخيستنې ، او د چيني ملت د رنګارنګو کلتورونو د ساتنې لپاره د سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کميټه کې د ملي لږکيو غړي په فعاله توګه په اړوندو کارونو بوخت دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای