CRI Online

د اويغوری قوم د مقام په اهنګ کې د مينې کيسه

cri     (GMT+08:00) 2015-03-30 21:10:12

د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکه سيمه يوه ښکلې ځمکه ده او اوسيدونکي اويغوريان يې د ژوند له هرې ساحې څخه خوشحالي لټوي. د دوه زرو کلونو راپدې خوا د اوريښمو لارو په اوږدو دغه سمسوره سيمه کې د مختلفو کلتورونو تر منځ د تفاهم او تګ راتګ پل جوړ شو. مثلأ يوناني، چيني او عربي کلتورونه چې د دغو ځلاندو کلتورونو په رڼا کې د سندرو، نڅاوو او موسيقۍ په ګډون يو ډول ځانګړی ادبي او هنري بڼه رامنځته شوه او دغه هنري شکل د مقام په نامه ياديږي چې دوولسو مقام يې استازيتوب کوي او هر مقام له دريو برخو څخه متشکل دی چې لومړۍ برخه يې په اويغوري ژبه جونپ، دوهمه برخه يې داستان او درېيمه برخه يې ميسيرپ نومېږي. که د ټولو دوولسو مقامونو ويل څه دپاسه شلو ساعتو ته اړتيا لري.

همدااوس مو د دوولسم مقام يوه برخه واوريد چې د هلک اليپ او نجلۍ سينم تر منځ د مينې په اړه له اوږدې مثنوي څخه راځي او په منځنې پيړۍ کې اليپ او سينم د ډېرو خطرونو او ستونزو په ليرې کولو سره يو پر بل مينان شول. دغه کيسه په اويغوري ميشت سيمه کې هره کورنۍ ښه پوهېږي او نسل په نسل د خلکو په خولو کې ده. په دغه کيسه کې ليکل شوي، د منځنې پيړۍ په وخت کې يوه ورځ چې پاچا عباس او صدراعظم حسن د ښکار لپاره بهر ته لاړل، يوه بلاربه يې وليدله او د رحم کولو له امله يې ونه وژله او خوشي يې کړه. په هغه وخت کې د دوی ښځې هم اميدوارې وې، پريکړه يې وکړه چې که ښځې يې په جلا جلا توګه زوی او لور وزيږوي، دواړه به وروسته سره واده وکړي. خو څو کاله وروسته حسن له بدمرغه مړ شو، وروسته تر هغه چې د ده زوی ليپ او د پاچا لور سينم لوی شوي، تر منځ ژوره مينه پيدا شوه. نوی صدراعظم د واکمنۍ د غصبولو لپاره خپل زوی عبدالراشد چې د ماڼۍ د ساتونکو مشر هم و، تحريک کړ چې د اليپ مينه په زوره تر لاسه کړي او پر اليپ باندې بی ځايه تهمتونه ولګوي. پاچا عباس د نورو پر شايعاتو باور درلود او د اليپ د کورنۍ ټول غړي يې ليرې ځای ته وشړل. سينم ډېره خپه شوه او په سختې ناروغې اخيته شوه. اليپ د زياتو ستونزو په ليرې کولو سره او د بی وزلو روهي خلکو په مرستې د شاهي باغ د ترميمولو په وخت کې ماڼې ته ننوت او د صدراعظم زوی يې وواژه او د ده توطيه يې افشا کړه. پاچا ويښ شو او ډېر پښيمان و او په پای کې يې د اليپ او سينم له واده موافقه وکړه.

د اليپ او سينم په نامه عشقي مثنوي تقريبا د لسمی پيړۍ په وخت کې د اويغوری شاعر يوسوف حج له خوا د فلکلوري کيسې له مخې ليکل شوې. په دوولسو مقامونو کې يوازې له دغې کيسې څخه ځينی برخې د ښکلي اهنګ په ملتيا سره اورېدل کېږي چې د اويغوري خلکو په منځ کې ډېر مروج دي.

د مينې له نوموړې کيسې څخه يوه اويغوري اصطلاح رامنځته شوې چې وايي له صحرا څخه په تيريدو اباد ځاي ته رسيږي. مينه يوازې د زيار او ستونزو له لېرې کېدو وروسته بري موندلای شي. اوس د اويغوری قوم دغه کيسه د مقام په غږولو سره نه يوازې د شينجيانګ د اويغوريانو په منځ کې خپرېږي، بلکی په ١٩٨٠ کال کې د دې کيسې له مخې يو فلم جوړ شوی چې د هېواد په دننه او بهر کې يې ښه غبرګونونه تر لاسه کړي دي.

په ٢٠٠٥ کال د مقام هنر د م م د يونيسکو سازمان له خوا د شفاهی او د غير مادی ميراث په توګه کې منل شوی دی. ٢٠١٠ کال شينجيانګ د اويغوری مقام هنر د ساتلو په اړه مقررات خپاره کړي چې د ولايت په کچه د چين د غير مادی کلتوري ميراث لومړی قانون ګرځيدلی دی.

د دولت په کچه د مقام هنر ميراث اخيستونکي هر کال هر تن د لس زرو يوانو په ارزښت حکومتی مرسته او د خپلواکی سيمې په کچه دری زره او شپږ سوه يوانه نغدې پيسې ورکول کېږي. د ځينو ولايتونو او ولسواليو فلکلوری هنرمندان هره مياشت له ځايي حکومتونو څخه له دوو سوو څخه تر پنځو سوو پوری مرستې اخيستی شي. دغې مرستې د مقام د ښې خپريدا لپاره دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای