

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اتل ماناسکي په نوم د قرغيزقوم د تاريخی شعر له مخې لويه نڅاکوونکې اوپرا چې د جيانګ سو ولايت د وو شي ښار او د شينجيانګ د خودمختاري سيمې د ياقچي ولسوالی د سندرغاړو او نڅاکوونکو هنري ډلو له خوا جوړېږي، په لومړی ځل پر سټيژ ننداره شي.
د مالوماتو له مخې دغه اوپرا به د روانې مياشتې له ١٨مه نېټې څخه په وو شي ښار کې د شلو ځلو لپاره تر سره شي او د اګست په مياشت کې به په شينجيانګ کې د بيا ځل لپاره نندارې ته وړاندې شي.
د شينجيانګ د ياقچي ولسوالی د سندرغاړه او نڅا کونکو هنري ډلې څه دپاسه شل لوبغاړو د مارچ له پيل څخه په وو شي ښار کې له ځايي هنرمندانو سره ګډ تمرين کړی او په دريو مياشتو کې د زياتو ستونزو په ماتولو سره په ټينګې رويې دغه اوپرا جوړه کړه. د جيانګ سو ولايت د کلتوري چارو ټولنې مشر وويل دغه اوپرا د وو شي ښار او شينجيانګ د ياقچي ولسوالی د سندرغاړو او نڅا کوونکو ترمنځ لومړې همکارۍ ده او د وو شي د سندرو او نڅاوو تياتر به په دې ترڅ کې د لږ کي قوم له هنر څخه هنري ګټې واخلي. د دواړو ځايونو لوبغاړو هميشه د شپې تر لسو بجو پورې لا هم تمرين کړ او کوي يې، خو هيڅ شکايت نه کوي.
د ماناسکي په نوم تاريخی شعر په لرغونې زمانه کې د ازادی لپاره د قرغيز قومی خلکو له ښو هيلو څخه څرګندېږي چې په کې دغه کيسه ويل شوې چې په عمده توګه په تاريخ کې د قرغيز قوم خلکو د خطرونو په ليري کولو او په زحمت سره له کوښښونو وروسته ښکلی ژوند جوړ کړ. دغه تاريخی شعر په ٢٠٠٩ کال کې په بريالې توګه د غير مادی کلتوري ميراث په نړيوال لست کې هم شامل شو او د چين په شينجيانګ، قزاقستان، قرغيزستان، ازبکستان او افغانستان کې ډېر مروج دی.
د شينجيانګ د قومي نڅاوو څلورم نړيوال فيسټيوال به په جولای کې پرانيستل شي
د شينجيانګ د قومي نڅاوو څلورم نړيوال فيسټيوال به د جولای له شلمې نېټې څخه د اګيست تر پنځمې نېټې پورې تر سره شي. " چيني خوب او د ورېښمو رنګه رنګ لاره" د دې فيسټيوال عنوان دی. د بلاروسيې، ترکيې، قزاقيستان په ګډون د لسګونو هېوادونو او سيمو او د شينجيانګ په ګډون د چين د څو خودمختارو سيمو او ولايتونو هنري ډلې به د دې فيسټيوال په ترڅ کې د اروموچي، جيچانګ،قارامايي او ياقسو په ښارونو کې اويا نندارې وړاندې کړي.
د شن جن په يوولسم کلتوري نندارتون کې د ورېښمو لارې تر عنوان لاندې هنري نندارتون پرانيستل شو
د شن جن يوولسم کلتوري نندارتون د می په ١٤مه نېټه د شن جن ښار د غونډو نندارتون په مرکز کې پرانيستل شو. د اروموچي پلاوي ٣٤تصدۍ، د اوو لويو ډولو ٣٢ پلانونه او څه دپاسه ٢١٠ توليدات په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي دي. په همدې وخت کې د وريښمو لارې تر عنوان لاندې د روغني نقاشيو او عکسونو هنري نندارتون هم د اروموچي په ښودونکی ځای کې د کتلو لپاره پرانيستی دی.
د مالوماتو له مخې د وريښمو لارې تر عنوان لاندې په هنری نندارتون کې د شينجيانګ د اروموچي د اتلسو غښتلو انځورګرانو او مشهورو عکس اخيستونکو اثار ښودل کېږي. په دغو اثارو کې په عمده توګه په شيجيانګ کې ښکلې طبيعی منظرې، کلتوري ځايونه او رنګارنګ دودونه څرګنده وي.
|
0520wenhua
|
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |