CRI Online

په چين کې د واده لپاره لګښتونه

cri     (GMT+08:00) 2015-04-30 10:26:41

د بهرنيو خبري رسنيو د خبر له مخې که څه هم اقتصادي حالت کله ښه کله ضعيف دی، خو د خلکو د واده مراسمو لپاره لګښتونه په پر له پسي ډول زياتېږي. د بيلګې په توګه په امريکا کې د واده مراسمو لپاره لګښت نهه ويشت زرو امريکايی ډالرو ته رسېږي. په فرانسې کې اوياوو تنو ته له مرکې نه وروسته د يوې نږدې څيړنې له مخې د واده لپاره منځني لګښت شاو خوا يوولس زرو امريکايی ډالرو ته رسېږي. په چين کې د واده لپاره لګښتونه څومره دي؟ د واده په اړه د رنګارنګو خدمتونو په چارو کې څو سوداګريز فرصتونه شتون لري؟ د پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته معرفې درکړم!

د هو نان ولايت اغلې جانګ د روان کال د مي په مياشت کې د واده لپاره اروپا ته سفر وکړ او د اکتوبر په لومړې نېټه د ملي جشن په ورځ به د واده مراسم تر سره کړي، برسيره پردې هغه د نوي کور د ښکلا کيدو چارې تر سره کوي، نو د واده لپاره د اغلې جانګ او د دې ميړه د واده لپاره څه دپاسه دوه لکو يوانو يعنی دوه ېرش زره امريکايی ډالرو پيسی لګولی دی.

(اواز)

د نوي کور د ښکلا کيدو لپاره مو څه دپاسه شپاړس زره او اروپا ته د سفر لپاره مو شاو خوا لس زره او د واده د عکسونو او د ځينو توکيو اخيستلو لپاره مو څه دپاسه يو زره او شپږ سوه امريکايی ډالره لګولی دی.

د اړوندې شميرنې له مخې د واده مراسم په دېرشو کلونو کې يو سل پنځوس چنده زياته شوې ده او د چين د شن جن، بيجينګ او شانګهای په ښارونو کې د واده لګښتونه له دري لکه او شل زرو امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی چې نيمه برخه د نوي کور اخيستلو په ترڅ کې استعمالېږي.

ښاغلي ما چې په بيجينګ کې اوسېږي، د واده په موخه د نوي کور اخيستلو لپاره خپلې ټولې مالي زيرمه کارولې او د پور په توګه له خپل پلار او مور څخه يې زياتې پيسی اخيستلی دی. (اواز)

مخکی می نه دی فکر کړی چې د واده لپاره دومره زيات لګښت ته اړتيا ولري. له پوهنتون څخه له فارغيدو نه وروسته می په څه دپاسه شپږو کلونو کې کارونه تر سره کړی او شاو خوا اتيا زره امريکايی ډالره ساتلی، خو زما ټوله مالي زيرمه د واده لپاره لګول شوې ده، خو د کور اخيستلو لپاره می هرومرو د پورونو په توګه له پلار او مور څخه پيسی واخلم. په بيجينګ کې د کورونو بيه ډېره ګرانه ده چې زما د توان په اتکا د کور اخيستلو اړتيا بيخې نه شته.

د ښاغلي ما د واده کيسه ځانګړې نه ده. د واده لپاره د کورونو، ګاڼو، د عکسونو اخيستلو، سفر او د واده مراسمو په اړه اړوندې چارې ډېر پرمختګ شوی دی. د ګوانګ دونګ ولايت د چاو شان په سيمه کې د واده چارو په اړه د يو شرکت مشر ښاغلي چن وويل د واده مراسمو د تياريانې په چارو کې زيات سوداګريز فرصتونه شتون لري. (اواز)

د واده د عکسونو اخيستلو په برخه کې په دويمو لويو ښارونو کې د عادی خلکو لګښتونه له درو سوو څخه تر يو زره او دوه سوه امريکايی ډالرو پوري دی او ځيني شتمن کسان په نورو هېوادونو کې د عکسونو اخيستلو لپاره له درو زرو څخه تر پنځو زرو پوري امريکايی ډالرو ولګوي. په دغو ښارونو کې عادی خلک يوازي د واده مراسمو لپاره څه دپاسه دوه زره، حکومتي کارکوونکي او يا د شرکتونو کارکوونکي له دوو زره څخه تر پنځو زرو پوري، شتمن کسان څه دپاسه اته زره امريکايی ډالره حتی نورې زياتې پيسې لګوي.

خو هر تن مختلفې نظريې لري، د ځينو کسانو په اند، د واده مسلې په هکله دې ځوانان له نورو سره سيالی ونه کړي، د زوم او ناوې تر منځ په زړه پورې مينه تر ټولو مهمه ده. په دې هکله اغلې جونګ وويل دې او د دې ميړه به د واده مراسم تر سره نه کړي او په کلي چارو کې پيسی ولګوي. (اواز)

زموږ د دوستانو تر منځ به اسانه ميلماستيا تر سره شي، خو د واده مراسم به نه وي. ځکه چې د مراسمو لپاره ډېر لګښت ته اړتيا شته. موږ غواړو چې د سفر او د کور اخيستلو په چارو کې پيسی ولګوو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای