CRI Online

د دان يانګ ډبرينې مجسمې

cri     (GMT+08:00) 2015-07-06 10:50:48

دان يانګ د چين د لومړي لوي شانګهاي ښار په شمال دوه سوه کيلومترۍ کې پروت دی او د څلورو لکو مربع مترو په پراخوالي د ډبرينو مجسمو يو سرخلاص موزيم شته چې د ودانيو مساحت يې پنځلس زره مربع متره دی .د دې موزيم دننه او بهر کې اته زره لويې يا وړوکې لرغوني ډبرينې مجسمې درول شوي دي چې ځينې يې په قديمي زمانه کې د وزيرانو يا جنرالانو يا په افسانوي کيسو کې د ربابو او ښاپيريو په بڼو مجسمې ، ځينې يې کتيبې يا د دروازې په دواړو خواوو کې د زمري په بڼه درول شوي وړوکۍمجسمې او داسی نور .د موزيم په بهر کې يوازی هغه ډبرين ستونونه نږدې شپږ سوه دي او قطار په قطار درول شوي دي چې دغه ستونونه په پخوا زمانه کې د ترانسپورتي وسيلې په توګه د اسونو تړلو لپاره وو .

ځينې مجسمې د دوو زرو او ځينې يې د سلو کلونو تاريخ لری .د موزيم په داخلو اوو تالارونو کې د بودا ډبرينې مجسمې ، ډبرين څلي يا ځناورين پراته دي چې وړوکې يې يوازې لسګونه کيلو ګرامه او لويې يې حتی شل ټنه دي ، ته به وايي لکه ژوندی وي

دايانګ ښار دوه زره او څلور سوه کاله مخکې جوړ شو ، خو شپږ زره کاله وړاندې انسانانو پکې ژوند تېراوه ،د ځايي وګړو په وينا دان يانګ لمر ته د عنقا نڅا کولو مانا لری او په چيني ژبه دان د سور رنګ او يانګ د لمر مانا لری ، نو د موزيم ساختماني بڼه هم د ددې مقدس مرغه غوندی ده او اووه تالارونه د مرغه د اوو بڼکو په شان جوړيږي چې اوه تالارونه د اوږدو دهليزونو لخوا تړل کېږي او د دهليزونو په بهر کې شنې ونې او مصنوعي ويالې پرتې دي چې لکه چې يو ښکلی انځور دی

په نړۍ کې داسی موزيم نشته چې شپږ زره تاريخي اثار پکې درول شوي دي

د حيران وړ ده چې ډيرې مجسمې د يو سوداګر لخوا په وړيا ډول بسپنې شوې دي چې نوم يې وو جي شن دی .هغه کاناډا الصله چينايي دی او اصلي ټاټوبی يې د چين تايوان دی

ښاغلي وو اوس د چين په لويه وچه کې سوداګري کوي او د زياتو کلونو راهيسې د ډول ډول ډبرينو مجسمو په لټون بوخت دی چې لټول شوې وړوکې مجسمې د لاس ورغوي غوندی او لويې يې د لسګونو مترو په جګوالي څلي دي او بسپنې شوي ډبرينې کتيبې يې څو زره دانې دي . د موندل شويو مجسمو د زياتېدو سره سم ښاغلي وو وغوښتل چې په وړيا ډول دغه مجسمې يو موزيم ته ورکړي دغه خبر د دان يانګ ښاروالي ته والوت او د مکررو مشورو له امله دغه مجسمې په پاي کې د دايانګ د ډبرينو مجسمو موزيم ته وروليږلې شوې . په دوه زره اتم کال کې ښاغلي وو خپلې ټولې ساتل شوې شپږ زره مجسمې په وړيا ډول دان بانګ ښار ته بسپنې کړې چې له شانګهاي څخه دان يانګ ته د دغو مجسمو د نقلولو بهير څو مياشتو ته دوام درلود او په دوهم کال کې ښاغلي وو نور يو زرو څلور سوه مجسمې هم ورکړې دي

د دان يانګ ښاروالي په وړاندې دا ستونزه پرته وه چې څنګه دغې ارزښتناکې مجسمې په ښه توګه وساتل شی ؟ د دان يانګ ښاروالي د چين د ټولنيزو علومو له اکاډمۍ څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه چې په پاي کې اوسنی عظيم او ښکلی موزيم جوړ شوی دی.

هيڅوک نه پوهيږي چې د دغو مجسمو بسپنه کوونکی وو څه سودګري کوي او کورنی يې څه ډوله ده . که تاسی باور نه لرئ ، کېدای شئ چې له انټرنيټ څخه دده په هکله لټون وکړئ . نتيجه به دا وي چې هيڅ مالوم نه پيدا کېږي او يوازی دا خبر لوستل کېږي چې ښاغلي وو يو وار د چين د شان شي ولايت غريبو کورنيو ته د ژوند اړتياوړ سامانونه په وړيا ډول ليږلي وو . البته ښاغلي وو د ډبرينې حکاکۍ له هنر سره ډيره مينه لری او د اوږدې مودې لپاره او د زياتو پيسو په لګولوسره هغې ډبرينې مجسمې لټولې او لټوي يې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خورې ورې پرتې دي څو چې لا زيات وګړي د دغو لرغونو او قيمتي مجسمو سيل وکړي ځکه چې دا ډول مجسمې په ټولو انسانانو پورې اړه لری.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای